Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Firo pastiiwo - Sarfaraz

external-link copy
103 : 5

مَا جَعَلَ اللّٰهُ مِنْ بَحِیْرَةٍ وَّلَا سَآىِٕبَةٍ وَّلَا وَصِیْلَةٍ وَّلَا حَامٍ ۙ— وَّلٰكِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— وَاَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟

الله پاک کوم څاروی بحیره[۱] سائبه[۲] وصیله[۳] او حام[۴] نه دی ګڼلي خو دا کافران دي چې پر الله درواغ تړي او د هغوی ډیر خلک عقل په کار نه اچوي. info

[۱] هغه څاروی وو چې شیدې يې خالص د بتانو په نوم وي او بل چا نه شوی خوړلی.
[۲] هغه اوښه چې د بتانو په نوم وه او څه یې پرې نه بارول.
[۳] هغه اوښه وه چې په پرله پسې توګه به یې جوګۍ زیږول او په مینځ کې به یې نر بچي نه ؤ زیږولي.
[۴] هغه نر اوښ وه چې په معین شمیر او شوبه ختلی و بیا به د بوتانو په نوم ( څلور واړه له کابلې تفسیر څخه دي)

التفاسير: