કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ

પેજ નંબર:close

external-link copy
23 : 43

وَكَذٰلِكَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ ۙ— اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّقْتَدُوْنَ ۟

هو! کله هم چې کوم کلي ته ډاروونکی لیږلی نو هوسا خلکو او مشرانو يې په همدې توګه ویلي دي چې: مونږ خپل پلرونه پر یوه دین میندلي دي او مونږ د هغوی پر پلونو تلونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 43

قٰلَ اَوَلَوْ جِئْتُكُمْ بِاَهْدٰی مِمَّا وَجَدْتُّمْ عَلَیْهِ اٰبَآءَكُمْ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟

پیغمبر به ورته ویل: که څه هم ما تاسې ته داسې څه راوړي وي چې ستاسې له هغه دین نه چې پلرونو مو پرې میندلي ښه ښوونه کوي؟ هغه به ځواب وایه چې مونږ هغه څه هیڅکله نه منو چې تاسې پرې رالیږلي شوي یاست. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 43

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟۠

مونږ ترې غچ واخیست نو وګوره چې د درواغ ګټونکو پای څه شوه؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 43

وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖۤ اِنَّنِیْ بَرَآءٌ مِّمَّا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

او هغه را یاد کړه چې ابراهیم خپل پلاراو قوم ته ویلي وو چې زه له هغو خدایانو نه خپله بیزاري اعلانوم چې تاسې يي عبادت کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 43

اِلَّا الَّذِیْ فَطَرَنِیْ فَاِنَّهٗ سَیَهْدِیْنِ ۟

یواې له هغه ذات سره زما تړون دی چې زه يي پیدا کړی یم او هماغه به ما ته ښوونه وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 43

وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِیَةً فِیْ عَقِبِهٖ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او ابراهیم همدا د توحید خبره په خپل ځوځات کې پریښووله ښايې تل حق ته وګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 43

بَلْ مَتَّعْتُ هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی جَآءَهُمُ الْحَقُّ وَرَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟

بلکې ما دغو خلکو او پلرونو ته يې تر هغو دنیوي ګټې ورکړې چې حق او روښانه بیانوونکی رسول راغی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 43

وَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ وَّاِنَّا بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟

او چې حق ورته راغی نو ویي ویل: دا کوډې او جادو دی او مونږ يې نه منو. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 43

وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ عَلٰی رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْیَتَیْنِ عَظِیْمٍ ۟

او ویلي يي چې : دا قران ولې د دغو دوه[۵] کلیو په کوم لوی سړي نازل نه شو؟ info

[۵] هدف د مکې او طائف ښارونه وو چې د مکي مشر عتیة بن ربعة او ولید بن مغیرة او د طائف مشران دعروه بن مسعود، حبیب بن عمرو او کنانة بن عبد عمرو او ابن عبد یالیل څخه عبارت وو( تفسیر ابن کثیر)

التفاسير:

external-link copy
32 : 43

اَهُمْ یَقْسِمُوْنَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ؕ— نَحْنُ قَسَمْنَا بَیْنَهُمْ مَّعِیْشَتَهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِیًّا ؕ— وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟

ایا هغوی ستا د رب رحمت ویشي؟ د دنیوي ژوند وسایل مونږ د هغوی په مینځ کې ویشلي او ځینو نورو لوړ کړي، تر څو یو بل د ځان تابع او مزدور کړي. او ستا د رب رحمت له هغه مال نه ډیر غوره دی چې هغوی يي راټولوي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 43

وَلَوْلَاۤ اَنْ یَّكُوْنَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً لَّجَعَلْنَا لِمَنْ یَّكْفُرُ بِالرَّحْمٰنِ لِبُیُوْتِهِمْ سُقُفًا مِّنْ فِضَّةٍ وَّمَعَارِجَ عَلَیْهَا یَظْهَرُوْنَ ۟ۙ

او که چیرې ددې خبرې ډار نه وای چې ټول خلک به په یو لور ولاړ شي، نو ما به د هغو کسانو چې له رحمن خدای نه کافران کیږي د کورونو چتونه او هغه زینې چې بامونو ته پرې خیژي له سپینو زرو ګرځولی وای. info
التفاسير: