ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد

شماره صفحه:close

external-link copy
16 : 30

وَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَلِقَآئِ الْاٰخِرَةِ فَاُولٰٓىِٕكَ فِی الْعَذَابِ مُحْضَرُوْنَ ۟

او هغه خلك چې كافر شوي او زموږ اّيتونه او اّخرت سره مخامخ کېدل يې دروغ ګڼلي وي نو هغوى به په عذاب كې حاضرېدونكي وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 30

فَسُبْحٰنَ اللّٰهِ حِیْنَ تُمْسُوْنَ وَحِیْنَ تُصْبِحُوْنَ ۟

نو پاکي وایئ د الله كله چې ماښام كوئ او كله چې سبا كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 30

وَلَهُ الْحَمْدُ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَعَشِیًّا وَّحِیْنَ تُظْهِرُوْنَ ۟

او خاص هغه لره ده ستاینه د کمال په اسمانونو او زمكه كې، او په مازيګري کې او كله چې ماسپښین کوئ تاسو. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 30

یُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَیُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَیُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— وَكَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ ۟۠

راوباسي هغه ژوندى له مړي نه او راوباسي مړی له ژوندي نه، او ژوندۍ کوي زمکه وروسته له مرګه او همدغسې به تاسي هم راووېستل شئ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ اِذَاۤ اَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُوْنَ ۟

او د هغه له نښانو څخه (دا هم ده) چې تاسي يې له خاورې پيدا كړئ بيا تاسي بشر شوئ چې خپرېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوْۤا اِلَیْهَا وَجَعَلَ بَیْنَكُمْ مَّوَدَّةً وَّرَحْمَةً ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟

او د هغه له نښانو څخه دا چې تاسي ته يې خپله ستاسي له جنسه مېرمنې پيدا كړې دي تر څو له هغوى سره اّرام ومومئ، او ستاسي تر منځ يې مينه او خواخوږي واچوله، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته چې فكر كوي (سترې) نښانې دي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافُ اَلْسِنَتِكُمْ وَاَلْوَانِكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْعٰلِمِیْنَ ۟

او ځينې دهغه له دلیلونو نه د اسمانونو او زمكې پيدايښت او ستاسي د ژبو او رنګونو توپير دى، بې شكه په دې كې د پوهې لرونکو لپاره (سترې) نښانې دي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖ مَنَامُكُمْ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَآؤُكُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ ۟

او ځینې د هغه له دلیلونو نه په شپه او ورځ كې ستاسې خوب او د هغه د فضل (روزۍ) لټول دي، په دې كې د هغو خلكو لپاره چې (خبره) اوري (لويې) نښانې دي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖ یُرِیْكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَّطَمَعًا وَّیُنَزِّلُ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَیُحْیٖ بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟

او د هغه له نښانو څخه دا چې تاسي ته برېښنا درښایي چې هم وېره ده، هم هيله، او له اسمانه اوبه را وروي بيا په هغو سره زمكه د هغې له مرګه وروسته را ژوندۍ كوي، بې شكه په دې كې هغو خلكو ته (ډېرې) نښانې دي څوك چې عقل كاروي. info
التفاسير: