क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद

पृष्ठ संख्या:close

external-link copy
104 : 5

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا اِلٰی مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَاِلَی الرَّسُوْلِ قَالُوْا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا ؕ— اَوَلَوْ كَانَ اٰبَآؤُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ شَیْـًٔا وَّلَا یَهْتَدُوْنَ ۟

او کله چې وویل شي په الله تعالی باندې دروغ تړونکو خلکو ته په حراموالي د بعضو څاریو: راشئ هغه څه ته چې الله تعالی رالیږلي د قران کریم نه، او راشئ د پیغمبر –صلی الله علیه وسلم- سنتو ته چې حلال او حرام وپیژنئ، وايي دوی: بس دي مونږ لره هغه عقاید، ویناګانې او کارونه چې مونږ اخیستي د خپلو مشرانو نه، څرنګه دوی لره دا کافي دی او حال دا چې د دوی مشران په هیڅ شي باندې نه پوهیدل، او نه یې چاته د حق لاره ورښودله؟! نو د دوی تابعداري نه کوي مګر هغه څوک چې د دوی نه هم ډیر ناپوهه وي او ډیر ګمراه وي په اعتبار د لارې سره، نو بس دوی ناپوهه او ګمراهان دي. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا عَلَیْكُمْ اَنْفُسَكُمْ ۚ— لَا یَضُرُّكُمْ مَّنْ ضَلَّ اِذَا اهْتَدَیْتُمْ ؕ— اِلَی اللّٰهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِیْعًا فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! لازم ده پر تاسو باندې د خپل ځان ذمه واري نو تاسو خپل ځانونه برابر کړئ په کولو د هغه څه چې اصلاح کوي یي، ضرر نه درسوي تاسو ته هغه څوک چې ګمراه شوي وي د خلکو نه او ستاسو دعوت یې نه وي قبول کړی، کله چې تاسو په سمه لار روان یاست، او ستاسو د هدایت نه دا دي چې امر په نیکیو او منع له بدیو وکړئ، یوازې الله تعالی ته ستاسو ورګرځیدل دي په ورځ د قیامت، نو خبر به درکړي تاسو ته په هغه څه چې تاسو کول په دنیا کې، او په هغه به درله بدله درکړي. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا شَهَادَةُ بَیْنِكُمْ اِذَا حَضَرَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ حِیْنَ الْوَصِیَّةِ اثْنٰنِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنْكُمْ اَوْ اٰخَرٰنِ مِنْ غَیْرِكُمْ اِنْ اَنْتُمْ ضَرَبْتُمْ فِی الْاَرْضِ فَاَصَابَتْكُمْ مُّصِیْبَةُ الْمَوْتِ ؕ— تَحْبِسُوْنَهُمَا مِنْ بَعْدِ الصَّلٰوةِ فَیُقْسِمٰنِ بِاللّٰهِ اِنِ ارْتَبْتُمْ لَا نَشْتَرِیْ بِهٖ ثَمَنًا وَّلَوْ كَانَ ذَا قُرْبٰی ۙ— وَلَا نَكْتُمُ شَهَادَةَ ۙ— اللّٰهِ اِنَّاۤ اِذًا لَّمِنَ الْاٰثِمِیْنَ ۟

ای د ایمان والاو! کله چې نزدې شي مرګ د یو کس ستاسو نه په ښکاره کیدلو د نښو د مرګ، نو ګواه دې کړي په خپل وصیت باندې دوه انصاف داره کسان د مسلمانانو نه او یا دوه کسان د کافرانو نه د ضرورت په وخت کې کله چې د دې دواړو نه پغیر نور څوک مسلمانان نه وي، که چیرته تاسو سفر کوئ او تاسو ته مرګ راشي، او که چیرته د دوی په ګواهۍ کې شک راپیداشو نو ودروئ دواړو لره وروسته د یو لمانځه نه، نو قسم به وکړي په الله تعالی باندې: چې نه خرڅوي دوی خپله برخه د الله تعالی له طرفه په څه عوض باندې، او خاطر نه کوي په دې سره د خپلوان، او نه پټوي ګواهي د الله تعالی چې د دوی سره ده، او که چیرته دې دواړو دا کار وکړ نو دا دواړه به د ګناهګارانو او د الله تعالی د نافرمانانو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 5

فَاِنْ عُثِرَ عَلٰۤی اَنَّهُمَا اسْتَحَقَّاۤ اِثْمًا فَاٰخَرٰنِ یَقُوْمٰنِ مَقَامَهُمَا مِنَ الَّذِیْنَ اسْتَحَقَّ عَلَیْهِمُ الْاَوْلَیٰنِ فَیُقْسِمٰنِ بِاللّٰهِ لَشَهَادَتُنَاۤ اَحَقُّ مِنْ شَهَادَتِهِمَا وَمَا اعْتَدَیْنَاۤ ۖؗ— اِنَّاۤ اِذًا لَّمِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

نو که چیرته ښکاره شو وروسته د قسم خوړلو نه دروغ د دې دواړو په ګواهۍ او یا قسم کې، اویا د دې دواړو خیانت ښکاره شو، نو ګواهي دې وکړي او یا دې قسم وکړي دوه کسان چې ودریږي به د دې دواړو په ځای باندې د نزدې خلکو نه دې مړي ته په هغه خبره چې هغه حق وي، نو قسم به کوي په الله تعالی باندې چې خامخا ګواهي زمونږه د دوی په دروغو باندې او خیانت باندې ډیره حقه ده د دوی د ګواهۍ نه په رښتیا او امانت دارۍ د دې دواړو نه، او مونږ په دروغو باندې قسم نه دی کړی، مونږه چې یو یقینا که چیرته ګواهي وکړو په دروغو سره نو خامخا مونږ به د ظالمانو له ډلې نه یو هغه چې د الله تعالی د پولو نه تیریدونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 5

ذٰلِكَ اَدْنٰۤی اَنْ یَّاْتُوْا بِالشَّهَادَةِ عَلٰی وَجْهِهَاۤ اَوْ یَخَافُوْۤا اَنْ تُرَدَّ اَیْمَانٌ بَعْدَ اَیْمَانِهِمْ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاسْمَعُوْا ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠

دغه بیانه شوې طریقه د قسم ورکولو نه ګواهانو ته د لمانځه نه وروسته کله چې شک وي د دې داوړو په ګواهۍ کې، او د رد کولو د ګواهۍ د دوی نه، ډیره نږدې ده د راتګ د دوی په ګواهۍ سره په شرعې طریقې د ګواهۍ کولو، نو نه به اړوي دوی ګواهۍ لره او نه به یې بدلوي او نه به خیانت کوي، او ډیره نږدې ده دې خبرې ته چې وویریږي د دې نه چې وبه ګرځې قسمونه د وارثانو وروسته د دوی د قسمونو نه، نو دوی به قسم کوي په خلاف د هغه څه چې دوی پرې ګواهي ورکړي نو رسوا به شي، او وویریږئ د الله تعالی نه په پریښودلو د دروغو او خیانت سره په ګواهۍ او قسم کې، او واورئ هغه څه چې تاسو ته پرې امر شوی داسې اوریدل چې قبلیدل ورسره مل وي، او بیشکه الله تعالی توفیق نه ورکوي د هغه د طاعت نه وتونکو خلکو ته. info
التفاسير:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• إذا ألزم العبد نفسه بطاعة الله، وأمر بالمعروف ونهى عن المنكر بحسب طاقته، فلا يضره بعد ذلك ضلال أحد، ولن يُسْأل عن غيره من الناس، وخاصة أهل الضلال منهم.
کله چې یو بنده خپل ځان د الله تعالی طاعت او تابعدارۍ باندې برابر کړ، او په نیکو یې امر وکړ او د بدو نه یې خلک بند کړل د خپل وس په اندازه، نو هیڅ ضرر نشي رسولی ده ته وروسته د دې نه ګمراهي د هیچا، او تپوس به نشي کیدلی د ده نه د نورو خلکو باره کې، او خاصکر د ګمراهانو خلکو باره کې. info

• الترغيب في كتابة الوصية، مع صيانتها بإشهاد العدول عليها.
وصیت لیکنې ته د خلکو هڅول، او دا چې وصیت باید د عادلو او منصفو خلکو په ګواهۍ ورکولو سره له هر ډول لاسوهنې وساتل شي. info

• بيان الصورة الشرعية لسؤال الشهود عن الوصية.
د ګواهانو څخه د وصیت باره کې د پوښتنې کولو د شرعي طریقې بیان. info