ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد

بلد

external-link copy
1 : 90

لَاۤ اُقْسِمُ بِهٰذَا الْبَلَدِ ۟ۙ

زه لوړه کوم پردې ښار (مکه). info
التفاسير:

external-link copy
2 : 90

وَاَنْتَ حِلٌّۢ بِهٰذَا الْبَلَدِ ۟ۙ

او ته (د هرې کړنې پر کولو) ازاد یې پدې ښار کې. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 90

وَوَالِدٍ وَّمَا وَلَدَ ۟ۙ

او قسم دی په پلار او په هغه چا چې اولاد یې دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 90

لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِیْ كَبَدٍ ۟ؕ

بېشکه انسان مو په سختۍ کې پيدا کړی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 90

اَیَحْسَبُ اَنْ لَّنْ یَّقْدِرَ عَلَیْهِ اَحَدٌ ۟ۘ

آيا هغه انګېري چې هيڅوک به پرې برلاسی نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 90

یَقُوْلُ اَهْلَكْتُ مَالًا لُّبَدًا ۟ؕ

وايي به ما زښته ډېر مال برباد کړ. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 90

اَیَحْسَبُ اَنْ لَّمْ یَرَهٗۤ اَحَدٌ ۟ؕ

ايا ګومان کوي چې هيچا هغه نه دی ليدلی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 90

اَلَمْ نَجْعَلْ لَّهٗ عَیْنَیْنِ ۟ۙ

آيا هغه ته مو دوې سترګې نه دي ورکړې. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 90

وَلِسَانًا وَّشَفَتَیْنِ ۟ۙ

او يوه ژبه او دوې شونډې. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 90

وَهَدَیْنٰهُ النَّجْدَیْنِ ۟ۚ

او دوې څرګندې لارې مو ورته ښودلې دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 90

فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ ۟ؗۖ

خو هغه د سخت پېچومي زيار ونه اېستلو. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 90

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الْعَقَبَةُ ۟ؕ

او ته څه خبر يې چې هغه پېچومی څه دی. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 90

فَكُّ رَقَبَةٍ ۟ۙ

د غاړې خلاصول دي (له غلامۍ څخه). info
التفاسير:

external-link copy
14 : 90

اَوْ اِطْعٰمٌ فِیْ یَوْمٍ ذِیْ مَسْغَبَةٍ ۟ۙ

او يا د لوږې په ورځ خواړه ورکول دي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 90

یَّتِیْمًا ذَا مَقْرَبَةٍ ۟ۙ

کوم خپلوۍ والا يتيم ته. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 90

اَوْ مِسْكِیْنًا ذَا مَتْرَبَةٍ ۟ؕ

او په خاورو سپېره کوم بې وزله ته. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 90

ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ ۟ؕ

بيا له هغو کسانو وي چې ايمان يې راوړی وي او يو بل ته په زغم او مهربانۍ وصيت کوي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 90

اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۟ؕ

دا خلک د ښي اړخ څښتنان دي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 90

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِنَا هُمْ اَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۟ؕ

او هغه کسان چې زموږ له آیتونو منکر دي همدوی د کيڼ لاس څښتنان دي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 90

عَلَیْهِمْ نَارٌ مُّؤْصَدَةٌ ۟۠

پر هغوی به ايسار شوی اور (مقرر) وي. info
التفاسير: