क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - अबू ज़करिया

पृष्ठ संख्या:close

external-link copy
19 : 35

وَمَا یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۟ۙ

35-19 او ړوند اولیدونكى (بينا) سره برابرېدى نشي info
التفاسير:

external-link copy
20 : 35

وَلَا الظُّلُمٰتُ وَلَا النُّوْرُ ۟ۙ

35-20 او نه هم تیارې او رڼا) info
التفاسير:

external-link copy
21 : 35

وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُوْرُ ۟ۚ

35-21 او نه هم سېورى او ګرم باد (یا تېز لمر) info
التفاسير:

external-link copy
22 : 35

وَمَا یَسْتَوِی الْاَحْیَآءُ وَلَا الْاَمْوَاتُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُسْمِعُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَّنْ فِی الْقُبُوْرِ ۟

35-22 او نه هم ژوندي او مړي، بېشكه الله اوروي هغه چا ته چې يې وغواړي او ته نشې اورولى هغه چا ته چې په قبرونو كې دي info
التفاسير:

external-link copy
23 : 35

اِنْ اَنْتَ اِلَّا نَذِیْرٌ ۟

35-23 نه يې ته مګر وېروونكى info
التفاسير:

external-link copy
24 : 35

اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ بِالْحَقِّ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا ؕ— وَاِنْ مِّنْ اُمَّةٍ اِلَّا خَلَا فِیْهَا نَذِیْرٌ ۟

35-24 بېشكه مونږ ته په حق (دین) سره لېږلى يې چې زېرى وركوونكى او وېروونكى يې او نه و هېڅ یو امت مګر په هغه كې یو وېروونكى تېر شوى دى info
التفاسير:

external-link copy
25 : 35

وَاِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ— جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ وَبِالزُّبُرِ وَبِالْكِتٰبِ الْمُنِیْرِ ۟

35-25 او كه چېرې دوى تا دروغجن وبولي، نو یقینًا (خپل انبیاء) دروغجن بللي وو هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، دوى ته د دوى رسولان په ښكاره دلیلونو سره، او په صحیفو سره او په روښانه رڼا كوونكي كتاب سره راغلي وو info
التفاسير:

external-link copy
26 : 35

ثُمَّ اَخَذْتُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟۠

35-26 بیا ما هغه كسان ونیول چې كافران شول، نو زما انكار څرنګه و؟ info
التفاسير:

external-link copy
27 : 35

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ۚ— فَاَخْرَجْنَا بِهٖ ثَمَرٰتٍ مُّخْتَلِفًا اَلْوَانُهَا ؕ— وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِیْضٌ وَّحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُهَا وَغَرَابِیْبُ سُوْدٌ ۟

35-27 ایا تا نه دي ليدلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغو سره داسې مېوې راوېستلې دي چې د هغو رنګونه مختلف دي او په غرونو كې ځینې سپينې او سرې لارې دي، چې د دغو (لارو) رنګونه سره مختلف دي او (ځینې په دوى كې) ډېرې تكې تورې دي info
التفاسير:

external-link copy
28 : 35

وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَآبِّ وَالْاَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ اَلْوَانُهٗ كَذٰلِكَ ؕ— اِنَّمَا یَخْشَی اللّٰهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمٰٓؤُا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ غَفُوْرٌ ۟

35-28 او له خلقو او زنده سرو او څارویو څخه (داسې قسم دى چې) د دغو رنګونه سره مختلف دي هم داسې، بېشكه هم دا خبره ده چې له الله نه د هغه په بنده ګانو كې يواځې عالمان وېږېږي، بېشكه الله ښه غالب، ډېر بخښونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
29 : 35

اِنَّ الَّذِیْنَ یَتْلُوْنَ كِتٰبَ اللّٰهِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً یَّرْجُوْنَ تِجَارَةً لَّنْ تَبُوْرَ ۟ۙ

35-29 بېشكه هغه كسان چې د الله كتاب لولي او لمونځ قايموي او انفاق كوي له هغه (مال) نه چې دوى ته مونږ وركړى دى، په پټه او په ښكاره، دوى د داسې تجارت امېد لري چې له سره به هلاك نشي info
التفاسير:

external-link copy
30 : 35

لِیُوَفِّیَهُمْ اُجُوْرَهُمْ وَیَزِیْدَهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّهٗ غَفُوْرٌ شَكُوْرٌ ۟

35-30 د دې لپاره چې (الله) دوى ته د دوى اجرونه پوره وركړي او دوى ته له خپله فضله زیات وركړي، بېشكه چې دغه (الله) ډېر بخښونكى، ښه قدردان دى info
التفاسير: