કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

جمعه

સૂરતના હેતુઓ માંથી:
الامتنان على الأمة وتفضيلها برسولها، وبيان فضل يوم الجمعة.
پر امت احسان، د رسول له امله يې فضيلت او د جمعې د ورځې د فضيلت بيان info

external-link copy
1 : 62

یُسَبِّحُ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوْسِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟

ټول هغه څه چې په اسمانونو او ټول هغه مخلوقات چې په ځمکه کې دي د داسې نقص له صفتونو څخه د الله پاکي او سپېڅلتيا بيانوي چې نه ورسره ښايي، هغه داسې پاچا دی چې په پاچايۍ کې يوازې تنها دی، له نقص څخه پاک دی، داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، په مخلوق، شريعت او ځواک کې يې حکمت والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 62

هُوَ الَّذِیْ بَعَثَ فِی الْاُمِّیّٖنَ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ یَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِهٖ وَیُزَكِّیْهِمْ وَیُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ ۗ— وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

همغه ذات و چې ویې لیږه په هغه عربو کې رسول چې نه یې لوستل کولی شول او نه لیکل هغه پر هغوی د الله داسې ايتونه لولي چې پرې نازل کړي يې دي، له کفر او ناوړه اخلاقو يې پاکوي، قرآن ورته ښيي، سنت ورزده کوي، او پرته له شکه هغوی د رسول له ورلېږلو مخکې له حقه په څرګنده لارورکۍ کې وو، داسې چې د بوتانو عبادت يې کولو، وينې يې بهولې او خپلوۍ يې پرې کولې. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 62

وَّاٰخَرِیْنَ مِنْهُمْ لَمَّا یَلْحَقُوْا بِهِمْ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

او دغه رسول يې عربو او نورو قومونو ته ولېږی چې تر اوسه نه دي راغلي، او ژر به راشي، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، شريعت او ځواک کې د حکمت والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 62

ذٰلِكَ فَضْلُ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟

دغه ياد شوي چې عربو او نورو خلکو ته د رسول لېږل دي، د الله پېرزوينه ده چاته چې وغواړي ورکوي يې، او الله د لوی احسان حښتن دی، او له احسان څخه يې دا ده چې د دغه امت رسول يې ټولو خلکو ته لېږلی دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 62

مَثَلُ الَّذِیْنَ حُمِّلُوا التَّوْرٰىةَ ثُمَّ لَمْ یَحْمِلُوْهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ یَحْمِلُ اَسْفَارًا ؕ— بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

هغه يهود چې پر تورات په عمل کولو مکلف کړل شوي وو بيا يې هغه څه پرېښودل چې پرې مکلف کړل شوي وو د هغوی بېلګه داسې ده لکه خر چې لوی کتابونه وړي، پردې نه پوهيږي چې څه شی پرې بار دی: ايا هغه کتابونه دي او که بل څه دي؛ د هغه قوم بېلګه ډېره بده ده چې د الله ايتونه درواغ ګڼي، او الله ظالم قوم ته حق ته د رسېدلو توفيق نه ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 62

قُلْ یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ هَادُوْۤا اِنْ زَعَمْتُمْ اَنَّكُمْ اَوْلِیَآءُ لِلّٰهِ مِنْ دُوْنِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

اې رسوله! ووايه: اې هغو کسانو چې پر يهوديت د هغو له تحريف وروسته پاتې دي، که چېرې تاسې دا ګومان کوئ چې همدا تاسو د الله دوستان ياست او هغه له خلکو څخه تاسو د دوستۍ لپاره ځانګړي کړي ياست؛ نو د مرګ هيله وکړئ، ترڅو ستاسو له ګومان سره سم يې چې د کوم درناوي لپاره ځانګړي کړي ياستی هغه ژر درکړي که چېرې تاسې په خپله دعوی کې رېښتيني ياست چې له ټولو خلکو څخه يوازې تاسې د الله دوستان ياست. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 62

وَلَا یَتَمَنَّوْنَهٗۤ اَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟

او هغوی به هيڅکله د مرګ هيله ونه کړي، بلکې هغوی په دنيا کې د تلپاتې کېدو هيله کوي د هغه کفر، ګناهونو، ظلم، تورات د تحريف او بدلولو له امله چې ترسره کړي يې دي، او الله پر ظالمانو ښه پوه دی، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او ژر به پرې بدله ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 62

قُلْ اِنَّ الْمَوْتَ الَّذِیْ تَفِرُّوْنَ مِنْهُ فَاِنَّهٗ مُلٰقِیْكُمْ ثُمَّ تُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟۠

اې رسوله! دغو يهوديانو ته ووايه: پرته له شکه هغه مرګ چې ترې تښتئ که ژر وي او که وروسته هرومرو درسره مخامخېدونکی دی، بيا به د قيامت په ورځ الله ته چې پر پټو او که ښکاره و ورګرځول کېږئ، پر هغه له دغو دواړو(پټو اوښکاره و) هيڅ هم نه پټيږي، نو پر هغه څه به مو خبر کړي چې په دنيا کې مو کول، او بدله به پرې درکړي. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• عظم منة النبي صلى الله عليه وسلم على البشرية عامة وعلى العرب خصوصًا، حيث كانوا في جاهلية وضياع.
پر ټولو انسانو د نبي صلی الله عليه وسلم عام لوی احسان او پر عربو يې ځانګړی احسان، داسې چې هغوی په ناپوهۍ او لارورکۍ کې وو. info

• الهداية فضل من الله وحده، تطلب منه وتستجلب بطاعته.
لارموندنه يوازې د الله له لوري پېرزوينه ده، چې د هغه په پيروۍ ترې غوښتل کيږي او ترلاسه کيږي info

• تكذيب دعوى اليهود أنهم أولياء الله؛ بتحدّيهم أن يتمنوا الموت إن كانوا صادقين في دعواهم لأن الولي يشتاق لحبيبه.
د يهوديانو د دعوا درواغ بلل چې یقینا يوازې هغوی د الله دوستان دي، په دې چېلېنج ورکولو سره چې هغوی دې د مرګ هيله وکړي که چېرې په خپله دعوا کې رېښتيني وي ځکه يو دوست خپل دوست ليدلو ته لېواله وي. info