ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - ابو زكريا

قمر

external-link copy
1 : 54

اِقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ ۟

54-1 قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله info
التفاسير:

external-link copy
2 : 54

وَاِنْ یَّرَوْا اٰیَةً یُّعْرِضُوْا وَیَقُوْلُوْا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ۟

54-2 او كه چېرې دوى كوم دلیل وویني (نو) اعراض كوي او وايي: دا خو راروان (قوي) جادو دى info
التفاسير:

external-link copy
3 : 54

وَكَذَّبُوْا وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ وَكُلُّ اَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ ۟

54-3 او تكذیب كوي او د خپلو خواهشاتو پیروي كوي او هر كار قرار نیونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
4 : 54

وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنَ الْاَنْۢبَآءِ مَا فِیْهِ مُزْدَجَرٌ ۟ۙ

54-4 او یقینًا یقینًا دوى ته له خبرونو ځنې هغه راغلي دي چې په هغو كې (د دوى لپاره) زجر او سرزنش و info
التفاسير:

external-link copy
5 : 54

حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ ۟ۙ

54-5 (دغه) ډېر كامل حكمت دى، پس (دوى ته) وېروونكي نفع نه رسوي info
التفاسير:

external-link copy
6 : 54

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ ۘ— یَوْمَ یَدْعُ الدَّاعِ اِلٰی شَیْءٍ نُّكُرٍ ۟ۙ

54-6 نو ته له دوى نه مخ وګرځوه (او یاده كړه) هغه ورځ چې بلونكى به یو ناخوښه، (نااشنا) شي ته بلنه وكړي info
التفاسير: