કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર

ملک

external-link copy
1 : 67

تَبٰرَكَ الَّذِیْ بِیَدِهِ الْمُلْكُ ؗ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرُ ۟ۙ

ډېر لوی او لوړ دى هغه ذات چې د هغه په لاس کې پاچاهي ده او هغه پر هر شي واکمن دى. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 67

١لَّذِیْ خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَیٰوةَ لِیَبْلُوَكُمْ اَیُّكُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْغَفُوْرُ ۟ۙ

هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پېدا كړ څو تاسي وازمايي چې له تاسې څخه كوم يو د ډېر ښه عمل كوونكى دى. او هغه زورور او بخښونكى دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 67

الَّذِیْ خَلَقَ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا ؕ— مَا تَرٰی فِیْ خَلْقِ الرَّحْمٰنِ مِنْ تَفٰوُتٍ ؕ— فَارْجِعِ الْبَصَرَ ۙ— هَلْ تَرٰی مِنْ فُطُوْرٍ ۟

هغه چې لاندې باندې يې اوه آسمانونه پيدا كړي، ته به د رحمان (الله) په پيدايښت كې هيڅ ګډوډي (بې نظمي) ونه مومې. بيا وګوره، آيا څه نيمګړتيا وينې؟ info
التفاسير:

external-link copy
4 : 67

ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَیْنِ یَنْقَلِبْ اِلَیْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَّهُوَ حَسِیْرٌ ۟

بيا بيا سترګې واړوه ستا نظر به ستومانه نامراده بېرته درستون شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 67

وَلَقَدْ زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِمَصَابِیْحَ وَجَعَلْنٰهَا رُجُوْمًا لِّلشَّیٰطِیْنِ وَاَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِیْرِ ۟

او بېشكه موږ نېږدې آسمان په چراغونو ښکلی كړى او هغه مو د شيطانانو لپاره ويشتونكي ګرځولي او هغوى (کافرانو) ته مو د بل اور عذاب چمتو كړى. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 67

وَلِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟

او هغو کسانو لره چې پر خپل پالونکي يې کفر کړی د دوزخ سزا ده او هغه د ورتـګ ډېر بد ځاى دى. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 67

اِذَاۤ اُلْقُوْا فِیْهَا سَمِعُوْا لَهَا شَهِیْقًا وَّهِیَ تَفُوْرُ ۟ۙ

كله چې دوى پكې وغورځول شي نو غړمبېدل به يې واوري او هغه به خوټيږي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 67

تَكَادُ تَمَیَّزُ مِنَ الْغَیْظِ ؕ— كُلَّمَاۤ اُلْقِیَ فِیْهَا فَوْجٌ سَاَلَهُمْ خَزَنَتُهَاۤ اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَذِیْرٌ ۟

نږدې به وي چې له (ډېرې) غوسې وچوي، هر كله چې كومه ډله پكې وغورځول شي نو څوكيداران به يې وپوښتي چې آيا كوم وېروونكى نه و درغلى؟ info
التفاسير:

external-link copy
9 : 67

قَالُوْا بَلٰی قَدْ جَآءَنَا نَذِیْرٌ ۙ۬— فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ ۖۚ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ كَبِیْرٍ ۟

هغوى به وايي: ولې نه، موږ ته وېروونكى راغلى و خو هغه مو درواغجن وګڼلو او ومو ويل چې الله هيڅ شى نه دي رانازل كړي، تاسې له لويې لار ورکۍ پرته بل څه كې نه ياست. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 67

وَقَالُوْا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ اَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِیْۤ اَصْحٰبِ السَّعِیْرِ ۟

او وايي به: كه موږ اورېدلاى يا پوهېدلاى، (اوس به) په دوزخيانو كې نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 67

فَاعْتَرَفُوْا بِذَنْۢبِهِمْ ۚ— فَسُحْقًا لِّاَصْحٰبِ السَّعِیْرِ ۟

نو (همداسې) هغوى پر خپله ګناه اقرار وكړ، نو تباهي ده دوزخیانو لره. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 67

اِنَّ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ كَبِیْرٌ ۟

په رېښتيا كوم كسان چې پر پټو له خپل پالونکي وېريږي، هغوى لره بخښنه او ستره بدله ده. info
التفاسير: