કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
19 : 55

مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیٰنِ ۟ۙ

الله مالګين او خوږ دريابونه سره ګډ کړي په هغه ځای کې سره يوځای کيږي چې سترګې يې ويني. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 55

بَیْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا یَبْغِیٰنِ ۟ۚ

د هغو دواړو ترمنځ يو خنډ دی چې هر يو يې له دې څخه را ګرځوي چې پر بل دې تېری وکړي ترڅو خوږ همداسې خوږ پاتې شي او مالګين همداسې مالګين. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
22 : 55

یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ

د دواړو دريابونو له ټولګې څخه لويې او کوچنۍ ملغلرې را وزي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
24 : 55

وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَاٰتُ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ۚ

او يوازې هغه لوړ پاک ذات لره په دريابونو کې د غرونو غوندې روانو کښتيو کې تصرف کول دي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
26 : 55

كُلُّ مَنْ عَلَیْهَا فَانٍ ۟ۚۖ

هرڅه مخلوقات چې د ځمکې پر مخ دي هرومرو تباه کېدونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 55

وَّیَبْقٰی وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟ۚ

او ای رسوله! ستا پالونکی پاتې کيږي چې د لويۍ، احسان او پر بندګانو يې د پېرزوينې څښتن دی، نو هغه لره به هيڅکله فنا را نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
29 : 55

یَسْـَٔلُهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِیْ شَاْنٍ ۟ۚ

او له هغه ټولې هغه پرېښتې چې په آسمانونو کې دي، او پېريان او انسانان چې په ځمکه کې دي خپلې اړتياوې غواړي، هره ورځ هغه د خپلو بندګانو له مړه کولو، ژوندي کولو، روزي ورکول او يا بل کوم کار کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
31 : 55

سَنَفْرُغُ لَكُمْ اَیُّهَ الثَّقَلٰنِ ۟ۚ

ای انسانانو او پېريانو ژر به موږ تاسو سره حساب وکړو؛ نو هر چاته به د هغه څه بدله ورکړو چې له ثواب او سزا يې وړ دی. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
33 : 55

یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ فَانْفُذُوْا ؕ— لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍ ۟ۚ

او الله به د قيامت په ورځ چې کله پېريان او انسانان را غونډ کړي ووايي: اې د پېريانو او انسانانو ډلې! که چېرې د آسمانونو او ځمکې له کونجونو څخه په کوم کونج کې د ځانونو لپاره د وتلو لار پيداکولای شئ؛ نو دا کار وکړئ، خو هيڅکله به تاسې دا کار ونه شئ کړای مګر د يو ځواک او دليل په مرسته، او دا ځواک او دليل به تاسو له کومه کړئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
34 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
35 : 55

یُرْسَلُ عَلَیْكُمَا شُوَاظٌ مِّنْ نَّارٍ ۙ۬— وَّنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرٰنِ ۟ۚ

اې انسانانواو پېريانو! پر تاسو به له داسې اوره لمبې چې له دوده خالي وي، او داسې دود را خوشي کړل شي چې لمبه به پکې نه وي، چې د دې منع کول به ستاسې په توان کې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
37 : 55

فَاِذَا انْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ۟ۚ

کله چې آسمان د پرېښتو د را کوزدېدو لپاره وچوي؛ نو د رنګ په روڼ والي کې به تېلو غوندې تک سور وي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
39 : 55

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُسْـَٔلُ عَنْ ذَنْۢبِهٖۤ اِنْسٌ وَّلَا جَآنٌّ ۟ۚ

نو په دغه لويه ورځ کې به نه انسان او نه پېری يې له ګناهونو پوښتل کيږي، ځکه الله به د هغوی پر کړنو پوه وي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
41 : 55

یُعْرَفُ الْمُجْرِمُوْنَ بِسِیْمٰهُمْ فَیُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِیْ وَالْاَقْدَامِ ۟ۚ

د قيامت په ورځ به ګناهکاران پر نښو يې پېژندل کيږي چې د مخونو توروالی او سترګو شينوالی دی، نو تندي به يې له پښو سره يوځای کړل کيږي او بيا به دوزخ خواته کشول کيږي. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• الجمع بين البحر المالح والعَذْب دون أن يختلطا من مظاهر قدرة الله تعالى.
د مالګين او خوږ درياب ترمنځ داسې يوځای کول چې سره ګډوډ نه شي دا د الله تعالی د ځواک له څرګندو نښانو څخه دي. info

• ثبوت الفناء لجميع الخلائق، وبيان أن البقاء لله وحده حضٌّ للعباد على التعلق بالباقي - سبحانه - دون من سواه.
د ټولو مخلوقاتو لپاره د له منځه تللو ثبوت، او د دې خبرې بيان چې پاتې کېدل يوازې الله لره دي دا بندګان دېته هڅوي چې له پاتې کېدونکي پاک ذات سره اړيکه جوړه کړي نه له هغه پرته له بل چا سره. info

• إثبات صفة الوجه لله على ما يليق به سبحانه دون تشبيه أو تمثيل.
د الله لپاره پرته له تشبيه او تمثيل څخه د داسې مخ ثابتوالی چې له هغه سره ښايي. info

• تنويع عذاب الكافر.
د کافر ډول ډول عذاب info