ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد

شماره صفحه:close

external-link copy
80 : 4

مَنْ یُّطِعِ الرَّسُوْلَ فَقَدْ اَطَاعَ اللّٰهَ ۚ— وَمَنْ تَوَلّٰی فَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا ۟ؕ

څوك چې د رسول حكم مني د الله حكم يې ومنلو او څوك چې مخ واړوي نو ته مو پر دوى څارونكى نه يې لېږلى. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 4

وَیَقُوْلُوْنَ طَاعَةٌ ؗ— فَاِذَا بَرَزُوْا مِنْ عِنْدِكَ بَیَّتَ طَآىِٕفَةٌ مِّنْهُمْ غَیْرَ الَّذِیْ تَقُوْلُ ؕ— وَاللّٰهُ یَكْتُبُ مَا یُبَیِّتُوْنَ ۚ— فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟

او دوى وايي منل كوو، خو كله چې له تا نه ووځي نو د دوى يوه ډله په شپه كى د هغه څه پر خلاف مركې كوي چې (دلته يې) وايى، او الله يې دا د شپې مركې ليكي، نو څنګ ترې وكړه او په الله بروسه كوه او الله كار جوړوونكى بس دى. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 4

اَفَلَا یَتَدَبَّرُوْنَ الْقُرْاٰنَ ؕ— وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَیْرِ اللّٰهِ لَوَجَدُوْا فِیْهِ اخْتِلَافًا كَثِیْرًا ۟

نو آيا دوى قرآن ته نه ځير كيږي؟ (تدبر نه کوي)، او كه هغه (قرآن) د غير الله له خوا واى نو خامخا به يې ډېره ګډوډي پكې موندلې وه. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 4

وَاِذَا جَآءَهُمْ اَمْرٌ مِّنَ الْاَمْنِ اَوِ الْخَوْفِ اَذَاعُوْا بِهٖ ؕ— وَلَوْ رَدُّوْهُ اِلَی الرَّسُوْلِ وَاِلٰۤی اُولِی الْاَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِیْنَ یَسْتَنْۢبِطُوْنَهٗ مِنْهُمْ ؕ— وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّیْطٰنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟

او كله چې هغوى ته د ډاډ يا وېرې كوم خبر راشي نو (سملاسى يې) خپوركړي، خو كه هغه يې رسول او خپلو چارواكو ته رسولى واى نو خامخا به يې هغه كسان ښه ورباندې پوهېدلي وو چې څه ترې را اېستلى شي او بيا هم كه پر تاسو د الله لورينه او پېرزوينه نه واى خامخا به مو له كمو پرته (زياتره) په شيطان پسې شوي واى. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 4

فَقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— لَا تُكَلَّفُ اِلَّا نَفْسَكَ وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۚ— عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّكُفَّ بَاْسَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— وَاللّٰهُ اَشَدُّ بَاْسًا وَّاَشَدُّ تَنْكِیْلًا ۟

نو د الله په لار كې جنګېږه، له ځانه پرته په بل چا مکلف نه یې، او مومنان (جګړې ته) هڅوه، نږدې ده چې الله د كافرانو جګړه ايساره كړي، او د الله جګړه هم ډېره سخته ده او سزا يې هم ډېره شديده ده. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 4

مَنْ یَّشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً یَّكُنْ لَّهٗ نَصِیْبٌ مِّنْهَا ۚ— وَمَنْ یَّشْفَعْ شَفَاعَةً سَیِّئَةً یَّكُنْ لَّهٗ كِفْلٌ مِّنْهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ مُّقِیْتًا ۟

څوك چې ښه (روا، نېك) سپارښت وكړي نو د هغه به پكې خاصه برخه وي، او څوك چې بد سپارښت وكړي نو هغه لره به د ګناه يو پېټى پكې وي، او الله په هر څه باندې قادر (يا څارونكى) دى. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 4

وَاِذَا حُیِّیْتُمْ بِتَحِیَّةٍ فَحَیُّوْا بِاَحْسَنَ مِنْهَاۤ اَوْ رُدُّوْهَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ حَسِیْبًا ۟

او كله چې سلام درته وويل شو نو تر هغه لا ښه سلام ورته وواياست يا هماغه ور وګرځوئ، بې شكه الله په هر څه ښه حساب كوونكى دى. info
التفاسير: