Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Berbahasa Pashtun - Sarfaraz

رحمن

external-link copy
1 : 55

اَلرَّحْمٰنُ ۟ۙ

مهربان ذات. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 55

عَلَّمَ الْقُرْاٰنَ ۟ؕ

قران یې ښوولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 55

خَلَقَ الْاِنْسَانَ ۟ۙ

انسان یې پیدا کړی . info
التفاسير:

external-link copy
4 : 55

عَلَّمَهُ الْبَیَانَ ۟

او بیانول یې ورښوولي دي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 55

اَلشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ۟ۙ

لمر او سپوږمۍ په یوه حساب دي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 55

وَّالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ یَسْجُدٰنِ ۟

او ستوری([۹] الف) اوونه دواړه سجده کوي. info

[۹] الف:النجم ـ په عربي ژبه کې هغو بوټو ته هم وايي چې ډډه ونلري (ابن جریر الطبری)

التفاسير:

external-link copy
7 : 55

وَالسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِیْزَانَ ۟ۙ

اسمان یې هسک کړی او تله یې ایښې ده. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 55

اَلَّا تَطْغَوْا فِی الْمِیْزَانِ ۟

تر څو په تله کې له اندازې وانه وړئ. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 55

وَاَقِیْمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِیْزَانَ ۟

ټول په انصاف کړئ او ډنډې پکې مه وهئ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 55

وَالْاَرْضَ وَضَعَهَا لِلْاَنَامِ ۟ۙ

ځمکه یې دټول مخلوق لپاره هواره ایښې ده. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 55

فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّالنَّخْلُ ذَاتُ الْاَكْمَامِ ۟ۖ

په هغې کې هر ډول میوې او وګي لرونکی خرماګاني دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 55

وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّیْحَانُ ۟ۚ

پروړه لرونکی دانې او د ښکلی یوي ګلان. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
14 : 55

خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ۟ۙ

انسان یې له یوې داسې کړنګیدونکې خټې څخه پیدا کړی دی چې د کودړې په شان یي اواز کاوو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 55

وَخَلَقَ الْجَآنَّ مِنْ مَّارِجٍ مِّنْ نَّارٍ ۟ۚ

او پیری يي داورله لمبو څخه پیدا کړی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
17 : 55

رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَیْنِ ۟ۚ

رب د دواړو ختیځونو او رب د دواړو لویدیځونو دی([۹]ب) info

[۹] ب ـ د لنډې ورځې یو مشرق او د اوږدې ورځې بل مشرق او په دې توګه یې مغرب هم جلا جلا دی.(الماوردی)

التفاسير:

external-link copy
18 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ ګڼئ؟ info
التفاسير: