क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - अनुवाद अग्रदूत केंद्र

पृष्ठ संख्या:close

external-link copy
133 : 3

وَسَارِعُوْۤا اِلٰی مَغْفِرَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ ۙ— اُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ

او دخپل رب د بخښنې او هغه جنت په لوري بيړه وكړئ چې پلنوالى يې (لكه) اسمانونه او ځمكه ده، متقيانو ته چمتو شوى. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 3

الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ فِی السَّرَّآءِ وَالضَّرَّآءِ وَالْكٰظِمِیْنَ الْغَیْظَ وَالْعَافِیْنَ عَنِ النَّاسِ ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۚ

هغوى چې په پراخۍ او تنګستیا كې لګښت كوي او غوسه زغمونكي او له (بدۍ د) خلكو تېرېدونكي او الله (داسې) نېكان خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 3

وَالَّذِیْنَ اِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً اَوْ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللّٰهَ فَاسْتَغْفَرُوْا لِذُنُوْبِهِمْ۫— وَمَنْ یَّغْفِرُ الذُّنُوْبَ اِلَّا اللّٰهُ ۪۫— وَلَمْ یُصِرُّوْا عَلٰی مَا فَعَلُوْا وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟

او هغوى چې كله څه لويه ګناه او يا پرځانو ظلم وكړي نو الله ياد كړي او د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي او الله نه پرته څوك دي چې ګناه بخښلى شي او په خپلو كړيو (ګناهونو) ټينګارهم نه كوي كله چې ښه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
136 : 3

اُولٰٓىِٕكَ جَزَآؤُهُمْ مَّغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَجَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَنِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ ۟ؕ

د دې خلكو بدله د خپل رب له لوري بخښنه ده او داسې باغونه چې ويالې ترې لاندې بهيږي، تلپاتې به وي په هغه كې، او د (ښه) عمل كونكو اجر څومره ښه دى. info
التفاسير:

external-link copy
137 : 3

قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ ۙ— فَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟

له تاسي نه مخكې ډېرې دورې تېرې شوي دي، په ځمكه كښې وګرځئ نو وګورئ چې هغه خلك له څه عاقبت سره مخامخ شول چې هغو ( د الله حكمونو او لارښودنو ته ) د دروغو نسبتونه وكړل. info
التفاسير:

external-link copy
138 : 3

هٰذَا بَیَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًی وَّمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟

دا د خلكو لپاره بيان او متقيانو ته هدايت او نصيحت دى. info
التفاسير:

external-link copy
139 : 3

وَلَا تَهِنُوْا وَلَا تَحْزَنُوْا وَاَنْتُمُ الْاَعْلَوْنَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

نو مه سستېږئ او مه خپه كېږئ او همدا تاسي برلاسي ياست كه مؤمنان اوسئ. info
التفاسير:

external-link copy
140 : 3

اِنْ یَّمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهٗ ؕ— وَتِلْكَ الْاَیَّامُ نُدَاوِلُهَا بَیْنَ النَّاسِ ۚ— وَلِیَعْلَمَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَیَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَآءَ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

كه تاسو ته څه ټپ در ورسېږي نو دښمن قوم ته خو هم دغه شان ټپونه رسېدلي دي او دا ورځې دي چې د خلكو ترمنځ یې اړوو را اړوو، تر څو الله هغه معلوم كړي چې ايمان يې راوړى او له تاسې نه ځينى شهيدان واخلي او الله (داسې) ظالمان نه خوښوي. info
التفاسير: