કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર

પેજ નંબર:close

external-link copy
37 : 9

اِنَّمَا النَّسِیْٓءُ زِیَادَةٌ فِی الْكُفْرِ یُضَلُّ بِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُحِلُّوْنَهٗ عَامًا وَّیُحَرِّمُوْنَهٗ عَامًا لِّیُوَاطِـُٔوْا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللّٰهُ فَیُحِلُّوْا مَا حَرَّمَ اللّٰهُ ؕ— زُیِّنَ لَهُمْ سُوْٓءُ اَعْمَالِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟۠

بې شكه دا (د حرامو مياشتو) تاخير په كفر كې (يو بل) زياتوالى دى، چې په دې سره هغه كسان بې لارې كيږي څوك چې كافران شوي، يو كال يې حلالوي، او بل كال يې حراموي، ترڅو د هغو (مياشتو) شمېر پوره كړي چې الله حرامې كړې، نو څه چې الله حرام كړي دوى يې حلالوي، بدې چارې يې ورته ښايسته شوې دي او الله كافرانو خلكو ته سمه لار نه ښايې. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 9

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَا لَكُمْ اِذَا قِیْلَ لَكُمُ انْفِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اثَّاقَلْتُمْ اِلَی الْاَرْضِ ؕ— اَرَضِیْتُمْ بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا مِنَ الْاٰخِرَةِ ۚ— فَمَا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا فِی الْاٰخِرَةِ اِلَّا قَلِیْلٌ ۟

ای مومنانو! په تاسو څه شوي، كله چې درته وويل شي د الله په لار كې ووځئ نو د ځمكې خواته درانه شئ؟ آيا د آخرت په مقابل كې د دنيا په ژوند خوښ ياست؟ نو د آخرت په مقابل كې خو د دنيایي ژوند سامان پرته له يو كم شي نور هېڅ نه دى. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 9

اِلَّا تَنْفِرُوْا یُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۙ۬— وَّیَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوْهُ شَیْـًٔا ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

كه و نه وځئ نو دردناك عذاب به دركړي او ستاسي پر ځاى به يو بل قوم راولي او الله ته به هېڅ ضرر ونه شئ رسولاى او الله خو په هر څه قادر دى. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 9

اِلَّا تَنْصُرُوْهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللّٰهُ اِذْ اَخْرَجَهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ثَانِیَ اثْنَیْنِ اِذْ هُمَا فِی الْغَارِ اِذْ یَقُوْلُ لِصَاحِبِهٖ لَا تَحْزَنْ اِنَّ اللّٰهَ مَعَنَا ۚ— فَاَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلَیْهِ وَاَیَّدَهٗ بِجُنُوْدٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِیْنَ كَفَرُوا السُّفْلٰی ؕ— وَكَلِمَةُ اللّٰهِ هِیَ الْعُلْیَا ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟

كه تاسو يې مرسته ونكړئ نو الله يې هغه وخت لا مرسته كړې وه كله چې هغه كافرانو را ووېستو په داسې حال كې چې د دوو دوهم (كس) و، هغه وخت چې دواړه په سمڅه كې وو، هلته چې خپل ملګري ته يې ويل: مه خپه كېږه، يقيناً الله موږ سره دى, نو الله خپله ډاډينه ورباندې نازله كړه او په هغو لښكرو يې د ده ملاتړ وكړ چې تاسو نه وې ليدلې او د كافرانو وينا يې تيټه كړه او د الله كلمه خو ده اوچته، او الله برلاسى ځيرك دى. info
التفاسير: