Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango.

Tonngoode hello ngoo:close

external-link copy
71 : 15

قَالَ هٰۤؤُلَآءِ بَنَاتِیْۤ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟ؕ

لوط -علیه السلام- دوی ته وویل: په داسې حال کې چې د ځان لپاره یې عذر کوو د خپلو میلمنو په مخکې، دا زما لورګانې ستاسو د زنانو د ډلې نه دي، نو نکاح ورسره وکړئ که چیرته تاسو د خپل شهوت د پوره کیدو قصد کوونکی یاست. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 15

لَعَمْرُكَ اِنَّهُمْ لَفِیْ سَكْرَتِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟

قسم دی ستا په عمر -ای پیغمبره- بیشکه د لوط -علیه السلام- قوم خامخا د خپل شهوت په سرکښۍ کې ګډوډ دی. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 15

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُشْرِقِیْنَ ۟ۙ

نو راونیول دوی لره سختې هلاکوونکې چغې د لمر راختلو په وخت کې. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 15

فَجَعَلْنَا عَالِیَهَا سَافِلَهَا وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ سِجِّیْلٍ ۟ؕ

نو نسکور کړل مونږ د دوی کلي په ګرځولو د بره طرف د دوی لاندې، او راوورول مونږ په دوی باندې کاڼي د پخو شوو خټو (کورتکاڼو) نه. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 15

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِیْنَ ۟

بیشکه په دې ذکر شوی قیصه کې کوم چې د لوط -علیه السلام- په قوم باندې هلاکت راغلی و خامخا نښې د عبرت دي د عبرت اخیستونکو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 15

وَاِنَّهَا لَبِسَبِیْلٍ مُّقِیْمٍ ۟

او یقینا کلي د لوط -علیه السلام- خامخا په سمه لاره دي، ویني يې هغه څوک چې تیریږي پرې د مسافرو نه. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 15

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ

یقینا په دې پېښه کې خامخا دلیل دی د هغه مومنانو لپاره چې عبرت پرې اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 15

وَاِنْ كَانَ اَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ لَظٰلِمِیْنَ ۟ۙ

او یقینا قوم د شعیب -علیه السلام- د هغه کلي والا وو چې ګیر چاپیره ترې ونې وې ظلم کوونکي وو؛ د دوی د کفر د وجې نه په الله تعالی باندې او د دوی د دروغ ګڼلو د وجې نه خپل پیغمبر شعیب -علیه السلام- لره. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 15

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ ۘ— وَاِنَّهُمَا لَبِاِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ۠

نو مونږ بدل واخست د دوی نه داسې چې دوی عذاب راونیول، او بیشکه کلي د لوط -علیه السلام- د قوم او کورونه د شعیب -علیه السلام- د ملګرو خامخا په ښکاره لاره دي چې څوک پرې تیریږي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 15

وَلَقَدْ كَذَّبَ اَصْحٰبُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ

او بیشکه تکذیب کړی و ثمودیانو، او هغوی د حجر (د حجاز او شام ترمنځ یو ځای دی) والا وو د ټولو پیغمبرانو هر کله چې دوی د خپل پیغمبر صالح -علیه السلام- تکذیب وکړو. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 15

وَاٰتَیْنٰهُمْ اٰیٰتِنَا فَكَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟ۙ

او مونږ دوی ته ډیر دلیلونه ورکړی وو په ریښتنولۍ د هغه څه کې چې دې پرې راتګ کړی د خپل رب له طرف نه، او د دغو معجزاتو څخه اوښه وه، نو دوی په دغو معجزو عبرت وانه خیسته، او هیڅ پروا يې پرې ونه کړه. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 15

وَكَانُوْا یَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا اٰمِنِیْنَ ۟

او دوی به غرونه غوڅول د دې لپاره چې ځان لره د اوسیدو لپاره ترې کورونه جوړ کړي داسې کورونه چې په امن کې وي وو د هغه څه نه چې دوی ترې ویریدل. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 15

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

نو ونیول دوی لره د عذاب چغې د سبا د راتللو په وخت کې. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 15

فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟ؕ

نو وانه ړاوه د دوی نه د الله تعالی عذاب هغه څه چې دوی سره وو د مالونو او کورونو څخه. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 15

وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَاِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِیْلَ ۟

او مونږ نه دي پیدا کړي آسمانونه او زمکه او نه مو دي پیدا کړي هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي بې مقصده پرته له حکمته، مونږ ندي پیدا کړي دا ټول مګر په حق سره، او بیشکه قیامت خامخا راتلونکی دی چاره نشته، نو مخ واړوه -ای پیغمبره- د دې دروغجن ګڼوونکو څخه، او بخښنه وکړه دوی ته بخښنه ښایسته. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 15

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ ۟

بیشکه ستا رب -ای پیغمبره- یوازې همدا پیداکوونکی دی د هر شي، پوهه دی په هر شي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 15

وَلَقَدْ اٰتَیْنٰكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِیْ وَالْقُرْاٰنَ الْعَظِیْمَ ۟

او بیشکه مونږ تاته سورت فاتحه درکړې چې هغه اوه ایتونه دي، او هغه لوی قران کریم دی. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 15

لَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

ته مه اوږدوه سترګي ستا هغه څه ته چې مونږ پرې مزې ورکړي قسما قسم خلکو ته د کافرانو نه د ختمیدونکو مزو څخه، او ته مه خپه کیږه د دوی په دروغجن ګڼلو، او عاجزي وکړه د مومنانو سره. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 15

وَقُلْ اِنِّیْۤ اَنَا النَّذِیْرُ الْمُبِیْنُ ۟ۚ

او ته ووایه -ای پیغمبره- بیشکه زه ویره ورکوونکی یم د عذاب دردناک څخه، چې ښکاره ویره ده. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 15

كَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَی الْمُقْتَسِمِیْنَ ۟ۙ

زه ویرووم تاسې د دې نه هسې نه چې ورسیږي تاسې ته عذاب لکه څرنګه چې الله تعالی رالیږلی و په تقسیم کوونکو خلکو د الله تعالی کتاب لره سپارې سپارې نو دوی ایمان راوړي په بعضې او کفر کوي په بعضې نورو. info
التفاسير:
Ina jeyaa e nafoore aayeeje ɗee e ngol hello:
• أن الله تعالى إذا أراد أن يهلك قرية ازداد شرهم وطغيانهم، فإذا انتهى أوقع بهم من العقوبات ما يستحقونه.
بیشکه الله تعالی چې کله وغواړي چې د یو کلي والا هلاک کړي نو د هغوی شر او سرکشي زیاته شي، نو کله چې دا ختمه شي الله تعالی په دوی باندې داسې عذاب راولیږي کوم چې د دوی سره مناسب وي. info

• كراهة دخول مواطن العذاب، ومثلها دخول مقابر الكفار، فإن دخل الإنسان إلى تلك المواضع والمقابر فعليه الإسراع.
مکروه دي ننوتل د عذاب ځایونو ته، او همدارنګه د دې په شان دکافرانو قبرونو ته، نو که چیرته یو انسان دغو ځایونو او قبرونو ته ورننوځي نو دا باید جلتي او تلوار وکړي. info

• ينبغي للمؤمن ألا ينظر إلى زخارف الدنيا وزهرتها، وأن ينظر إلى ما عند الله من العطاء.
د مومن لپاره په کار ده چې د دنيا ښکلاوو او تازه ګيو ته ونه ګوري او دا چې هغه څه ته وګوري چې د الله له لوري ورکړه ده. info

• على المؤمن أن يكون بعيدًا من المشركين، ولا يحزن إن لم يؤمنوا، قريبًا من المؤمنين، متواضعًا لهم، محبًّا لهم ولو كانوا فقراء.
په مسلمان باندې لازمه ده چې د مشرکینو څخه لرې واوسي، او د هغو په ایمان نه راوړلو دې خپه نشي، د مومنانو سره باید نږدې وي، هغوی ته عاجزي کوونکی وي، او د هغوی سره مینه کوونکی وي اګر که دوی غریبان هم وي. info