કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

external-link copy
5 : 14

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اَنْ اَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ۙ۬— وَذَكِّرْهُمْ بِاَیّٰىمِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟

او بېشکه موسی مو ولېږه او پر داسې نښانو مو پياوړی کړ چې د هغه پر رېښتينولۍ دلالت کوي او دا چې هغه د خپل پالونکي لخوا لېږل شوی دی، هغه ته مو امر وکړ چې خپل قوم له کفر او ناپوهۍ څخه ايمان او پوهې ته راوباسي، امر مو ورته وکړ چې د الله هغه ورځې ور په ياد کړي چې په هغو کې يې لورېينه پرې کړې وه، په دغو ورځو کې د الله پر توحيد، لوی ځواک او پر مؤمنانو د لورېينې څرګند دلالتونه دي، دا هغه څه دي چې د الله پر پيروۍ صبرکوونکي او د هغه پر لورېينو او پېرزوينو تل شکراېستونکي ترې ګټه پورته کوي. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• أن المقصد من إنزال القرآن هو الهداية بإخراج الناس من ظلمات الباطل إلى نور الحق.
دا چې د قرآن له نازلېدو موخه لارښوونه ده د خلکو په اېستلو د باطل له تيارو څخه د حق رڼا ته. info

• إرسال الرسل يكون بلسان أقوامهم ولغتهم؛ لأنه أبلغ في الفهم عنهم، فيكون أدعى للقبول والامتثال.
د رسولانو لېږل د هغوی د قومونو په ژبو او لهجو وي ځکه دا د هغوی لخوا په پوهاوي کې زيات اغیزمن وي؛ نو زيات د منلو او پرځای کولو لپاره بلونکی وي. info

• وظيفة الرسل تتلخص في إرشاد الناس وقيادتهم للخروج من الظلمات إلى النور.
د رسولانو دنده د خلکو په لارښوونه او د هغوی له تيارو څخه رڼا ته په را اېستلو کې لنډيز کيږي. info