કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર

પેજ નંબર:close

external-link copy
36 : 50

وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوْا فِی الْبِلَادِ ؕ— هَلْ مِنْ مَّحِیْصٍ ۟

موږ له دوى نه مخکې ډير داسې قومونه هلاک كړي دي چې له دوى نه ډير زيات زورور وو او ډېر هيوادونه يې لټولي وو، آیا هغوى كوم پناه ځاى وموندلى شو؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 50

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِمَنْ كَانَ لَهٗ قَلْبٌ اَوْ اَلْقَی السَّمْعَ وَهُوَ شَهِیْدٌ ۟

بېشکه په دې كې د هغه چا لپاره عبرت دى چې (روغ) زړه لري يا غوږ نيسي او دى (ښه) حاضر (متوجه) وي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 50

وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ۖۗ— وَّمَا مَسَّنَا مِنْ لُّغُوْبٍ ۟

او بېشكه موږ آسمانونه، ځمكه او څه يې چې ترمنځ دي په شپږو ورځو كې پيدا كړل او څه ستوماني را ونه رسېده. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 50

فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوْبِ ۟ۚ

نو هغوى چې څه وايي پر هغه صبر كوه او د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايه، له لمر ختو مخكې او له لمر لوېدو نه مخكې. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 50

وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاَدْبَارَ السُّجُوْدِ ۟

او د شپې (څه وختونه) يې هم تسبيح وايه او له سجدو (لمنځونو) وروسته هم. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 50

وَاسْتَمِعْ یَوْمَ یُنَادِ الْمُنَادِ مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ

او غوږ ونيسه هغه ورځ چې يو آواز كوونكى له كوم نېږدې ځايه نارې وكړي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 50

یَّوْمَ یَسْمَعُوْنَ الصَّیْحَةَ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُرُوْجِ ۟

كومه ورځ چې هغوى په رېښتيا سره هغه چيغه واوري، همغه د وتلو ورځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 50

اِنَّا نَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَاِلَیْنَا الْمَصِیْرُ ۟ۙ

په رېښتيا موږ ژوندي كوو او مړه كوو او زموږ خواته راستنېدل دي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 50

یَوْمَ تَشَقَّقُ الْاَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ؕ— ذٰلِكَ حَشْرٌ عَلَیْنَا یَسِیْرٌ ۟

هغه ورځ چې ځمكه ترې وچوي منډې به وهي دا راغونډول پر موږ آسانه دي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 50

نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبَّارٍ ۫— فَذَكِّرْ بِالْقُرْاٰنِ مَنْ یَّخَافُ وَعِیْدِ ۟۠

موږ په هغو خبرو ډېر ښه پوه يو چې هغوى يې وايي او ته ورباندې جبر كوونكى نه يې، نو هغه چا ته په قرآن سره نصيحت كوه چې زما د عذاب له ژمنو ډاريږي. info
التفاسير: