ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - ابو زكريا

شماره صفحه:close

external-link copy
32 : 15

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا لَكَ اَلَّا تَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟

15-32 ويې ويل: اى ابلیسه! تا ته څه عذر دى چې ته له سجده كوونكو سره نه ملګرى كېږې؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 15

قَالَ لَمْ اَكُنْ لِّاَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهٗ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟

15-33 هغه وویل: زه داسې نه یم چې بشر ته سجده وكړم چې تا هغه پیدا كړى دى له كړنګېدونكو وچو كودرو نه، چې له تورې سخا شوې خټې ځنې و info
التفاسير:

external-link copy
34 : 15

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙ

15-34 وفرمایل: (الله) نو ته ووځه له دې ځاى نه، پس یقینًا ته رټل شوى يې info
التفاسير:

external-link copy
35 : 15

وَّاِنَّ عَلَیْكَ اللَّعْنَةَ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟

15-35 او بېشكه په تا باندې د قیامت د ورځې پورې لعنت دى info
التفاسير:

external-link copy
36 : 15

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

15-36 هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته د هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې خلق به بیا ژوندي كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
37 : 15

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ

15-37 ويې ويل: پس یقینًا ته له مهلت وركړى شويو څخه يې info
التفاسير:

external-link copy
38 : 15

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟

15-38 د معلوم وخت تر ورځې پورې info
التفاسير:

external-link copy
39 : 15

قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاُزَیِّنَنَّ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَلَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

15-39 ويې ويل: اى زما ربه! په سبب د دې چې تا زه ګمراه كړم خامخا هرومرو به زه په ځمكه كې د دوى لپاره ښكلي كول كوم (ګناهونه او نافرمانۍ به ورته ښكلي كوم) او خامخا هرومرو به زه دوى ټول ګمراه كوم info
التفاسير:

external-link copy
40 : 15

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

15-40 مګر په دوى كې ستا خالص كړى شوي بنده ګان info
التفاسير:

external-link copy
41 : 15

قَالَ هٰذَا صِرَاطٌ عَلَیَّ مُسْتَقِیْمٌ ۟

15-41 ويې فرمایل: دا لار ده چې تر ما پورې نېغه (رارسېدلې) ده info
التفاسير:

external-link copy
42 : 15

اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ اِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟

15-42 بېشكه زما بنده ګان چې دي نشته تا لپاره په دوى باندې هېڅ غلبه مګر هغه چې ستا پیروي كوي له ګمراهانو څخه info
التفاسير:

external-link copy
43 : 15

وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

15-43 او بېشكه جهنم، خامخا د دوى د ټولو د وعدې ځاى دى info
التفاسير:

external-link copy
44 : 15

لَهَا سَبْعَةُ اَبْوَابٍ ؕ— لِكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوْمٌ ۟۠

15-44 د هغه اوه دروازې دي، د هرې دروازې لپاره به تقسیم (بېله) كړى شوې برخه وي له دوى نه info
التفاسير:

external-link copy
45 : 15

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ؕ

15-45 بېشكه متقیان به په باغونو او چینو كې وي info
التفاسير:

external-link copy
46 : 15

اُدْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ اٰمِنِیْنَ ۟

15-46 (چې ورته ويل به شي:) تاسو دغو ته په سلامتۍ سره ننوځئ، په داسې حال كې چې په امن كې به یئ info
التفاسير:

external-link copy
47 : 15

وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟

15-47 او مونږ به وباسو هغه كینه چې د دوى په سینو كې وي، په داسې حال كې چې وروڼه به وي، په تختونو به یو بل ته مخامخ ناست وي info
التفاسير:

external-link copy
48 : 15

لَا یَمَسُّهُمْ فِیْهَا نَصَبٌ وَّمَا هُمْ مِّنْهَا بِمُخْرَجِیْنَ ۟

15-48 دوى ته به په دغو (جنتونو) كې هېڅ تكلیف (ستړې والى) نه رسېږي او نه به دوى له دغو نه كله هم وېستلى شي info
التفاسير:

external-link copy
49 : 15

نَبِّئْ عِبَادِیْۤ اَنِّیْۤ اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ

15-49 ته زما بنده ګانو ته خبر وركړه چې بېشكه زه، همدا زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم info
التفاسير:

external-link copy
50 : 15

وَاَنَّ عَذَابِیْ هُوَ الْعَذَابُ الْاَلِیْمُ ۟

15-50 او دا چې بېشكه زما عذاب، هم هغه ډېر دردوونكى عذاب دى info
التفاسير:

external-link copy
51 : 15

وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

15-51 او ته دوى ته د ابراهیم د مېلمنو په باره كې خبر وركړه info
التفاسير: