ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو ـ سرفراز

شماره صفحه:close

external-link copy
19 : 55

مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیٰنِ ۟ۙ

دوه دریابونه یې بیولي دي چې سره یو ځای کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 55

بَیْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا یَبْغِیٰنِ ۟ۚ

خو په مینځ کې یي پرده ده چې یو هم ترې نه تیریږي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لوریه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 55

یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ

له دواړو سیندونو څخه ملغلرې[۱۰]او مرجان اوځي[۱۱] info

[۱۰] ـ ټولو لویو ملغلرو او مرجان کوچنیو ملغلرو ته وايي او ځینو یي برعکس معنا کړي
[۱۱] ـ ایت د اوبو د مینځ ګټه په ګوته کوي او(۲۴)ایت یې د پاسنۍ او ښکاره برخې.

التفاسير:

external-link copy
23 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 55

وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَاٰتُ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ۚ

هغه کښتۍ یې په واک کې دي چې د لوړو غرونو په څیر هسکې په سمندر کې روانې وي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠

نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 55

كُلُّ مَنْ عَلَیْهَا فَانٍ ۟ۚۖ

هر څه چې د ځمکې پر مخ دي ټول له مینځه تلونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 55

وَّیَبْقٰی وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟ۚ

او یوازې ستا د رب لوي او عزتمن مخ به تل پاتې وي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 55

یَسْـَٔلُهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِیْ شَاْنٍ ۟ۚ

څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي یوازې له هغه څخه غوښتنه کوي هغه هر وخت په بیل بیل کار کې دی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 55

سَنَفْرُغُ لَكُمْ اَیُّهَ الثَّقَلٰنِ ۟ۚ

ای پيریانو او انسانانو! ډیر ژر به مونږ تاسې ته اوزګار شو[۱۲] info

[۱۲] ـ دا د قهر او غضب اخرنۍ لوړه مرحله ده.لکه یو څوک بل ته په قهر کې ووایې زه به در اوزګار شم.(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
32 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 55

یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ فَانْفُذُوْا ؕ— لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍ ۟ۚ

ای د پیریانو او انسانانو ډلو!که تاسو توانیدلی شئ چې د اسمانونو او ځمکې له پولو وتښتئ؟نو وتښتئ؟خو تاسې نه شئ[۱۳]تیښتیدلی مګر په قوت او دلیل سره. info

[۱۳] ـ او دا توان له تاسې سره مرسته نشته چې د الله له واکمنۍ څخه راوزئ ځکه هر ځای د الله واکمني ده نو معنې دا چې:نشئ تښتیدلی (فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
34 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
35 : 55

یُرْسَلُ عَلَیْكُمَا شُوَاظٌ مِّنْ نَّارٍ ۙ۬— وَّنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرٰنِ ۟ۚ

پر تاسې به داور سرې لمبې او ویلي شوی مس راښکته کړی شي نو تاسو به یو له بل سره هیڅ ډول کومک نه شئ کولای. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 55

فَاِذَا انْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ۟ۚ

نو کله چې اسمان څیرې او د سرې څرمنې په شان تک سور ګل شي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو تاسې به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 55

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُسْـَٔلُ عَنْ ذَنْۢبِهٖۤ اِنْسٌ وَّلَا جَآنٌّ ۟ۚ

نو نن به له انسانانو او پیریانو څخه د هغوی د ګناهونو پوښتنه ونشي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 55

یُعْرَفُ الْمُجْرِمُوْنَ بِسِیْمٰهُمْ فَیُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِیْ وَالْاَقْدَامِ ۟ۚ

مجرمان به له نښو او علامو څخه پیژندلی شي نو له تندیو او پښو څخه به ونیول شي. info
التفاسير: