ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - ابو زكريا

شماره صفحه:close

external-link copy
38 : 7

قَالَ ادْخُلُوْا فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ فِی النَّارِ ؕ— كُلَّمَا دَخَلَتْ اُمَّةٌ لَّعَنَتْ اُخْتَهَا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا ادَّارَكُوْا فِیْهَا جَمِیْعًا ۙ— قَالَتْ اُخْرٰىهُمْ لِاُوْلٰىهُمْ رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ اَضَلُّوْنَا فَاٰتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ النَّارِ ؕ۬— قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَّلٰكِنْ لَّا تَعْلَمُوْنَ ۟

7-38 (ورته) وبه وايي: تاسو له هغو امتونو سره یو ځاى اور ته داخل شئ چې له تاسو نه مخكې په پېریانو او انسانانو كې تېر شوي دي، هر كله چې یوه ډله ننوځي (، نو) د خپل ځان په مثل ډلې باندې به لعنت وايي، تر دې چې كله دوى ټول په دې (اور) كې راجمع شي، د دوى وروستنۍ به د خپلو ړومبنو په هكله وايي: اى زمونږه ربه! دغه هغه كسان دي، چې مونږ يې ګمراه كړي وو، نو دوى ته د اور دوه چنده عذاب وركړه، وبه وايي (الله) د هر یو لپاره دوه چنده (عذاب) دى او لېكن تاسو نه پوهېږئ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 7

وَقَالَتْ اُوْلٰىهُمْ لِاُخْرٰىهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَیْنَا مِنْ فَضْلٍ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ ۟۠

7-39 د دوى ړومبني به خپلو وروستنو ته ووايي: نو تاسو لپاره پر مونږ باندې هېڅ فضیلت نشته، پس تاسو عذاب وڅَكئ د هغو عملونو په سبب چې تاسو به كول info
التفاسير:

external-link copy
40 : 7

اِنَّ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَاسْتَكْبَرُوْا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ اَبْوَابُ السَّمَآءِ وَلَا یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ حَتّٰی یَلِجَ الْجَمَلُ فِیْ سَمِّ الْخِیَاطِ ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُجْرِمِیْنَ ۟

7-40 بېشكه هغه كسان چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي او له هغو نه يې تكبر كړى دى، د دوى لپاره به د اسمان دروازې نه پرانستل كېږي او نه به دوى جنت ته داخلېږي تر هغه پورې چې اوښ د ستنې په سوري كې ننوځي او همدارنګه مونږ مجرمانو ته سزا وركوو info
التفاسير:

external-link copy
41 : 7

لَهُمْ مِّنْ جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَّمِنْ فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ ۟

7-41 د دوى لپاره له جهنم څخه فرش دى او د دوى له پاسه به (د اور) اغوستنى وي او همدارنګه مونږ ظالمانو ته سزا وركوو info
التفاسير:

external-link copy
42 : 7

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَاۤ ؗ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

7-42 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه د وَس مطابق، دغه كسان د جنت ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي info
التفاسير:

external-link copy
43 : 7

وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ ۚ— وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ هَدٰىنَا لِهٰذَا ۫— وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِیَ لَوْلَاۤ اَنْ هَدٰىنَا اللّٰهُ ۚ— لَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ؕ— وَنُوْدُوْۤا اَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

7-43 او مونږ به د دوى په سينو كې پرته كينه راوباسو، د دوى له لاندې به ولې بهېږي، او دوى به وايي: ټولې ستاينې هغه الله لره دي؛ هغه چې مونږ ته يې د دې هدایت وكړ او مونږ پخپله (داسې) نه وو چې دا لار مو موندلې وَى، كه چېرې الله مونږ ته دا لار نه وه راښودلې، یقینًا یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول info
التفاسير: