ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد

جمعه

external-link copy
1 : 62

یُسَبِّحُ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوْسِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟

څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د الله پاكي وايي، كوم چې پاچا، ډېر پاك، برلاسى او حکمت والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 62

هُوَ الَّذِیْ بَعَثَ فِی الْاُمِّیّٖنَ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ یَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِهٖ وَیُزَكِّیْهِمْ وَیُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ ۗ— وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

همغه دى چې په اميانو(نالوستو) كې يې په خپله هغوى څخه يو داسې رسول ولېږه چې د هغه ايتونه ورباندې لولي، پاكوي يې او كتاب او حكمت ورزده كوي، كه څه هم له دې مخکې هغوی په ښكاره بې لاريتوب كې وو. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 62

وَّاٰخَرِیْنَ مِنْهُمْ لَمَّا یَلْحَقُوْا بِهِمْ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

او له هغوى (اميانو) څخه پرته نورو ته (يې هم لېږلى) چې لا نه دي ورسره يوځاى شوي او همغه برلاسى حكمت والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 62

ذٰلِكَ فَضْلُ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟

دا د الله فضل دى، چاته يې چې خوښه شي وركوي يې او الله د ستر فضل څښتن دى. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 62

مَثَلُ الَّذِیْنَ حُمِّلُوا التَّوْرٰىةَ ثُمَّ لَمْ یَحْمِلُوْهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ یَحْمِلُ اَسْفَارًا ؕ— بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

د هغو خلكو بېلګه چې د تورات ذمه واري پرې اچول شوې وه خو بيايې عمل پرې و نه کړ، د خره غوندې ده چې كتابونه په شا وړي، د هغو خلكو (ډېره) بده بېلګه ده كوم چې د الله ايتونه درواغ ګڼي او الله ظالمانو خلكو ته لارښوونه نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 62

قُلْ یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ هَادُوْۤا اِنْ زَعَمْتُمْ اَنَّكُمْ اَوْلِیَآءُ لِلّٰهِ مِنْ دُوْنِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

ورته ووايه: اې يهوديانو! كه ستاسو دا ګومان (يا دعوا) وي چې په رېښتيا همدا تاسي د الله دوستان ياست پرته له نورو خلكو، نو د مرګ هيله (غوښتنه) وكړئ، كه رېښتيني ياست. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 62

وَلَا یَتَمَنَّوْنَهٗۤ اَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟

او (حال دا چې) هيڅكله به يې هيله ونه كړي، د هغو عملونو له امله چې خپلو لاسونو يې وړاندې لېږلي، او الله پر ظالمانو ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 62

قُلْ اِنَّ الْمَوْتَ الَّذِیْ تَفِرُّوْنَ مِنْهُ فَاِنَّهٗ مُلٰقِیْكُمْ ثُمَّ تُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟۠

ووايه: بېشكه هغه مرګ چې تاسو ترې تښتئ نو هغه خو هرومرو درسره مخامخېدونكى دى، بيا به د پټو او ښكاره و عالم (الله) ته ورګرځول كېږئ بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو كول. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 62

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نُوْدِیَ لِلصَّلٰوةِ مِنْ یَّوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا اِلٰی ذِكْرِ اللّٰهِ وَذَرُوا الْبَیْعَ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی كله چې د جمعې ورځې د لمانځه اذان وشي نو د الله يادولو ته ورمنډه كړئ او راکړه ورکړه پرېږدئ، دا درته غوره ده كه تاسو پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 62

فَاِذَا قُضِیَتِ الصَّلٰوةُ فَانْتَشِرُوْا فِی الْاَرْضِ وَابْتَغُوْا مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ وَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟

نو كله چې لمونځ وشو په ځمكه كې خپاره شئ او د الله له فضل (روزۍ) څه ولټوئ او الله ډېر يادوئ، ښايي بریا ومومئ. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 62

وَاِذَا رَاَوْا تِجَارَةً اَوْ لَهْوَا ١نْفَضُّوْۤا اِلَیْهَا وَتَرَكُوْكَ قَآىِٕمًا ؕ— قُلْ مَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ مِّنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟۠

او كله چې هغوى څه سوداګري يا ساعت تېري وويني نو هغه لور ته خواره واره شي او تا ولاړ پرېږدي، ووايه: څه چې الله سره دي هغه له ساعت تيرۍ او سوداګرۍ څخه غوره دي او الله تر ټولو ښه روزي وركوونكى دى. info
التفاسير: