Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Berbahasa Pashtun - Pusat Terjemah Ruwwād

Nomor Halaman:close

external-link copy
71 : 3

یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تَلْبِسُوْنَ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوْنَ الْحَقَّ وَاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟۠

اى اهل كتابو! ولې حق د باطل سره ګډوئ؟ او حق پټوئ او حال دا چې تاسو (ښه) پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 3

وَقَالَتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ اٰمِنُوْا بِالَّذِیْۤ اُنْزِلَ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُوْۤا اٰخِرَهٗ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟ۚۖ

له اهل كتابو يوه ډله وايي چې د ورځې په سر کې هغه څه ومنئ چې پر مومنانو نازل شوي، او د ورځې په پای کې پرې کافر شئ؛ ښايي دوی هم ترې بېرته راوګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 3

وَلَا تُؤْمِنُوْۤا اِلَّا لِمَنْ تَبِعَ دِیْنَكُمْ ؕ— قُلْ اِنَّ الْهُدٰی هُدَی اللّٰهِ ۙ— اَنْ یُّؤْتٰۤی اَحَدٌ مِّثْلَ مَاۤ اُوْتِیْتُمْ اَوْ یُحَآجُّوْكُمْ عِنْدَ رَبِّكُمْ ؕ— قُلْ اِنَّ الْفَضْلَ بِیَدِ اللّٰهِ ۚ— یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟ۚۙ

او له هغه پرته چې ستاسو د دين متابعت يې كړى، په بل چا باور مه كوئ، ورته وايه بېشكه هدايت خو همدا د الله هدايت دى، دا چې يو چاته هغه څه وركړ شي چې تاسو ته دركړى شوي، يا دا چې د خپل رب پر وړاندې مو حجت درباندي راوړي، ورته وايه: (دا) فضل (لورينه) د الله په لاس ده، چاته يې چې غواړي وركوي يې او الله ډېر پوه د پراخۍ والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 3

یَّخْتَصُّ بِرَحْمَتِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟

څوک چې وغواړي د خپلې لورینې (رحمت) لپاره یې ځانګړی (غوره) کوي، او الله د ستر فضل خاوند دی. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 3

وَمِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مَنْ اِنْ تَاْمَنْهُ بِقِنْطَارٍ یُّؤَدِّهٖۤ اِلَیْكَ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اِنْ تَاْمَنْهُ بِدِیْنَارٍ لَّا یُؤَدِّهٖۤ اِلَیْكَ اِلَّا مَا دُمْتَ عَلَیْهِ قَآىِٕمًا ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْا لَیْسَ عَلَیْنَا فِی الْاُمِّیّٖنَ سَبِیْلٌ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟

او له اهل كتابو ځينې هغه دي چې كه په يوه خزانه يې امين كړې هم بېرته به يې درسپاري، او ځينې يې هغه څوك دي چې كه په يو دينار يې امين كړې نو هم بېرته يې نه درسپاري مګر كه تل پرې ولاړ وې، دا ځكه چې دوى ويل: په دې اميانو كې پرموږ څه ګناه نشته او پر الله دروغ وايي او دوى (ښه) پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 3

بَلٰی مَنْ اَوْفٰی بِعَهْدِهٖ وَاتَّقٰی فَاِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ ۟

داسې نه ده؛ هر چا چې خپله وعده (ژمنه) پوره کړه او ځان یې وساته نو بېشکه الله هم متقیان خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 3

اِنَّ الَّذِیْنَ یَشْتَرُوْنَ بِعَهْدِ اللّٰهِ وَاَیْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِیْلًا اُولٰٓىِٕكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ وَلَا یُكَلِّمُهُمُ اللّٰهُ وَلَا یَنْظُرُ اِلَیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَلَا یُزَكِّیْهِمْ ۪— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

بېشكه هغوى چې د الله په ژمنه او خپلو قسمونو لږه بيه پيري، دې خلكو ته نه په اّخرت كې څه برخه شته، نه به الله خبرې ورسره كوي نه به د قيامت په ورځ ورګوري، نه به يې پاكوي او دوى لپاره دردناك عذاب دى. info
التفاسير: