क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - अनुवाद अग्रदूत केंद्र

पृष्ठ संख्या:close

external-link copy
187 : 2

اُحِلَّ لَكُمْ لَیْلَةَ الصِّیَامِ الرَّفَثُ اِلٰی نِسَآىِٕكُمْ ؕ— هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَاَنْتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ ؕ— عَلِمَ اللّٰهُ اَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُوْنَ اَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَیْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ ۚ— فَالْـٰٔنَ بَاشِرُوْهُنَّ وَابْتَغُوْا مَا كَتَبَ اللّٰهُ لَكُمْ ۪— وَكُلُوْا وَاشْرَبُوْا حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَكُمُ الْخَیْطُ الْاَبْیَضُ مِنَ الْخَیْطِ الْاَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ۪— ثُمَّ اَتِمُّوا الصِّیَامَ اِلَی الَّیْلِ ۚ— وَلَا تُبَاشِرُوْهُنَّ وَاَنْتُمْ عٰكِفُوْنَ فِی الْمَسٰجِدِ ؕ— تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ فَلَا تَقْرَبُوْهَا ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ اٰیٰتِهٖ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟

تاسي لپاره د روژې په شپو كې خپلو مېرمنو سره يو ځاى كېدل (جماع کول) حلال کړل شوي دي، هغوی ستاسي جامې (لباس) دي او تاسي د هغوی لباس یاست، الله ته څرګنده ده چې تاسي په پټه له خپلو ځانونو سره خيانت کوئ؛ پس ستاسي له ګناه نه تېر شو او ویې بخښلئ، نو اوس له خپلو ښځو سره یوځای کېږئ (د روژی په شپو کې) او له الله نه هغه څه وغواړئ چې تاسي ته یې لیکلي دي. خورئ، څښئ تر هغه وخته چې د شپې د تروږمۍ له تورې ليكې نه مو (د سهار) سپینه کرښه (خط) تر سترګو شي. بیا تر شپې پورې خپله روژه بشپړه (پوره) کړئ او کله چې په جوماتونو کې اعتکاف کوئ نو (بیا) خپلو ښځو ته مه نږدې کېږئ (په جماع سره). دا احکام او حدود د الله تعالی دي، نو دې ته مه نږدې کېږئ (چې هغه مات کړئ) هم داسې (لکه چې دا یې درته بیان کړل) بیانوي الله تعالی خپل آیتونه د خلکو لپاره تر څو دوی تقوا غوره کړي. info
التفاسير:

external-link copy
188 : 2

وَلَا تَاْكُلُوْۤا اَمْوَالَكُمْ بَیْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوْا بِهَاۤ اِلَی الْحُكَّامِ لِتَاْكُلُوْا فَرِیْقًا مِّنْ اَمْوَالِ النَّاسِ بِالْاِثْمِ وَاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟۠

او تاسي په خپلو كې يو د بل مال په ناروا توګه مه خورئ او مه حاکمانو ته دا مال د دې لپاره ورکوئ چې ستاسي یوه ډله په ناروا سره د خلکو مالونه وخوري، سره له دې چې تاسي پوهېږئ (چې دا ظلم دی). info
التفاسير:

external-link copy
189 : 2

یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْاَهِلَّةِ ؕ— قُلْ هِیَ مَوَاقِیْتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ ؕ— وَلَیْسَ الْبِرُّ بِاَنْ تَاْتُوا الْبُیُوْتَ مِنْ ظُهُوْرِهَا وَلٰكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقٰی ۚ— وَاْتُوا الْبُیُوْتَ مِنْ اَبْوَابِهَا ۪— وَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟

خلك له تا څخه (اې پیغمبره!) د نویو میاشتو (سپوږمۍ د نرۍ كېدو او غټېډو) په اړه پوښتنه كوي، ته دوی ته ووایه: چې دا د خلكو لپاره د نېټې (تاریخونو) او د حج نښانې دي او نېکي دا نه ده چې تاسې خپلو کورونو ته د شا له لوري راشئ، بلکې نېکي داده چې (له الله تعالی څخه) و وېرېږئ او خپلو کورونو ته د دروازو له لورې راشئ، نو له الله وېره وکړئ، کېدای شئ چې بریالي شئ. info
التفاسير:

external-link copy
190 : 2

وَقَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ الَّذِیْنَ یُقَاتِلُوْنَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُعْتَدِیْنَ ۟

او (اې مؤمنانو!) د الله تعالی په لار کې وجنګېږئ له هغو کسانو سره چې له تاسي سره جګړه کوي، او تېرى مه كوئ، ځکه چې الله تېري كوونكي نه خوښوي. info
التفاسير: