[۹] ـ د معتبرو روایتونو له مخې دا ایتونه د حاطب بن ابې بلتعه رضي الله عنه له هغه لیک نه وروسته نازل شوی چې د مکې قریشو ته یې په پټه لیږه.(تفسیر البیضاوی)
[۱۰] ـ د کافرانو د ازمیښت معنا داده چې پر مسلمانانو برلاسي شي نو خیال به وکړي که مسلمانان په حقه وای نو دوب به پرې نه برلاسي کیدل.(تفسیر البیضاوی)
[۱۱] ـ دوه معنا یې شوي: اول:په بلي ښځې به د زنا تهمت نه تړي چې دا بچی یې د زنا نه پیدا دی.دویم:په میړه به تهمت نه تړي چې زنا وکړي او بیا ووایې چې دا بچی مې له خپل میړه نه دی.(تفسیر البیضاوی)
[۱۲] ـ او یا یې معنا ده د اخرت له ښیګڼې داسې ناامیده دي لکه په قبرونو کې پراته کافران چې ترې ناامیده دي ځکه چې له عذاب سره مخ دي.(تفسیر البیضاوی).