क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - अनुवाद अग्रदूत केंद्र

شعراء

external-link copy
1 : 26

طٰسٓمّٓ ۟

طسم [1]. info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 26

تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟

دا د هغه څرګند كتاب آيتونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 26

لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ اَلَّا یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟

اى محمده! ښايي ته پدې غم كې خپل ځان بايلې چې دغه خلك ايمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 26

اِنْ نَّشَاْ نُنَزِّلْ عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ اٰیَةً فَظَلَّتْ اَعْنَاقُهُمْ لَهَا خٰضِعِیْنَ ۟

كه موږ وغواړونو له اسمانه داسې نښانه نازلولى شو چې د دوى غاړې د هغې پر وړاندې ښكته شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 26

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ ذِكْرٍ مِّنَ الرَّحْمٰنِ مُحْدَثٍ اِلَّا كَانُوْا عَنْهُ مُعْرِضِیْنَ ۟

او نه راځي دوی ته هېڅ یاداښت د رحمن له لورې چې نوی وي (د هغه راتلل) مګر دوی له هغه څخه مخ اړوونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 26

فَقَدْ كَذَّبُوْا فَسَیَاْتِیْهِمْ اَنْۢبٰٓؤُا مَا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

نو اوس چې درواغ يې وګڼلو ډېر زر به د هغه څه خبرونه ورته راشي چې ملنډې به يې پرې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 26

اَوَلَمْ یَرَوْا اِلَی الْاَرْضِ كَمْ اَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِیْمٍ ۟

آیا دوی نه ګوري ځمکې ته چې څومره رازرغون کړي دي موږ په هغې کې د هر قسم ګټور بوټي څخه. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 26

وَاِذْ نَادٰی رَبُّكَ مُوْسٰۤی اَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

او هغه مهال چې ستا رب غږ وکړ موسى ته چې لاړ شه قوم ظالمانو ته. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 26

قَوْمَ فِرْعَوْنَ ؕ— اَلَا یَتَّقُوْنَ ۟

د فرعون قوم ته! آيا هغوى نه ويريږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
12 : 26

قَالَ رَبِّ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ ۟ؕ

ويې ويل زما ربه! زه ډارېږم چې درواغجن به مې وګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 26

وَیَضِیْقُ صَدْرِیْ وَلَا یَنْطَلِقُ لِسَانِیْ فَاَرْسِلْ اِلٰی هٰرُوْنَ ۟

او سينه مې (هم) تنګيږي او ژبه مې نه ګرځي نو هارون ته يې ولېږه (وحی). info
التفاسير:

external-link copy
14 : 26

وَلَهُمْ عَلَیَّ ذَنْۢبٌ فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ ۟ۚۖ

او پر ما باندې د هغوی لخوا د يو جرم تور هم شته، ځكه نو زه ويريږم چې هغوى به ما ووژني. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 26

قَالَ كَلَّا ۚ— فَاذْهَبَا بِاٰیٰتِنَاۤ اِنَّا مَعَكُمْ مُّسْتَمِعُوْنَ ۟

الله وويل: هېڅكله نه، نو دواړه زموږ له نښانو سره ورشئ، موږ درسره يو، د (هر څه) اورېدونكي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 26

فَاْتِیَا فِرْعَوْنَ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

نو ورشئ دواړه فرعون ته ورته او وايئ چې موږ رالیږل شوي یو د مخلوقاتو د پالونكي لخوا. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 26

اَنْ اَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

چې ته بني اسرائيل له موږ سره ولېږې. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 26

قَالَ اَلَمْ نُرَبِّكَ فِیْنَا وَلِیْدًا وَّلَبِثْتَ فِیْنَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِیْنَ ۟ۙ

وېلې: آيا ته مو له ځان سره وړوكى ونه روزلې او د خپل عمر ډېر كلونه دې راسره تېر (نه) كړل. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 26

وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِیْ فَعَلْتَ وَاَنْتَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

او ها چې كړى دې و هغه كار دې هم وكړ او ته له ناشكرانو څخه يې. info
التفاسير: