Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Berbahasa Pashtun - Sarfaraz

بروج

external-link copy
1 : 85

وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الْبُرُوْجِ ۟ۙ

لوړه په کلکو برجونو لرونکي اسمان. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 85

وَالْیَوْمِ الْمَوْعُوْدِ ۟ۙ

او په وعده شوې ورځ. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 85

وَشَاهِدٍ وَّمَشْهُوْدٍ ۟ؕ

او په حاضریدونکې[۷]او چې ورته حاضریږي[۸] info

[۷] ـ د جمعې ورځ چې تل(حاضریدونکې)یا د قیامت ورځ چې حتما راځي.(کابلی تفسیر)
[۸] ـ د عرفې ورځ چې خلک ورته حاضریږي یا د قیامت ورځ چې خلک به ورته حاضریږي(کابلی تفسیر)

التفاسير:

external-link copy
4 : 85

قُتِلَ اَصْحٰبُ الْاُخْدُوْدِ ۟ۙ

چې د کندو خاوندان هلاک شول. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 85

النَّارِ ذَاتِ الْوَقُوْدِ ۟ۙ

د تیز او لمبه وهونکي اور. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 85

اِذْ هُمْ عَلَیْهَا قُعُوْدٌ ۟ۙ

د اور په چاپيریال کې ناست وو. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 85

وَّهُمْ عَلٰی مَا یَفْعَلُوْنَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ شُهُوْدٌ ۟ؕ

او د مسلمانانو د بدې ورځې او سوزیدانې سیل یې کاوو. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 85

وَمَا نَقَمُوْا مِنْهُمْ اِلَّاۤ اَنْ یُّؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟ۙ

له مسلمانانو یې پرته له دې بله ګناه نه وه لیدلې چې په توانا او ستایلي شوي الله جل جلاله یې ایمان راوړی ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 85

الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟ؕ

هغه ذا چې د اسمانونو او ځمکې واک ورسره دی.او د هر شی څارونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 85

اِنَّ الَّذِیْنَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ثُمَّ لَمْ یَتُوْبُوْا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِیْقِ ۟ؕ

دا پخه خبره ده چې څوک مسلمان سړي او مسلمانې ښځې وکړوي او له خپل بد کار څخه توبه ونه کړي،نو د جهنم سوزوونکی عذاب یې په برخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 85

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْكَبِیْرُ ۟ؕ

او چې څوک ایمان راوړي او نیک کارونه وکړي،نو داسې جنتونه یې په برخه دي چې:ویالې به[۹]پکې بهیږي.او دا لویه کامیابي ده. info

[۹] ـ د پاکو شرابو،شاتو شیدو او پاکو اوبو ویالې به روانې وي.

التفاسير:

external-link copy
12 : 85

اِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِیْدٌ ۟ؕ

بیشکه چې ستا د رب نیونه خورا سخته ده. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 85

اِنَّهٗ هُوَ یُبْدِئُ وَیُعِیْدُ ۟ۚ

لومړی ځل پيدا کول او بیرته د پخوا په شان جوړول د هغه کار دی. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 85

وَهُوَ الْغَفُوْرُ الْوَدُوْدُ ۟ۙ

بښوونکی او مینه ناک دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 85

ذُو الْعَرْشِ الْمَجِیْدُ ۟ۙ

د عرش څښتن او په خپله له هر څه څخه لوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 85

فَعَّالٌ لِّمَا یُرِیْدُ ۟ؕ

او د هغه اراده چې وکړي خامخا یې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 85

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ الْجُنُوْدِ ۟ۙ

ای محمده!د لښکرو په هکله معلومات لرې؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 85

فِرْعَوْنَ وَثَمُوْدَ ۟ؕ

د فرعون او ثمودیانو په هکله. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 85

بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ تَكْذِیْبٍ ۟ۙ

خبره داده چې کافران هر څه درواغ ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 85

وَّاللّٰهُ مِنْ وَّرَآىِٕهِمْ مُّحِیْطٌ ۟ۚ

او الله له هرې لورې ایسار کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 85

بَلْ هُوَ قُرْاٰنٌ مَّجِیْدٌ ۟ۙ

او دا هم پخه ده چې قران د ډیر لوی شان څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 85

فِیْ لَوْحٍ مَّحْفُوْظٍ ۟۠

او په ستایلې شوې پاڼه کې خوندي دی. info
التفاسير: