क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - सरफ़राज़

مزمل

external-link copy
1 : 73

یٰۤاَیُّهَا الْمُزَّمِّلُ ۟ۙ

ای ځای نغښتونکیه info
التفاسير:

external-link copy
2 : 73

قُمِ الَّیْلَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۙ

ګرده شپه پرته له لږ یې په عبادت تیره کړه. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 73

نِّصْفَهٗۤ اَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِیْلًا ۟ۙ

نیمایې شپه عبادت وکړه یا له نیمايي څخه لږ کم. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 73

اَوْ زِدْ عَلَیْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْاٰنَ تَرْتِیْلًا ۟ؕ

یا له نیماني شپې څخه ډیر عبادت وکړه او قران خورا ښه واضح او کره لوله. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 73

اِنَّا سَنُلْقِیْ عَلَیْكَ قَوْلًا ثَقِیْلًا ۟

مونږ به ډير ژر ستا پراوږو درنه خبره در واچوو. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 73

اِنَّ نَاشِئَةَ الَّیْلِ هِیَ اَشَدُّ وَطْاً وَّاَقْوَمُ قِیْلًا ۟ؕ

بې شکه د شپې پورته کیدل د نفس په واک کولو کې ډیر پیاوړی او د خبرې ښه سموونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 73

اِنَّ لَكَ فِی النَّهَارِ سَبْحًا طَوِیْلًا ۟ؕ

بې شکه چې د ورځې ستا مصروفیتونه ډیر اوږده وي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 73

وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًا ۟ؕ

د خپل رب نوم یاد کړه او له هر څه ورته ګوښه شه. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 73

رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِیْلًا ۟

د ختیځ او لویدیځ رب دی پرته له هغه بل معبود نشته.نو کار جوړوونکی یوازې هغه ونیسه. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 73

وَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِیْلًا ۟

د کافرانو خبرې وزغمه او په غوره ډول ترې لرې والی خپل کړه. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 73

وَذَرْنِیْ وَالْمُكَذِّبِیْنَ اُولِی النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِیْلًا ۟

ما او په نعمتونو کې ډوب درواغ ګڼونکي سره پریږده او لږ مهلت ورکړه. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 73

اِنَّ لَدَیْنَاۤ اَنْكَالًا وَّجَحِیْمًا ۟ۙ

بې شکه له مونږ سره ځنځیرونه او لمبه وهونکی اور دی. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 73

وَّطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَّعَذَابًا اَلِیْمًا ۟۫

په ستوني کې نښتونکی خوراک او دردناک عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 73

یَوْمَ تَرْجُفُ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِیْبًا مَّهِیْلًا ۟

په هغه ورځ چې ځمکه او غرونه ولړزیږي او غرونه او خوزیدونکو ډیرو پشان وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 73

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ رَسُوْلًا ۙ۬— شَاهِدًا عَلَیْكُمْ كَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ رَسُوْلًا ۟ؕ

بیشکه مونږ تاسې ته رسول درلیږلی دی چې پر تاسې شاهد دی او همدا وړ مو فرعون ته رسول لیږلی ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 73

فَعَصٰی فِرْعَوْنُ الرَّسُوْلَ فَاَخَذْنٰهُ اَخْذًا وَّبِیْلًا ۟

فرعون له رسول څخه سرغړونه وکړه نو کلک او سخت مو ونیولو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 73

فَكَیْفَ تَتَّقُوْنَ اِنْ كَفَرْتُمْ یَوْمًا یَّجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِیْبَا ۟

که تاسې کافران شوئ نو په هغه ورځ به څرنګه ځانونه ساتئ چې:ډار ئې کوچنیان بوډاګان کوي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 73

١لسَّمَآءُ مُنْفَطِرٌ بِهٖ ؕ— كَانَ وَعْدُهٗ مَفْعُوْلًا ۟

اسمان به وچوي د هغه وعده هرو مرو کیدونکې ده. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 73

اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟۠

دا ایتونه پند دي نو چې د چا خوښه وي د خپل رب په لور دې لار ونیسي. info
التفاسير: