ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد

تکویر

external-link copy
1 : 81

اِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ ۟

كله چې لمر ونغښتل شي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 81

وَاِذَا النُّجُوْمُ انْكَدَرَتْ ۟

او کله چې ستوري خړ واوړي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 81

وَاِذَا الْجِبَالُ سُیِّرَتْ ۟

او كله چې غرونه روان كړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 81

وَاِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ ۟

او كله چې لس مياشتینۍ (بلاربې اوښې) خوشې كړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 81

وَاِذَا الْوُحُوْشُ حُشِرَتْ ۟

او كله چې (وحشي) ځناور سره غونډ كړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 81

وَاِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ ۟

او كله چې سمندرونه لمبې وكړي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 81

وَاِذَا النُّفُوْسُ زُوِّجَتْ ۟

او كله چې ساوې (روحونه) جوړه كړاى شي (جسدونو سره). info
التفاسير:

external-link copy
8 : 81

وَاِذَا الْمَوْءٗدَةُ سُىِٕلَتْ ۟

او كله چې ژوندۍ خښه شوې جينۍ وپوښتل شي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 81

بِاَیِّ ذَنْۢبٍ قُتِلَتْ ۟ۚ

چې په كومه ګناه وژل شوې ده؟ info
التفاسير:

external-link copy
10 : 81

وَاِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ ۟

او كله چې عملنامې پرانيستل شي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 81

وَاِذَا السَّمَآءُ كُشِطَتْ ۟

او كله چې د آسمان پوستكى واړول شي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 81

وَاِذَا الْجَحِیْمُ سُعِّرَتْ ۟

او كله چې د دوزخ لمبې بلې كړى شي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 81

وَاِذَا الْجَنَّةُ اُزْلِفَتْ ۟

او كله چې جنت را نېږدې كړى شي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 81

عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّاۤ اَحْضَرَتْ ۟ؕ

بيا به هركس ته معلومه شي چې څه يې راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 81

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ ۟ۙ

نو نه، زه پر بېرته پټېدونکو ستورو لوړه كوم. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 81

الْجَوَارِ الْكُنَّسِ ۟ۙ

پر ګرځېدونكو - پټېدونكو باندې. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 81

وَالَّیْلِ اِذَا عَسْعَسَ ۟ۙ

او پر شپه چې كله ولاړه شي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 81

وَالصُّبْحِ اِذَا تَنَفَّسَ ۟ۙ

او قسم دی پر سهار کله چې سا واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 81

اِنَّهٗ لَقَوْلُ رَسُوْلٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ

چې بېشكه دا د يو عزتمن رسول وينا ده. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 81

ذِیْ قُوَّةٍ عِنْدَ ذِی الْعَرْشِ مَكِیْنٍ ۟ۙ

چې زورور (او) د عرش څښتن پر وړاندې مرتبې والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 81

مُّطَاعٍ ثَمَّ اَمِیْنٍ ۟ؕ

هلته ( په پرېښتو كې) د ده خبره منل كيږي - امانتداره دی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 81

وَمَا صَاحِبُكُمْ بِمَجْنُوْنٍ ۟ۚ

او ستاسې (دا) ملګرى هم لېونى نه دى. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 81

وَلَقَدْ رَاٰهُ بِالْاُفُقِ الْمُبِیْنِ ۟ۚ

او ده هغه په يوه روښانه څنډه كې ليدلى دى. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 81

وَمَا هُوَ عَلَی الْغَیْبِ بِضَنِیْنٍ ۟ۚ

او نه هغه (محمد صلی الله عليه وسلم) پر غيبو (رسولو) بخيل دى. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 81

وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَیْطٰنٍ رَّجِیْمٍ ۟ۙ

او نه دا د رټلي شيطان خبره ده. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 81

فَاَیْنَ تَذْهَبُوْنَ ۟ؕ

نو بيا چېرته ځئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
27 : 81

اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

هغه د ټولو نړيوالو لپاره پرته له نصيحته بل څه نه دى. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 81

لِمَنْ شَآءَ مِنْكُمْ اَنْ یَّسْتَقِیْمَ ۟ؕ

له تاسې څخه د هغه چا لپاره چې غواړي په لاره سم شي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 81

وَمَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠

او ستاسې په غوښتو څه كېداى شي پرته له دې چې رب العالمين څه وغواړي. info
التفاسير: