ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو ـ سرفراز

شماره صفحه:close

external-link copy
25 : 14

تُؤْتِیْۤ اُكُلَهَا كُلَّ حِیْنٍ بِاِذْنِ رَبِّهَا ؕ— وَیَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟

د خپل رب په حکم هر وخت میوه ورکوي. دا وړ مثالونه الله پاک بیانوي ترڅو خلک ترې پند واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 14

وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِیْثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِیْثَةِ ١جْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْاَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ ۟

او د ناپاکې خبرې مثال د هغې ناپاکې ونې دی چې د ځمکې په سر راټوکیدلې وي او هیڅ کلکوالی يې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 14

یُثَبِّتُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَیُضِلُّ اللّٰهُ الظّٰلِمِیْنَ ۙ۫— وَیَفْعَلُ اللّٰهُ مَا یَشَآءُ ۟۠

الله پاک مومنان په دنیا او اخرت کې په روغه خبره کلک ودروي[۲۳].الله ظالمان لار ورکي کوي او د الله چې څه خوښه شي همغه کوي. info

[۲۳] په دنیا کې يې په اسلام ټینګوي او له مرګ وروسته يي د قبر او قیامت په سوال ځواب کې بریمن کوي( تفهیم القران).

التفاسير:

external-link copy
28 : 14

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ بَدَّلُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ كُفْرًا وَّاَحَلُّوْا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ ۟ۙ

اي محمده! ایا تا هغه خلک نه دي لیدلي چې د الله د نعمتونو په دبدل کې يي ناشکري وکړه؟ اوخپل قوم يې هم د هلاکت کندې ته وغورځاو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 14

جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ؕ— وَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟

ځای يې جهنم دی هلته به ورننوځي. او د اوسیدلو خورا بد ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 14

وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ اَنْدَادًا لِّیُضِلُّوْا عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— قُلْ تَمَتَّعُوْا فَاِنَّ مَصِیْرَكُمْ اِلَی النَّارِ ۟

او هغوی له الله سره ځینې شیان شریکان ګرځولي وو تر څو خلک د الله له لارې بې لارې کړي. اې محمده! ووایه واخلئ څه خوند! خو بې له شکه ستاسې ورتګ اور ته دی. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 14

قُلْ لِّعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَیُنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا بَیْعٌ فِیْهِ وَلَا خِلٰلٌ ۟

ای محمده! زما ایماندارو بنده ګانو ته ووایه چې لمونځ ودروي زما له ورکړي مال څخه دې په پټه او ښکاره د هغې ورځې له راتګ نه وړاندې خیرات ورکړي چې هلته به نه اخیستل او حرڅول وي او نه دوستي او اشنايې. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 14

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَخْرَجَ بِهٖ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِیَ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الْاَنْهٰرَ ۟ۚ

او ورته ووایه چې : الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه يې پیدا کړي له بره نه يې اوبه راښکته کړي او د هغو په واسطه يې ستاسې د خوراک لپاره ډیرې میوې راوښکلي. کښتۍ يې ستاسې په واک کې درکړي چې د الله په حکم په بحر کې رواني شي. او سیندونه يې هم ستاسې په واک کې درکړل. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 14

وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآىِٕبَیْنِ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ۟ۚ

تل په یو شان روان لمر او سپوږمۍ يې ستاسې لپاره ګټور کړي. او شپه او ورځ يې ستاسې لپاره په کار اچولي دي. info
التفاسير: