કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
28 : 17

وَاِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَآءَ رَحْمَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ تَرْجُوْهَا فَقُلْ لَّهُمْ قَوْلًا مَّیْسُوْرًا ۟

او که ته چیرته انکار وکړې د ورکړي د دوی نه؛ د وجې د نه موجودیت د هغه څه چې دوی ته یې ورکړې انتظار کوونکی یې ته د هغه څه چې پراخه کړي الله تعالی په هغه سره په تا باندې د رزق نه، نو ووایه دوی ته خبره اسانه او نرمه، داسې چې ته دوی ته د رزق د پراخۍ دعا وکړې، او یا ورسره د ورکړې وعده وکړې که چیرته الله تعالی تا ته مال درکړ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 17

وَلَا تَجْعَلْ یَدَكَ مَغْلُوْلَةً اِلٰی عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُوْمًا مَّحْسُوْرًا ۟

او مه بندوه لاس خپل د خرچ کولو نه، او زیاتی هم مه کوه په خرچ کولو کې، نو شې به ته ملامت کړی شوی خلک به دې ملامتوي ستا په بخیلۍ باندې که چیرته دې لاس د خرچ کولو نه بند کړ، او بند به شي د خرچ کولو نه ستا د اسراف د وجې نه، نو څه به درسره نه وي چې خرچ یې کړې. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 17

اِنَّ رَبَّكَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟۠

یقینا ستا رب پراخوي رزق چا لره چې وغواړي، او تنګوي يې چا لره چې وغواړي د وجې د لوی حکمت نه، یقینا دا الله تعالی خبردار دی لیدونکی دی، هیڅ شی په هغه باندې د دوی نه پټ نشي پاتي کیدلی، نو چلوي خپل حکم په دوی کې څرنګه چې یې غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 17

وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَوْلَادَكُمْ خَشْیَةَ اِمْلَاقٍ ؕ— نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَاِیَّاكُمْ ؕ— اِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْاً كَبِیْرًا ۟

او تاسې مه وژنئ بچې خپل د غریبۍ د ویرې نه په راتلونکي وخت کې که چیرته تاسې په دوی باندې خرچه وکړئ، مونږ د دوی د روزۍ ذمه واري کوو، او ستاسې د روزۍ هم ذمه واري کوو، یقینا د دوی وژل دا ډیره لویه ګناه ده؛ ځکه چې د دوی څه ګناه نشته او نه داسې وجه شته چې د دوی وژل واجبوي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 17

وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنٰۤی اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً ؕ— وَسَآءَ سَبِیْلًا ۟

او ځان وساتئ له زنا څخه، او ځان وساتئ د هغه څه نه چې د دې سبب کیږي، یقینا دا د بدۍ اخري حد دی، او ډیره بده لاره ده ځکه چې د دې په وجه نسبونه ګډوډیږي، او د دې په وجه د الله تعالی عذاب راځي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 17

وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُوْمًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِیِّهٖ سُلْطٰنًا فَلَا یُسْرِفْ فِّی الْقَتْلِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مَنْصُوْرًا ۟

او مه وژنئ تاسې هغه نفس چې الله تعالی یې وینه بچ ساتلی په ایمان او سلامتیا سره مګر که مرګ یې روا شي په ردت سره (د اسلام نه په اوښتلو)، او یا په زنا کولو سره وروسته د واده نه، او یا په قصاص سره (چې یو څوک یې وژلی وي نو دا به د هغه په بدل کې وژل کیږي)، او څوک چې مظلوم ووژل شو پرته له داسې یو سبب نه چې د دې مرګ روا کوي نو یقینا مونږ ګرځولی هغه چا لره چې د دې متولي وي د وارثانو څخه اختیار او غلبه په دې قاتل باندې، نو ده لره روا ده چې د دې قاتل د وژلو مطالبه وکړي د قصاص په ډول، او ده لره د بخښني حق هم شته پغیر د مقابل نه، او دا حق ورله هم شته چې هم دیت واخلي او هم بخښنه وکړي، نو نه به اوړي د هغې اندازې نه چې الله تعالی ده لره روا کړې په غوڅولو د اندامونو د دې قاتل، او یا په وژلو د قاتل پغیر له هغې طریقې نه چې دې پرې هغه کس وژلی، او یا د قاتل په ځای بل څوک وژل، یقینا دا وارث د مړي چې دی د ده مرسته او مدد کړی شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 17

وَلَا تَقْرَبُوْا مَالَ الْیَتِیْمِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ حَتّٰی یَبْلُغَ اَشُدَّهٗ ۪— وَاَوْفُوْا بِالْعَهْدِ ۚ— اِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْـُٔوْلًا ۟

