क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - अनुवाद अग्रदूत केंद्र

external-link copy
59 : 7

لَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

رښتيا هم نوح مو د هغه قوم ته ورلېږلى و نو ورته ويې ويل: اې زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ، ستاسو خو له هغه پرته كوم بل معبود نشته، زه پر تاسو د لويې ورځې له عذابه وېرېږم. info
التفاسير: