क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद

external-link copy
59 : 43

اِنْ هُوَ اِلَّا عَبْدٌ اَنْعَمْنَا عَلَیْهِ وَجَعَلْنٰهُ مَثَلًا لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

د مريم زوی عيسی يوازې د الله له بندګانو يو بنده دی چې موږ پر هغه د نبوت او رسالت پېرزوينه کړې ده، او هغه مو د بني اسرائيلو لپاره بېلګه ګرځولی چې د الله پر قدرت استدلال پرې کوي کله يې چې هغه پرته له پلاره پيداکړ، لکه څنګه يې چې آدم پرته له مور او پلاره پيداکړی. info
التفاسير:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• نَكْث العهود من صفات الكفار.
د ژمنو ماتول د کافرانو له صفتونو څخه دي. info

• الفاسق خفيف العقل يستخفّه من أراد استخفافه.
فاسق سړی سپک عقل والا وي هر څوک چې يې سپکاوی وغواړي سپکوي يې. info

• غضب الله يوجب الخسران.
د الله غوسه زيان را منځته کوي. info

• أهل الضلال يسعون إلى تحريف دلالات النص القرآني حسب أهوائهم.
د لارورکۍ څښتنان د خپلو هوسونو سره سم د قرآني نص د دلالتونو د بدلولو لوري ته هڅه کوي. info