او تاسې تصرف مه کوئ په مال د هغه چا کې چې پلار یې وفات شوی وي د ماشومانو څخه مګر په هغه طریقه چې هغه ډیره برابره وي دې لره د زیاتیدو د مال نه او د ساتلو د هغه تر دې چې د دې یتیم عقل پوخ شي او ځوانۍ ته ورسیږي، او پوره والی کوئ په هغو لوظونو چې ستاسې او د الله تعالی ترمنځ دي، او په هغو لوظونو چې ستاسې او د هغه د بندګانو ترمنځ دي پغیر د ماتولو او نقصان کولو نه، یقینا الله تعالی به پوښتنه کوي د لوظ ورکوونکي نه د قیامت په ورځ: ایا په خپل لوظ یې وفا کړې نو ثواب ورله پرې ورکړي او که یا یې پرې وفا نده کړې نو عذاب به ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 17

وَاَوْفُوا الْكَیْلَ اِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ وَّاَحْسَنُ تَاْوِیْلًا ۟

او پوره کوئ پیمانه کله چې پیمانه کوئ د بل چا لپاره او مه یې کموئ، او تول کوئ په تله د انصاف هغه چې هیڅ شی هم نه کموي او نه په کې دوکه کوي، دا پوره والی د پېمانې او د تول غوره دی تاسې لره په دنیا او اخرت کې، او ډیر ښایسته دی په اعتبار د انجام سره د کمي کولو نه په کموالي د پېمانو او تلو کې. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 17

وَلَا تَقْفُ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— اِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ اُولٰٓىِٕكَ كَانَ عَنْهُ مَسْـُٔوْلًا ۟

او مه زه -ای بنی ادم- په هغه څه پسې چې نشته تا لره د هغه باره کې دلیل،(که ته دا کار وکړې) نو ته به تابعداري وکړې د ګومانونو او اټکل، یقینا انسان ذمه وار دی د هغه څه باره کې چې دې پکې خپل غوږونه او سترګې او زړه استعمال کړي وي د خیر او یا شر نه، نو ثواب به ورکولی شي په خیر باندې، او سزا به ورکولی شي په شر باندې. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 17

وَلَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًا ۚ— اِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْاَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُوْلًا ۟

او مه ګرځه په ځمکه کې په تکبر او لویي کولو سره، یقینا که ته په ځمکه کې لویي کوونکي وګرځې نو ته ځمکه په خپلو ګرځیدلو نشي څیري کولی، او ستا قد هم هغه اندازې ته نشي رسیدلی کومې ته چې غرونه رسیدلي په اوچتوالي او اوږدوالي کې، نو بیا د څه وجې نه تکبر او لويي کوې؟! info
التفاسير:

external-link copy
38 : 17

كُلُّ ذٰلِكَ كَانَ سَیِّئُهٗ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوْهًا ۟

دا ټول څه چې مخکې ذکر شول په دې کې بد کارونه په نزد د رب ستا -ای انسانه- ناروا دي، الله تعالی یې نه خوښوي د هغه چا نه چې دا کارونه کوي، بلکې بغض ورسره کوي. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• الأدب الرفيع هو رد ذوي القربى بلطف، ووعدهم وعدًا جميلًا بالصلة عند اليسر، والاعتذار إليهم بما هو مقبول.
اوچت ادب او اخلاق دا دي چې د خپلوانو جوابول په نرمۍ سره، او د هغوی سره ښایسته وعدې کول په کومک کولو د پراخۍ په وخت کې، او هغوی ته عذر وړاندې کول په هغه طریقه چې د قبلیدو وړ وي. info

• الله أرحم بالأولاد من والديهم؛ فنهى الوالدين أن يقتلوا أولادهم خوفًا من الفقر والإملاق وتكفل برزق الجميع.
الله رب العزت په بچو باندې د خپل مور او پلار نه هم ډیر مهربانه دی؛ نو مور او پلار یې منعه کړي د خپلو بچو د وژلو نه د ویرې د فقر او مسکینۍ نه او د ټولو د رزق ذمه واري یې اخیستلې. info

• في الآيات دليل على أن الحق في القتل للولي، فلا يُقْتَص إلا بإذنه، وإن عفا سقط القصاص.
په دې ایتونو کې دلیل دی په دې خبره چې یقینا په قتل کې واک او اختیار د ولي حق دی، نو قصاص به نشي اخیستل کیدلی مګر د هغه په اجازه، او که چیرته هغه بخښنه وکړه نو قصاص غورځیږي. info

• من لطف الله ورحمته باليتيم أن أمر أولياءه بحفظه وحفظ ماله وإصلاحه وتنميته حتى يبلغ أشده.
په یتیم باندې د الله تعالی مهرباني او رحمت دا دی چې د هغه ولي ته یې د هغه او د هغه د مال په ساتلو او برابرولو او د هغه د زیاتي کولو امر کړی تر دې چې دې ځوانۍ ته ورسیږي. info