Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Berbahasa Pashtun - Sarfaraz

Nomor Halaman:close

external-link copy
53 : 3

رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا بِمَاۤ اَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُوْلَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشّٰهِدِیْنَ ۟

ای زمونږ ربه! مونږ په هغه څه ایمان راوړی دی چې تا نازل کړي دي او ستا د رسول مننه مو کړې ده نو د شهادت ورکوونکو په کتار کې مو ولیکه. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 3

وَمَكَرُوْا وَمَكَرَ اللّٰهُ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرُ الْمٰكِرِیْنَ ۟۠

هغوی عیسې علیه السلام پر خلاف پروګرام جوړ کړ او الله هم پروګرام جوړ کړ الله پاک خورا غوره پروګرام جوړوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 3

اِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسٰۤی اِنِّیْ مُتَوَفِّیْكَ وَرَافِعُكَ اِلَیَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَجَاعِلُ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْكَ فَوْقَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۚ— ثُمَّ اِلَیَّ مَرْجِعُكُمْ فَاَحْكُمُ بَیْنَكُمْ فِیْمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟

( ای محمده هغه وخت یاد کړه): چې الله پاک ای عیسې زه تا پوره اخلک، ځان ته دې راپورته کوم او له کافرانو څخه دې پاکوم او ستا منونکي تر قیامته پر کافرانو برلاسي ګرځوم بیا ستاسو ټولو راتګ ما ته دی زه به ستاسې په مینځ کې د هغو خبرو په هکله فیصله وړم چې تاسې پکې اختلاف کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 3

فَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَاُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؗ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟

نو څوک چې کافران شوي دي په دنیا او اخرت کې به یې سخت عذاب وربړوم او هیڅ ملاتړ به یې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 3

وَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُوَفِّیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او چا چې ایمان راوړی دی او نیکې کړنې یې کړي دي نو الله یې بدله پوره ورکړي الله تیري کوونکي نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 3

ذٰلِكَ نَتْلُوْهُ عَلَیْكَ مِنَ الْاٰیٰتِ وَالذِّكْرِ الْحَكِیْمِ ۟

دا ایتونه چې مونږ یې پر تا لولو له حکمت څخه ډک پند دی. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 3

اِنَّ مَثَلَ عِیْسٰی عِنْدَ اللّٰهِ كَمَثَلِ اٰدَمَ ؕ— خَلَقَهٗ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟

د الله په وړاندې د عیسې مثال آدم ته ورته دی، الله ادم له خاورې جوړ او بیا یې ورته وویل جوړ شه! بس هغه جوړ شو. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 3

اَلْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟

همدا ستا رب له لورې حق دی نو ته له شک کوونکو څخه مه کیږه. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 3

فَمَنْ حَآجَّكَ فِیْهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ اَبْنَآءَنَا وَاَبْنَآءَكُمْ وَنِسَآءَنَا وَنِسَآءَكُمْ وَاَنْفُسَنَا وَاَنْفُسَكُمْ ۫— ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَّعْنَتَ اللّٰهِ عَلَی الْكٰذِبِیْنَ ۟

نو څوک هم چې له دې معلوماتو وروسته چې تا ته د ( عیسې په هلکه) راغلي دي له تاسره جګړه کوي نو ورته ووایه: راځئ مونږ ټول به خپل ځامن او ستاسې ځامن خپلې ښځې او ستاسې ښځې خپل ځانونه او تاسې رراوبلو بیا به په ګډه په زارئ او عاجزئ سره د هلاکت دعاء کوو، او وایو به چې د الله لعنت دې پر درواغجنو وي. info
التفاسير: