કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ

نجم

external-link copy
1 : 53

وَالنَّجْمِ اِذَا هَوٰی ۟ۙ

قم پر پریوتونکي ستوري. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 53

مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوٰی ۟ۚ

چې ستاسې ملګری محمد نه لار ورکې شوی او نه یې خپل سری کړې. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 53

وَمَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰی ۟ؕۚ

له هواء نه خبرې نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 53

اِنْ هُوَ اِلَّا وَحْیٌ یُّوْحٰی ۟ۙ

بلکې خبرې یي وحي ده چې هغه ته وحي کولی شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 53

عَلَّمَهٗ شَدِیْدُ الْقُوٰی ۟ۙ

هغه ته یوه زورلرونکي او پياوړي ور ښوولي دي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 53

ذُوْ مِرَّةٍ ؕ— فَاسْتَوٰی ۟ۙ

چې د ښکلي بدن او پاخه عقل څښتن دی.بیا ښه جوخت ودرید. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 53

وَهُوَ بِالْاُفُقِ الْاَعْلٰی ۟ؕ

په داسې حال کې چې په لوړو څنډو کې وو. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 53

ثُمَّ دَنَا فَتَدَلّٰی ۟ۙ

بیا محمد ته نژدې او لا پسې ور نژدې شو. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 53

فَكَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ اَوْ اَدْنٰی ۟ۚ

نو د دوه لیند یو په اندازه یا له هغه نه هم ورته نژدې ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 53

فَاَوْحٰۤی اِلٰی عَبْدِهٖ مَاۤ اَوْحٰی ۟ؕ

نو د الله بنده نه یي هغه وحي ورسوله چې رسول یې پر غاړه وو. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 53

مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَاٰی ۟

زړه هغه څه درواغ نه دی بللي چې لیدلي یي وو. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 53

اَفَتُمٰرُوْنَهٗ عَلٰی مَا یَرٰی ۟

ایا له محمد سره د هغه په لیدلو کې جګړه کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 53

وَلَقَدْ رَاٰهُ نَزْلَةً اُخْرٰی ۟ۙ

او هغه جبرائیل د راښکته کیدلو په دوران کې بل ځل لیدلی وو. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 53

عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهٰی ۟

له سدرة المنتها سره یي لیدلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 53

عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَاْوٰی ۟ؕ

هلته جنت وو اخرنی دمه ځای. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 53

اِذْ یَغْشَی السِّدْرَةَ مَا یَغْشٰی ۟ۙ

هغه وخت یې ملائکه ولیده چې د بیرې ونه هغه څه پټه کړې وه چې هغه یي پټوله. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 53

مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغٰی ۟

سترګې نه کږې شوي وي او نه د بل څه لیدلو ته ور تیرې شوې وې. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 53

لَقَدْ رَاٰی مِنْ اٰیٰتِ رَبِّهِ الْكُبْرٰی ۟

په رښتیا یې د خپل رب ډیرې لوی نښې لیدلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 53

اَفَرَءَیْتُمُ اللّٰتَ وَالْعُزّٰی ۟ۙ

ایا تاسې دلات او عزا په هکله فکر کړی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
20 : 53

وَمَنٰوةَ الثَّالِثَةَ الْاُخْرٰی ۟

او هم د هغه بل دریم مناة نومي په هکله؟ info
التفاسير:

external-link copy
21 : 53

اَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْاُ ۟

ایا ستاسې ځامن او د الله لورګانې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 53

تِلْكَ اِذًا قِسْمَةٌ ضِیْزٰی ۟

دا خورا کوږ او بې انصافه ویش دی. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 53

اِنْ هِیَ اِلَّاۤ اَسْمَآءٌ سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَی الْاَنْفُسُ ۚ— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنْ رَّبِّهِمُ الْهُدٰی ۟ؕ

دا بوتان یوازې نومونه دي چې تاسو،او ستاسو پلرونو ایښي دي الله پرې کوم دلیل نه دی نازل کړی.هغوی یوازې د ګومان او هغه څه پسې روان دي چې:نفس یي غواړي.او سره له دې چې د خپل رب له لورې هدایت او ښوونه ورته راغلې. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 53

اَمْ لِلْاِنْسَانِ مَا تَمَنّٰی ۟ؗۖ

ایا د انسان ټولې هیلي[۶]پوره کیږي؟ info

[۶] ـ د هیڅ انسان ټولې غوښتنې نه پوره کیږي پوره یوازې یو الله دی.چې د دنیا او اخرت واکمن دی(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
25 : 53

فَلِلّٰهِ الْاٰخِرَةُ وَالْاُوْلٰی ۟۠

د دنیا او اخرت واکمن یوازې یو الله دی. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 53

وَكَمْ مِّنْ مَّلَكٍ فِی السَّمٰوٰتِ لَا تُغْنِیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا اِلَّا مِنْ بَعْدِ اَنْ یَّاْذَنَ اللّٰهُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَرْضٰی ۟

د اسمانونو ډیرې ملایکې دي چې سپارښت یي هیڅ ګته نه شي رسولای.مګر یوازې هغه وخت سپارښت کولای شي چې الله د هغه چا لپاره اجازه ورکړي چې د الله خوښه او ترې راضي وي. info
التفاسير: