क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद

पृष्ठ संख्या:close

external-link copy
122 : 3

اِذْ هَمَّتْ طَّآىِٕفَتٰنِ مِنْكُمْ اَنْ تَفْشَلَا ۙ— وَاللّٰهُ وَلِیُّهُمَا ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟

یاد کړه -ای پیغمبره- هغه څه چې واقع شوي و دوو ډلو مومنانو ته د -بني سلمه او بني حارثه- څخه کله چې هغوی کمزوري ښکاره کړه، او د بیرته واپس کیدو هوډ یې وکړ، کله چې منافقان بیرته وګرځیدل، او الله تعالی مرسته وکړه د دوی سره چې کلک یې کړل په جنګ کولو او راویې ګرځول د هغه څه نه چې دوی یې قصد کړی و، او په ټولو حالاتو کې دې مؤمنان یواځې په الله تعالی باور وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 3

وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّٰهُ بِبَدْرٍ وَّاَنْتُمْ اَذِلَّةٌ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او یقینا الله تعالی ستاسو مرسته کړې وه د مشرکینو پر خلاف د بدر په جنګ کې؛ حال دا چې تاسو کمزوري ګڼل کیدلئ او دا ځکه چې ستاسو عدد او د جنګ آلات کم وو، نو بس تاسو د الله تعالی څخه وویریږئ ددې لپاره چې تاسو د هغه د نعمتونو شکر ادا کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 3

اِذْ تَقُوْلُ لِلْمُؤْمِنِیْنَ اَلَنْ یَّكْفِیَكُمْ اَنْ یُّمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلٰثَةِ اٰلٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُنْزَلِیْنَ ۟ؕ

یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې تا مومنانو ته ویل پداسې حال کې چې تا هغوی د جنګ بدر په میدان کې مضبوطول وروسته د هغه نه چې هغوی اوریدلی وو چې مشرکانو ته به مرسته راځي. آیا تاسو لره دا بس ندي چې الله تعالی ستاسو مرسته وکړي په درې زره ملایکو سره چې له اسمان څخه رالیږلی شوې وې د الله تعالی له طرفه د دې لپاره چې تاسو د جنګ په میدان کې مضبوط شئ. info
التفاسير:

external-link copy
125 : 3

بَلٰۤی ۙ— اِنْ تَصْبِرُوْا وَتَتَّقُوْا وَیَاْتُوْكُمْ مِّنْ فَوْرِهِمْ هٰذَا یُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ اٰلٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُسَوِّمِیْنَ ۟

ولی نه! دا ستاسو لپاره بس کیږی. او ستاسو لپاره د الله تعالی له طرفه د مرستې یو بل زیری دی: که چیرته تاسو په جنګ باندې صبر وکړ او د الله تعالی څخه وویریدئ، او ستاسو دښمنانو ته مرسته راشي په همدغه وخت کې چې ستاسو طرف ته په تلوار سره راروان وي، که چیرته دا کار وشو ستاسو رب به ستاسو مرسته په پنځه زره ملایکو وکړي چې په خپلو ځانونو او آسونو به یې د جنګ ښکاره نښې لګولې وي. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 3

وَمَا جَعَلَهُ اللّٰهُ اِلَّا بُشْرٰی لَكُمْ وَلِتَطْمَىِٕنَّ قُلُوْبُكُمْ بِهٖ ؕ— وَمَا النَّصْرُ اِلَّا مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟ۙ

او الله تعالی ندی ګرځولی دا کومک او مرسته د ملایکو په واسطه مګر ستاسو لپاره د خوشحالۍ خبر، چې ستاسو زړونه پرې مطمئن شي، او که دا نه وي نو بیشکه حقیقي غلبه یواځې په ظاهري اسبابو سره نه ده، بلکه یقینا حقیقي غلبه د الله تعالی له طرفه ده چې زورور دی هیڅوک پري نه شې غالبه کیدلی، حکمت والا دی په خپل تقدیر او خپل شریعت کې. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 3

لِیَقْطَعَ طَرَفًا مِّنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَوْ یَكْبِتَهُمْ فَیَنْقَلِبُوْا خَآىِٕبِیْنَ ۟

دا غلبه چې د بدر په غزا کې تاسو ته الله تعالی درکړه پدې سره الله تعالی غوښتل چې هلاکه کړي یوه ډله د هغو کسانو څخه چې کفر یې کړی؛ په قتل سره، او ذلیله کړي بله ډله د کافرانو، او غوصه کړي دوی په ناکامۍ د دوی سره، نو پس واپس به شي مکې ته په ناکامۍ او ذلت سره. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 3

لَیْسَ لَكَ مِنَ الْاَمْرِ شَیْءٌ اَوْ یَتُوْبَ عَلَیْهِمْ اَوْ یُعَذِّبَهُمْ فَاِنَّهُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟

هر کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مشرکانو مشرانو ته د هلاکت دعا وکړه وروسته د هغه حالت نه چې په احد جنګ کې رامنځ ته شو؛ الله رب العزت ورته وویل: تا لره د دوی د اختیار نه هیڅ شی نشته، بلکه ټول اختیار خاص الله تعالی لره دی، نو پس ته صبر وکړه تر دې چې الله تعالی ستاسو تر منځ فیصله وکړي، او یا الله تعالی هغوی ته د توبې توفیق ورکړي نو پس اسلام به قبول کړي، او یا به په خپل کفر باندې همیشوالی وکړي نو الله تعالی به ورته عذاب ورکړي، بیشکه چې دوی په دغه وخت کې ظالمان دي د عذاب مستحق (وړ) دي. info
التفاسير:

external-link copy
129 : 3

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

او خاص د الله تعالی په اختیار کې دي هر هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هر هغه څه چې په ځمکه کې دي؛ که پیدایښت دی او که تدبیر د دوی د کارونو، بخښی ګناهونه چاته چې وغواړي د خپلو بندګانو څخه په خپل رحمت سره، او عذاب ورکوي چاته چې وغواړي په خپل عدل سره، او الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي د خپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغوی باندې. info
التفاسير:

external-link copy
130 : 3

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَاْكُلُوا الرِّبٰۤوا اَضْعَافًا مُّضٰعَفَةً ۪— وَّاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟ۚ

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی باندې او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، د سود اخیستلو څخه ځان وساتئ چې زیات چندونه اخلئ د خپل هغه رأس المال څخه چې تاسو قرض ورکړی وي، لکه څرنګه به چې د جاهلیت والاو کول، او وویریږئ له الله تعالی څخه د هغه د حکمونو په عملي کولو سره او د هغه د منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، د دې لپاره چې تاسو حاصل کړئ هغه خیر چې تاسو يې په دنیا او اخرت کې غواړئ. info
التفاسير:

external-link copy
131 : 3

وَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِیْۤ اُعِدَّتْ لِلْكٰفِرِیْنَ ۟ۚ

ستاسو او د هغه اور تر منځ چې الله تعالی د کافرانو لپاره تیار کړی دی د ژغورلو یوه ذریعه وګرځوئ؛ او هغه دا چې نیک عملونه وکړئ او له حرامو څخه ځان وساتئ. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 3

وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟ۚ

او د الله او د رسول پيروي وکړئ د هغوی د اوامرو په منلو او له منهیاتو یې په ځان ژغورلو سره، ښایې د الله رحمت په دنیا او اخرت کې لاسته راوړئ. info
التفاسير:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• مشروعية التذكير بالنعم والنقم التي تنزل بالناس حتى يعتبر بها المرء.
مشروعیت او جواز د پند ورکولو په یادولو د نعمتونو او هغو عذابونو چې په خلکو باندې راځي د دې لپاره چې انسان ترې عبرت واخلي. info

• من أعظم أسباب تَنَزُّل نصر الله على عباده ورحمته ولطفه بهم: التزامُ التقوى، والصبر على شدائد القتال.
په خپلو بندګانو باندې د الله تعالی د نصرت نازلیدلو او په هغوی باندې د رحم او مهربانۍ کولو د غټو سببونو څخه دا دي: همیشه د الله تعالی څخه ویره کول، او د جنګ په سختیو باندې صبر کول دي. info

• الأمر كله لله تعالى، فيحكم بما يشاء، ويقضي بما أراد، والمؤمن الحق يُسَلم لله تعالى أمره، وينقاد لحكمه.
اختیار د ټولو کارونو خاص الله تعالی لره دی، نو بس حکم کوي په څه چې يې وغواړي، او کوي څه چې وغواړي، او ریښتونی مومن د الله تعالی امر ته غاړه ږدي، او د هغه فیصلې ته تسلمیږي. info

• الذنوب - ومنها الربا - من أعظم أسباب خِذلان العبد، ولا سيما في مواطن الشدائد والصعاب.
ګناهونه -او د هغې څخه سود دی- د انسان د شرمندګۍ او د ذلت له لویو لاملونو څخه دي، او خاصکر د سختیو او تکلیفونو په ځایونو کې. info

• مجيء النهي عن الربا بين آيات غزوة أُحد يشعر بشمول الإسلام في شرائعه وترابطها بحيث يشير إلى بعضها في وسط الحديث عن بعض.
له سود څخه د نهي راتګ د احد د غزا د آیتونو په منځ کې دې خبرې ته اشاره کوي چې اسلام په خپلو حکمونو او د هغو - آيتونو - په تړاو کې بشپړ دی، په داسې ډول چې د خبرې په منځ کې ځينې يې ځينو ته اشاره کوي. info