ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد

external-link copy
74 : 9

یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ مَا قَالُوْا ؕ— وَلَقَدْ قَالُوْا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوْا بَعْدَ اِسْلَامِهِمْ وَهَمُّوْا بِمَا لَمْ یَنَالُوْا ۚ— وَمَا نَقَمُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ اَغْنٰىهُمُ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ مِنْ فَضْلِهٖ ۚ— فَاِنْ یَّتُوْبُوْا یَكُ خَیْرًا لَّهُمْ ۚ— وَاِنْ یَّتَوَلَّوْا یُعَذِّبْهُمُ اللّٰهُ عَذَابًا اَلِیْمًا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَمَا لَهُمْ فِی الْاَرْضِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟

په الله قسمونه كوي چې دوى دغسې نه دي ويلي، او په حقيقت كې هغوى د كفر هماغه خبره كړې وه او له اسلام راوړلو نه وروسته يې كفر كړى و، او د هغه څه تكل يې كړى و چې ترلاسه يې نه كړ، او له دې پرته په بل څه نه وو غوسه چې الله او رسول يې په خپلې لورينې سره هغوى شتمن كړل، نو كه توبه يې ووېسته، ورته غوره ده او كه بېرته وګرځيدل، الله به يې په دنيا او آخرت كې په دردناك عذاب اخته كړي او بيا به يې د ځمكې پر مخ هېڅوک ملاتړ او مرستندوى نه وي. info
التفاسير: