क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद

पृष्ठ संख्या:close

external-link copy
43 : 14

مُهْطِعِیْنَ مُقْنِعِیْ رُءُوْسِهِمْ لَا یَرْتَدُّ اِلَیْهِمْ طَرْفُهُمْ ۚ— وَاَفْـِٕدَتُهُمْ هَوَآءٌ ۟ؕ

کله چې خلک له قبرونو يې را پورته شي بلونکي ته منډې وهونکي وي، سرونه يې پورته نيولي وي له وېرې آسمان ته ګوري، هغوی ته يې سترګې نه ورګرځي، بلکې د هغه څه له وېرې شخې (سيخې) پاتې وي چې ويني به يې، زړونه يې خالي وي عقل پکښې نه وي او نه د حالت له وېرې پوهاوی وي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 14

وَاَنْذِرِ النَّاسَ یَوْمَ یَاْتِیْهِمُ الْعَذَابُ فَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا رَبَّنَاۤ اَخِّرْنَاۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ۙ— نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ ؕ— اَوَلَمْ تَكُوْنُوْۤا اَقْسَمْتُمْ مِّنْ قَبْلُ مَا لَكُمْ مِّنْ زَوَالٍ ۟ۙ

ای رسوله! امت دې د قيامت د ورځې د الله له سزا ووېروه، په دغه وخت کې به هغه کسان چې پر الله د کفر او پر هغه د شرک له امله يې پرځانو ظلم کړی ووايي: ای زموږ پالونکيه! مهلت راکړه، له موږ سزا وروسته کړه او دنيا ته مو د لږې مودې لپاره بېرته ولېږه پر تا به ايمان راوړو، د هغو رسولانو پيروي به وکړو چې موږ ته دې رالېږلي؛ نو هغوی ته به د ملامتيا په توګه ځواب ورکړل شي: آيا تاسو د دنيا په ژوند کې لوړه نه وه کړې چې تاسو لره لېږد نشته د دنيا له ژوند څخه آخرت ته، له مرګ وروسته له بېرته پاڅېدو نټه کوونکي وئ. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 14

وَّسَكَنْتُمْ فِیْ مَسٰكِنِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَتَبَیَّنَ لَكُمْ كَیْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْاَمْثَالَ ۟

او تاسو کوز شوئ د پخوانيو هغو امتونو په هستوګنځيو کې چې پر خپلو ځانو پر الله د کفر له امله ظلم کوونکي وو، لکه د هود قوم او صالح قوم او تاسوته څرګنده شوه هغه تباهي چې پر هغوی مو راوستې وه، په کتاب کې مو تاسو ته بېلګې بيان کړې ترڅو پند واخلئ خو تاسو له هغو پند وانخيست. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 14

وَقَدْ مَكَرُوْا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللّٰهِ مَكْرُهُمْ ؕ— وَاِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُوْلَ مِنْهُ الْجِبَالُ ۟

او بېشکه د ظالمو امتونو په هستوګنځيو کې دغو اوسېدونکو چلونه په کار واچول د نبي محمد صلی الله عليه وسلم د وژلو او د هغه د بلنې پای ته رسولو لپاره، الله د هغوی په تدبير پوهيږي له هغه هيڅ پټ ندي، د دغو خلکو تدبير کمزوی دی، هغه نه غر او نه بل څه لرې کولی شي د خپلې کمزوۍ له امله، په خلاف د الله د تدبيره د هغوی لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 14

فَلَا تَحْسَبَنَّ اللّٰهَ مُخْلِفَ وَعْدِهٖ رُسُلَهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ ۟ؕ

نو هيڅکله ای رسوله دا ګمان مه کوه چې هغه الله چې له خپلو رسولانوسره يې د مرستې او د دين څرګندولو ژمنه کړې ده، پرځای کوونکی ندی د هغې ژمنې چې له خپلو رسولانو سره يې کړې ده، بېشکه الله برلاسی دی هيڅ شی نشي پرې برلاسی کېدلی او ژر به خپل دوستان پیاوړي کړي، له خپلو دښمنانو او د خپلو رسولانو له دوښمنانو سخت غچ اخېستونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 14

یَوْمَ تُبَدَّلُ الْاَرْضُ غَیْرَ الْاَرْضِ وَالسَّمٰوٰتُ وَبَرَزُوْا لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ۟

له کافرانو دغه غچ اخستل به په هغه ورځ ترسره کيږي چې قيامت رامنځته شي په کومه ورځ چې دغه ځمکه په بله سپينه پاکه ځمکه بدله کړل شي او اسمانونه په نورو آسمانونو بدل کړل شي، خلک له خپلو قبرونو خپل بدنونه او کړنې څرګندې کړي د هغه الله په مخکې د درېدو لپاره چې په پاچايۍ او لويۍ کې يوازې دی، برلاسی دی پر هرڅه برلاسی کيږي پرده څوک نشي برلاسی کېدلی، غالبيږي او مغلوبيږي نه. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 14

وَتَرَی الْمُجْرِمِیْنَ یَوْمَىِٕذٍ مُّقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ ۟ۚ

او ای رسوله! په هغه ورځ چې ځمکه په بله ځمکه بدله کړل شي او آسمانونه بدل کړل شي، ته به وينې کافران او مشرکان چې ځينې به له ځينو سره په ولچکو تړل شوي وي، لاسونه او پښې به يې په زولنو غاړوته ورنېږدې کړل شوي وي، او هغه جامې چې اغوندي يې له نانزړو به وي ( دا يوه سخته اور بلوونکې ماده ده) له ترېوو مخونو به يې اور پورته کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 14

سَرَابِیْلُهُمْ مِّنْ قَطِرَانٍ وَّتَغْشٰی وُجُوْهَهُمُ النَّارُ ۟ۙ

او ای رسوله! په هغه ورځ چې ځمکه په بله ځمکه بدله کړل شي او آسمانونه بدل کړل شي، ته به وينې کافران او مشرکان چې ځينې به له ځينو سره په ولچکو تړل شوي وي، لاسونه او پښې به يې په زولنو غاړوته ورنېږدې کړل شوي وي، او هغه جامې چې اغوندي يې له نانزړو به وي ( دا يوه سخته اور بلوونکې ماده ده) له ترېوو مخونو به يې اور پورته کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 14

لِیَجْزِیَ اللّٰهُ كُلَّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟

تر څو الله هر نفس ته د هغه خیر او شر بدله ورکړي چې کړي يې دي، بېشکه الله د اعمالو ژر حساب اخېستونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 14

هٰذَا بَلٰغٌ لِّلنَّاسِ وَلِیُنْذَرُوْا بِهٖ وَلِیَعْلَمُوْۤا اَنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ وَّلِیَذَّكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟۠

دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن د الله لخوا خلکو ته يو اعلان دی، له هغې وېرونې او سخت وعيد څخه دې ووېريږي چې پکې دي او پوه دې شي چې په حقه معبود يوازې الله دی؛ نو د هغه عبادت دې وکړي له هغه سره دې هيڅوک نه شريکوي، د سالمو عقلونو څښتنان دې له دې پند او عبرت واخلي، ځکه هغوی داسې کسان دي چې له نصيحتونو او پندونو ګټه پورته کوي. info
التفاسير:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• تصوير مشاهد يوم القيامة وجزع الخلق وخوفهم وضعفهم ورهبتهم، وتبديل الأرض والسماوات.
د قيامت د ورځې د ليدو انځور او د مخلوق ډار، د هغوی وېره، کمزوري او ورخطايي يې، د ځمکې او اسمانونو بدلېدل. info

• وصف شدة العذاب والذل الذي يلحق بأهل المعصية والكفر يوم القيامة.
د سزا د سختوالي او هغې رسوايۍ بیان چې د قيامت په ورځ ګناهګار او کافر ته رسېږي. info

• أن العبد في سعة من أمره في حياته في الدنيا، فعليه أن يجتهد في الطاعة، فإن الله تعالى لا يتيح له فرصة أخرى إذا بعثه يوم القيامة.
دا چې بنده د دنيا په ژوند کې په خپل کار کې خپلواکه وي؛ نو پر هغه لازمه ده چې په پيروۍ کې کوښښ وکړي، ځکه الله تعالی بل فرصت چاته نه ورکوي کله يې چې د قيامت په ورځ راپاڅوي. info