કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર

પેજ નંબર:close

external-link copy
51 : 56

ثُمَّ اِنَّكُمْ اَیُّهَا الضَّآلُّوْنَ الْمُكَذِّبُوْنَ ۟ۙ

بيا به هرومرو تاسي اې لار وركو درواغ ګڼونكو! info
التفاسير:

external-link copy
52 : 56

لَاٰكِلُوْنَ مِنْ شَجَرٍ مِّنْ زَقُّوْمٍ ۟ۙ

هرومرو د زقوم له ونې خوراک كوونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 56

فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ۚ

او له هغې به د خپلو ګېډو ډكوونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 56

فَشٰرِبُوْنَ عَلَیْهِ مِنَ الْحَمِیْمِ ۟ۚ

بيا به پر هغه (خوراک) د خوټېدونكو اوبو څښونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 56

فَشٰرِبُوْنَ شُرْبَ الْهِیْمِ ۟ؕ

او څښونكي هم د تږو اوښانو غوندي څښاک. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 56

هٰذَا نُزُلُهُمْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ

د قيامت په ورځ د هغوى مېلمستيا همدغه ده! info
التفاسير:

external-link copy
57 : 56

نَحْنُ خَلَقْنٰكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُوْنَ ۟

تاسي (ټول) خو موږ راپيدا كړئ نو ولې باور نه كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
58 : 56

اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تُمْنُوْنَ ۟ؕ

آيا هغه مني ته مو پام كړئ چې تاسي يې څڅوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
59 : 56

ءَاَنْتُمْ تَخْلُقُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الْخٰلِقُوْنَ ۟

آيا تاسي يې پيدا كوئ، كه موږ پيدا كوونكي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
60 : 56

نَحْنُ قَدَّرْنَا بَیْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَ ۟ۙ

(همدا) موږ ستاسو ترمنځ مرګ ټاكلى او موږ له دې څخه عاجز كېدونكي نه يو. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 56

عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ اَمْثَالَكُمْ وَنُنْشِئَكُمْ فِیْ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

چې ستاسو غوندې نور خلک به مو په بدل كې راولو او تاسي به له سره په داسې حالت پيدا كړو چې تاسي نه پرې پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 56

وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْاَةَ الْاُوْلٰی فَلَوْلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

او پرته له شکه تاسو ته خو لومړنی پيدايښت معلوم دى، نو ولې عبرت نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 56

اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَحْرُثُوْنَ ۟ؕ

آيا نو د هغه څه خبر به راكړئ چې تاسي يې كرئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
64 : 56

ءَاَنْتُمْ تَزْرَعُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الزّٰرِعُوْنَ ۟

آيا تاسي يې راشنه كوئ كه موږ يې زرغونوونكي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
65 : 56

لَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنٰهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُوْنَ ۟

كه موږ وغواړو هرومرو به هغه وچ ټوټه ټوټه كړو بيا به (ټوله ورځ) تعجب سره خبرې كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 56

اِنَّا لَمُغْرَمُوْنَ ۟ۙ

چې بېشكه موږ تاواني شولو. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 56

بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟

بلكې موږ بيخې بې برخې يو. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 56

اَفَرَءَیْتُمُ الْمَآءَ الَّذِیْ تَشْرَبُوْنَ ۟ؕ

آيا هغه اوبه مو ليدلې چې (تل) يې تاسو څښئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 56

ءَاَنْتُمْ اَنْزَلْتُمُوْهُ مِنَ الْمُزْنِ اَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُوْنَ ۟

آيا هغه تاسي له ورېځو راتويې كړې دي كه موږ يې را وروونكي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
70 : 56

لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنٰهُ اُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُوْنَ ۟

كه موږ وغواړو هغه به تروې ترخې كړو نو ولې شكر نه باسئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
71 : 56

اَفَرَءَیْتُمُ النَّارَ الَّتِیْ تُوْرُوْنَ ۟ؕ

آيا هغه اور ته مو كتلي چې تاسي يې بلوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 56

ءَاَنْتُمْ اَنْشَاْتُمْ شَجَرَتَهَاۤ اَمْ نَحْنُ الْمُنْشِـُٔوْنَ ۟

آيا تاسي يې ونه راپيدا كړې ده كه موږ يې پيدا كوونكي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
73 : 56

نَحْنُ جَعَلْنٰهَا تَذْكِرَةً وَّمَتَاعًا لِّلْمُقْوِیْنَ ۟ۚ

هغه خو موږ عبرت او د مسافرو لپاره ګټوره ګرځولې ده. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 56

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟

نو د خپل لوى پالونکي په نوم پاکي بيانوه. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 56

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُوْمِ ۟ۙ

نو زه د ستورو د پرېوتلو پر ځايونو قسم كوم. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 56

وَاِنَّهٗ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُوْنَ عَظِیْمٌ ۟ۙ

او كه پوهېږئ دا په رېښتيا لوى قسم دى. info
التفاسير: