ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد

شمس

external-link copy
1 : 91

وَالشَّمْسِ وَضُحٰىهَا ۟

قسم دی پر لمر او د هغه پر غرمو. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 91

وَالْقَمَرِ اِذَا تَلٰىهَا ۟

او پر سپوږمۍ قسم چې ور پسې راشي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 91

وَالنَّهَارِ اِذَا جَلّٰىهَا ۟

او په ورځ قسم چې هغه (لمر) څرګند کړي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 91

وَالَّیْلِ اِذَا یَغْشٰىهَا ۟

او په شپه قسم چې کله هغه وپوښي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 91

وَالسَّمَآءِ وَمَا بَنٰىهَا ۟

او په اسمان قسم او په هغه ذات قسم چې جوړ کړی یې دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 91

وَالْاَرْضِ وَمَا طَحٰىهَا ۟

او په ځمكه او په هغه ذات چې غوړولې يې ده. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 91

وَنَفْسٍ وَّمَا سَوّٰىهَا ۟

او پر (انساني) نفس او هغه ذات قسم چې برابر کړی يې دی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 91

فَاَلْهَمَهَا فُجُوْرَهَا وَتَقْوٰىهَا ۟

نو ښودلې یې ده هغه ته لار د بدۍ او د تقوا. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 91

قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَكّٰىهَا ۟

په رېښتيا هغه څوک بریالی شو چې پاک يې کړ(خپل ځان). info
التفاسير:

external-link copy
10 : 91

وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسّٰىهَا ۟ؕ

او په تحقيق سره نامراد زيانمن شو هغه څوك چې پټ يې كړ دغه (نفس په ګناهونو کې). info
التفاسير:

external-link copy
11 : 91

كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ بِطَغْوٰىهَاۤ ۟

ثموديانو په خپله سرکښۍ هغه درواغ وباله. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 91

اِذِ انْۢبَعَثَ اَشْقٰىهَا ۟

کله چې تر ټولو بدمرغه سړي يې ترپ کړل. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 91

فَقَالَ لَهُمْ رَسُوْلُ اللّٰهِ نَاقَةَ اللّٰهِ وَسُقْیٰهَا ۟ؕ

نو د الله رسول ورته وويل پرېږدئ د الله اوښه او د هغې د څښاک نوبت. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 91

فَكَذَّبُوْهُ فَعَقَرُوْهَا— فَدَمْدَمَ عَلَیْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْۢبِهِمْ فَسَوّٰىهَا ۟

خو هغوی درواغجن وګڼلو او اوښه يې ووژله، بيا نو د هغوی پالونکي سخت عذاب پرې راکوز کړ د هغوی د ګناه له امله يې ټول سره يو برابر کړل. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 91

وَلَا یَخَافُ عُقْبٰهَا ۟۠

او هغه يې له پايلې څخه نه وېريږي. info
التفاسير: