क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद

external-link copy
77 : 43

وَنَادَوْا یٰمٰلِكُ لِیَقْضِ عَلَیْنَا رَبُّكَ ؕ— قَالَ اِنَّكُمْ مّٰكِثُوْنَ ۟

د دوزخ څوکيدار مالک ته به په دې ويلو آواز وکړي: ای مالکه، ستا پالونکی دې موږ مړه کړي، نو موږ به له عذابه په آرامه شو، مالک به په خپله وينا ځواب ورکړي: بېشکه تاسو په عذاب کې تل پاتې کېدونکي ياست نه مړه کېږئ او نه عذاب درڅخه پرې کيږي. info
التفاسير:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• كراهة الحق خطر عظيم.
د حق بد ګڼلو خطر لوی دی. info

• مكر الكافرين يعود عليهم ولو بعد حين.
د کافرانو چل پر هغوی ورګرځي که څه هم له يوې مودې وروسته وي. info

• كلما ازداد علم العبد بربه، ازداد ثقة بربه وتسليمًا لشرعه.
هر کله چې د بنده پوهه د خپل پالونکي په اړه زياتيږي، نو همدومره يې پر خپل پالونکي باور او د هغه شريعت ته غاړه اېښودل زياتيږي. info

• اختصاص الله بعلم وقت الساعة.
د قيامت د وخت پوهه تر الله پورې ځانګړې ده. info