क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद

external-link copy
31 : 25

وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِیٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِیْنَ ؕ— وَكَفٰی بِرَبِّكَ هَادِیًا وَّنَصِیْرًا ۟

ای رسوله! لکه څنګه چې ته د خپل قوم لخوا له کړاو او له خپلې لارې د ايسارولو سره مخ شوې، همدارنګه مو له مخکېنيو انبياوو څخه د هر نبي لپاره د هغه له ګناهکار قوم څخه دښمن ګرځولی و، پالونکی دې د لارښوونکي په توګه بسنه کوي چې حق ته لارښوونه کوي او د مرستندوی په توګه بسنه کوي چې د دښمن پر خلاف دې مرسته کوي. info
التفاسير:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• الكفر مانع من قبول الأعمال الصالحة.
کفر د ښو اعمالو د قبلېدو خنډ دی. info

• خطر قرناء السوء.
د ناوړه ملګرو دملګرتيا خطر. info

• ضرر هجر القرآن.
د قرآن د پرېښودلو زيان. info

• من حِكَمِ تنزيل القرآن مُفَرّقًا طمأنة النبي صلى الله عليه وسلم وتيسير فهمه وحفظه والعمل به.
د قرآن په بېل بېل نازلولو کې يو حکمت د نبي صلی الله عليه وسلم ډاډګېرنه، پر قرآن د پوهاوي، يادولو او پر هغه د عمل کولو آساتيا ده. info