કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ

પેજ નંબર:close

external-link copy
27 : 67

فَلَمَّا رَاَوْهُ زُلْفَةً سِیْٓـَٔتْ وُجُوْهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَقِیْلَ هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تَدَّعُوْنَ ۟

نو کله چې عذاب او قیامت نژدې وویني نو د کافرانو مخونه به خورا په بدشکل واوړي.او ورته به وویله شي چې:دا هغه څه دي چې تاسې به یي هر وخت غوښتنه کوله. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 67

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَهْلَكَنِیَ اللّٰهُ وَمَنْ مَّعِیَ اَوْ رَحِمَنَا ۙ— فَمَنْ یُّجِیْرُ الْكٰفِرِیْنَ مِنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟

ای محمده!ووایه پدې مې پ،ه کړئ که الله ما او زما ملګري هلاک او یا رحم را باندې وکړي نو کافران به څوک له دردناک عذاب څخه وژغوري؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 67

قُلْ هُوَ الرَّحْمٰنُ اٰمَنَّا بِهٖ وَعَلَیْهِ تَوَكَّلْنَا ۚ— فَسَتَعْلَمُوْنَ مَنْ هُوَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

ای محمده! ووایه چې زمونږ رب مهربان دی مونږ پرې ایمان راوړی او توکل مو پرې کړی ډیر ژر به تاسې پوه شئ چې څوک ښکاره لار ورکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 67

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَصْبَحَ مَآؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ یَّاْتِیْكُمْ بِمَآءٍ مَّعِیْنٍ ۟۠

ای محمده!ووایه پدې مې پوه کړئ که ستاسې اوبه په ځمکه کې ښکته لاړې شي نو څوک شته چې روانې او خوږې اوبه درته راولي؟ info
التفاسير: