আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- আবু যাকাৰিয়্যা

واقعه

external-link copy
1 : 56

اِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ۟ۙ

56-1 كله چې واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي info
التفاسير:

external-link copy
2 : 56

لَیْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ ۟ۘ

56-2 د ده پېښېدو لره هېڅ دروغجنوونكى نشته info
التفاسير:

external-link copy
3 : 56

خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌ ۟ۙ

56-3 (دا) ښكته كوونكى، (او) اوچتوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
4 : 56

اِذَا رُجَّتِ الْاَرْضُ رَجًّا ۟ۙ

56-4 كله چې ځمكه وخوځولى شي، خوځول info
التفاسير:

external-link copy
5 : 56

وَّبُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا ۟ۙ

56-5 او غرونه ورژول شي، رژول info
التفاسير:

external-link copy
6 : 56

فَكَانَتْ هَبَآءً مُّنْۢبَثًّا ۟ۙ

56-6 نو دغه (غرونه) به یوه خوره شوې دوړه شي info
التفاسير:

external-link copy
7 : 56

وَّكُنْتُمْ اَزْوَاجًا ثَلٰثَةً ۟ؕ

56-7 اوتاسو به درې قسمونه شئ info
التفاسير:

external-link copy
8 : 56

فَاَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۟ؕ

56-8 نو د ښي لاس والا (خلق)، څه (ښه) دي د ښې لاس والا خلق! info
التفاسير:

external-link copy
9 : 56

وَاَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۟ؕ

56-9 او د چپ لاس والا خلق، څه (بد) دي د چپ لاس والا خلق؟ info
التفاسير:

external-link copy
10 : 56

وَالسّٰبِقُوْنَ السّٰبِقُوْنَ ۟ۙ

56-10 او ړومبى كېدونكي (همدوى) ړومبى كېدونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
11 : 56

اُولٰٓىِٕكَ الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ۚ

56-11 هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته) info
التفاسير:

external-link copy
12 : 56

فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

56-12 د نعمتونو په جنتونو كې به وي info
التفاسير:

external-link copy
13 : 56

ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

56-13 لویه ډله به د ړومبنو خلقو ځنې وي info
التفاسير:

external-link copy
14 : 56

وَقَلِیْلٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَ ۟ؕ

56-14 او لږ به د وروستنو خلقو ځنې وي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 56

عَلٰی سُرُرٍ مَّوْضُوْنَةٍ ۟ۙ

56-15 په (زرو او ملغلرو سره) بُڼل شویو تختونو باندې به (ناست) وي info
التفاسير:

external-link copy
16 : 56

مُّتَّكِـِٕیْنَ عَلَیْهَا مُتَقٰبِلِیْنَ ۟

56-16 چې په دغو باندې به یو بل ته مخامخ تكیه وهونكي وي info
التفاسير:

external-link copy
17 : 56

یَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۟ۙ

56-17 په دوى باندې به (د خدمت لپاره) تل پاتې (همېشني) هلكان ګرځي info
التفاسير:

external-link copy
18 : 56

بِاَكْوَابٍ وَّاَبَارِیْقَ ۙ۬— وَكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ

56-18 د ګلاسونو او كوزو سره او د جاري (بهېدونكو) شرابو پیالو سره info
التفاسير:

external-link copy
19 : 56

لَّا یُصَدَّعُوْنَ عَنْهَا وَلَا یُنْزِفُوْنَ ۟ۙ

56-19 چې له دغو (شرابو) نه به نه د دوى سر خوږېږي او نه به بې خوده (نشه) كېږي info
التفاسير:

external-link copy
20 : 56

وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا یَتَخَیَّرُوْنَ ۟ۙ

56-20 او له هغه قسمه مېوو سره چې دوى يې خوښوي info
التفاسير:

external-link copy
21 : 56

وَلَحْمِ طَیْرٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟ؕ

56-21 او د مرغانو له هغه قسمه غوښو سره چې د دوى زړونه يې غواړي info
التفاسير:

external-link copy
22 : 56

وَحُوْرٌ عِیْنٌ ۟ۙ

56-22 او (د دوى لپاره) پیمخې غټ سترګې حورې دي info
التفاسير:

external-link copy
23 : 56

كَاَمْثَالِ اللُّؤْلُو الْمَكْنُوْنِ ۟ۚ

56-23 د پټو ساتل شویو ملغلرو په شان info
التفاسير:

external-link copy
24 : 56

جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

56-24 د هغو عملونو د بدلې وركولو لپاره چې دوى به كول info
التفاسير:

external-link copy
25 : 56

لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا وَّلَا تَاْثِیْمًا ۟ۙ

56-25 دوى به په دغه (جنت) كې نه عبث خبرې اوري او نه د ګناه (خبرې) info
التفاسير:

external-link copy
26 : 56

اِلَّا قِیْلًا سَلٰمًا سَلٰمًا ۟

56-26 لېكن سلام، سلام ویل (به اوري) info
التفاسير:

external-link copy
27 : 56

وَاَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ ۟ؕ

56-27 او د ښي اړخ والا، څه دي د ښي اړخ والا info
التفاسير:

external-link copy
28 : 56

فِیْ سِدْرٍ مَّخْضُوْدٍ ۟ۙ

56-28 په بې اغزیو بېرو كې به وي info
التفاسير:

external-link copy
29 : 56

وَّطَلْحٍ مَّنْضُوْدٍ ۟ۙ

56-29 او له بېخه تر سره ډكو كړى شویو (د) كیلو (په ونو) كې به وی info
التفاسير:

external-link copy
30 : 56

وَّظِلٍّ مَّمْدُوْدٍ ۟ۙ

56-30 او په اوږد كړى شویو همېشني سيورو كې به وي info
التفاسير:

external-link copy
31 : 56

وَّمَآءٍ مَّسْكُوْبٍ ۟ۙ

56-31 او په راتوى كړى شویو اوبو كې به وي info
التفاسير:

external-link copy
32 : 56

وَّفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ ۟ۙ

56-32 اوپه ډېرو زیاتو مېوو كې به وي info
التفاسير:

external-link copy
33 : 56

لَّا مَقْطُوْعَةٍ وَّلَا مَمْنُوْعَةٍ ۟ۙ

56-33 چې نه به قطع كولى شي او نه به منع كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
34 : 56

وَّفُرُشٍ مَّرْفُوْعَةٍ ۟ؕ

56-34 او په اوچت كړى شویو فرشونو كې به وي info
التفاسير:

external-link copy
35 : 56

اِنَّاۤ اَنْشَاْنٰهُنَّ اِنْشَآءً ۟ۙ

56-35 بېشكه مونږ دغه (ښځې/حورې) پیدا كړې دي، خاص پیدا كول info
التفاسير:

external-link copy
36 : 56

فَجَعَلْنٰهُنَّ اَبْكَارًا ۟ۙ

56-36 نو مونږ دغه (حورې) پېغلې ګرځولې دي info
التفاسير:

external-link copy
37 : 56

عُرُبًا اَتْرَابًا ۟ۙ

56-37 په خپلو خاوندانو مینانې (او) همزولې info
التفاسير:

external-link copy
38 : 56

لِّاَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ؕ۠

56-38 د ښي اړخ والاو لپاره info
التفاسير:

external-link copy
39 : 56

ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

56-39 (د ښي اړخ والا به) لویه ډله وي له ړومبنو خلقو نه info
التفاسير:

external-link copy
40 : 56

وَثُلَّةٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَ ۟ؕ

56-40 او بله لویه ډله به له وروستنیو خلقو نه وي info
التفاسير:

external-link copy
41 : 56

وَاَصْحٰبُ الشِّمَالِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الشِّمَالِ ۟ؕ

56-41 او د چپ اړخ (ګس) والا، څه دي د چپ اړخ والا info
التفاسير:

external-link copy
42 : 56

فِیْ سَمُوْمٍ وَّحَمِیْمٍ ۟ۙ

56-42 (دوى به) په ګرم باد او ډېرو تودو اوبو كې وي info
التفاسير:

external-link copy
43 : 56

وَّظِلٍّ مِّنْ یَّحْمُوْمٍ ۟ۙ

56-43 او د تك تور لوګي په سيوري كې به وي info
التفاسير:

external-link copy
44 : 56

لَّا بَارِدٍ وَّلَا كَرِیْمٍ ۟

56-44 چې نه به یخ وي او نه به د عزت وي info
التفاسير:

external-link copy
45 : 56

اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُتْرَفِیْنَ ۟ۚۖ

56-45 بېشكه دوى له دې نه مخكې (په دنیا كې) په نعمتونو كې پالل شوي وو info
التفاسير:

external-link copy
46 : 56

وَكَانُوْا یُصِرُّوْنَ عَلَی الْحِنْثِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

56-46 او دوى په ډېره لویه ګناه (كفر) باندې دوام (او اصرار) كاوه info
التفاسير:

external-link copy
47 : 56

وَكَانُوْا یَقُوْلُوْنَ ۙ۬— اَىِٕذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ

56-47 او دوى به ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا او یقینًا به مونږ بیا راژوندي كولى شو info
التفاسير:

external-link copy
48 : 56

اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟

56-48 او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم! info
التفاسير:

external-link copy
49 : 56

قُلْ اِنَّ الْاَوَّلِیْنَ وَالْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ

56-49 ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه ړومبني او وروستني خلق info
التفاسير:

external-link copy
50 : 56

لَمَجْمُوْعُوْنَ ۙ۬— اِلٰی مِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟

56-50 دوى به خامخا د معلومې ورځې مقرر وخت ته راجمع كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
51 : 56

ثُمَّ اِنَّكُمْ اَیُّهَا الضَّآلُّوْنَ الْمُكَذِّبُوْنَ ۟ۙ

56-51 بیا به یقینًا تاسو اى ګمراهانو، تكذیب كوونكو! info
التفاسير:

external-link copy
52 : 56

لَاٰكِلُوْنَ مِنْ شَجَرٍ مِّنْ زَقُّوْمٍ ۟ۙ

56-52 خامخا خوړونكي به یئ د زقوم له ونې نه info
التفاسير:

external-link copy
53 : 56

فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ۚ

56-53 نو له هغې نه به خېټې ډكوونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
54 : 56

فَشٰرِبُوْنَ عَلَیْهِ مِنَ الْحَمِیْمِ ۟ۚ

56-54 بیا به تاسو د دغه (خوړل شوي زقوم) له پاسه تودې اوبه څښونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
55 : 56

فَشٰرِبُوْنَ شُرْبَ الْهِیْمِ ۟ؕ

56-55 نو د ډېرو تږو اوښانو د څښلو په شان به څښونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
56 : 56

هٰذَا نُزُلُهُمْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ

56-56 دا د بدلې په ورځ د دوى مېلمستیا ده info
التفاسير:

external-link copy
57 : 56

نَحْنُ خَلَقْنٰكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُوْنَ ۟

56-57 مونږ تاسو پیدا كړي یئ، نو ولې تاسو تصدیق نه كوئ! info
التفاسير:

external-link copy
58 : 56

اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تُمْنُوْنَ ۟ؕ

56-58 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه نطفه چې تاسو يې تویوئ info
التفاسير:

external-link copy
59 : 56

ءَاَنْتُمْ تَخْلُقُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الْخٰلِقُوْنَ ۟

56-59 ایا تاسو (له) دغې (نطفې نه بشر) پیدا كوئ، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
60 : 56

نَحْنُ قَدَّرْنَا بَیْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَ ۟ۙ

56-60 بېشكه مونږ ستاسو په مینځ كې مرګ مقدر كړى دى او مونږ عاجز كړى شوي نه یو info
التفاسير:

external-link copy
61 : 56

عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ اَمْثَالَكُمْ وَنُنْشِئَكُمْ فِیْ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

56-61 له دې نه چې مونږ ستاسو په شان (نور خلق ستاسو) په بدل كې پیدا كړو او تاسو په هغو (صورتونو) سره پیدا كړو چې تاسو پرې علم نه لرئ info
التفاسير:

external-link copy
62 : 56

وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْاَةَ الْاُوْلٰی فَلَوْلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

56-62 او یقینًا یقینًا تاسو په ړومبني پیدا كولو عالمان شوي یئ، نو ولې تاسو پند نه اخلئ! info
التفاسير:

external-link copy
63 : 56

اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَحْرُثُوْنَ ۟ؕ

56-63 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه تخم چې تاسو يې كرئ info
التفاسير:

external-link copy
64 : 56

ءَاَنْتُمْ تَزْرَعُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الزّٰرِعُوْنَ ۟

56-64 ایا تاسو دغه (كرل شوى) زرغونوئ، یا هم دا مونږ يې زرغونوونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
65 : 56

لَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنٰهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُوْنَ ۟

56-65 كه مونږ وغواړو (نو) خامخا دغه به وچ او ذره ذره كړو، بیا به تاسو حیران شئ info
التفاسير:

external-link copy
66 : 56

اِنَّا لَمُغْرَمُوْنَ ۟ۙ

56-66 (او وايئ به) بېشكه مونږ خامخا په تاوان كې غورځول شوي یو info
التفاسير:

external-link copy
67 : 56

بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟

56-67 بلكې مونږ محروم كړى شوي یو info
التفاسير:

external-link copy
68 : 56

اَفَرَءَیْتُمُ الْمَآءَ الَّذِیْ تَشْرَبُوْنَ ۟ؕ

56-68 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اوبه چې تاسو يې څښئ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 56

ءَاَنْتُمْ اَنْزَلْتُمُوْهُ مِنَ الْمُزْنِ اَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُوْنَ ۟

56-69 ایا تاسو دغه له سپینو ورېځو نه نازلې كړې دي، یا هم دا مونږ يې نازلوونكي یو؟ info
التفاسير:

external-link copy
70 : 56

لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنٰهُ اُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُوْنَ ۟

56-70 كه مونږ وغواړو، دغه به تروې ترخې وګرځوو، نو تاسو ولې شكر نه وباسئ! info
التفاسير:

external-link copy
71 : 56

اَفَرَءَیْتُمُ النَّارَ الَّتِیْ تُوْرُوْنَ ۟ؕ

56-71 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اور چې تاسو يې بلوئ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 56

ءَاَنْتُمْ اَنْشَاْتُمْ شَجَرَتَهَاۤ اَمْ نَحْنُ الْمُنْشِـُٔوْنَ ۟

56-72 ایا تاسو د ده ونه پیدا كړې ده، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو؟ info
التفاسير:

external-link copy
73 : 56

نَحْنُ جَعَلْنٰهَا تَذْكِرَةً وَّمَتَاعًا لِّلْمُقْوِیْنَ ۟ۚ

56-73 مونږه دغه (اور) تذكره (نصیحت) او د مسافرو لپاره نفعمن ګرځولى دى info
التفاسير:

external-link copy
74 : 56

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟

56-74 نو ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه info
التفاسير:

external-link copy
75 : 56

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُوْمِ ۟ۙ

56-75 نو زه د ستوریو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم info
التفاسير:

external-link copy
76 : 56

وَاِنَّهٗ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُوْنَ عَظِیْمٌ ۟ۙ

56-76 او بېشكه دا یقینًا ډېر لوى قسم دى كه تاسو پوهېږئ info
التفاسير:

external-link copy
77 : 56

اِنَّهٗ لَقُرْاٰنٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ

56-77 بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى info
التفاسير:

external-link copy
78 : 56

فِیْ كِتٰبٍ مَّكْنُوْنٍ ۟ۙ

56-78 په پټ ساتل شوي كتاب كې دى info
التفاسير:

external-link copy
79 : 56

لَّا یَمَسُّهٗۤ اِلَّا الْمُطَهَّرُوْنَ ۟ؕ

56-79 چې ده لره نه مسه كوي مګر ښه پاك كړى شوي خلق (ملايك) info
التفاسير:

external-link copy
80 : 56

تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

56-80 د رب العلمین له جانبه نازل كړى شوى دى info
التفاسير:

external-link copy
81 : 56

اَفَبِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَنْتُمْ مُّدْهِنُوْنَ ۟ۙ

56-81 ایا نو تاسو د دې حدیث (قرآن) سپكاوى كوونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
82 : 56

وَتَجْعَلُوْنَ رِزْقَكُمْ اَنَّكُمْ تُكَذِّبُوْنَ ۟

56-82 او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ) info
التفاسير:

external-link copy
83 : 56

فَلَوْلَاۤ اِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُوْمَ ۟ۙ

56-83 نو ولې يې نه (راګرځوئ) كله چې ساه ستوني ته ورسېږي info
التفاسير:

external-link copy
84 : 56

وَاَنْتُمْ حِیْنَىِٕذٍ تَنْظُرُوْنَ ۟ۙ

56-84 او په دغه وخت كې تاسو ګورئ info
التفاسير:

external-link copy
85 : 56

وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْكُمْ وَلٰكِنْ لَّا تُبْصِرُوْنَ ۟

56-85 او مونږ ده ته له تاسو نه ډېر نژدې یو او لېكن تاسو نه وینئ info
التفاسير:

external-link copy
86 : 56

فَلَوْلَاۤ اِنْ كُنْتُمْ غَیْرَ مَدِیْنِیْنَ ۟ۙ

56-86 نو ولې يې نه (راګرځوئ) كه تاسو محكومان نه یئ info
التفاسير:

external-link copy
87 : 56

تَرْجِعُوْنَهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

56-87 (نو ولې) دغه ساه (نه) راګرځوئ كه تاسو رښتیني یئ info
التفاسير:

external-link copy
88 : 56

فَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟ۙ

56-88 نو كه چېرې (دغه مړى) له مقربینو څخه وي info
التفاسير:

external-link copy
89 : 56

فَرَوْحٌ وَّرَیْحَانٌ ۙ۬— وَّجَنَّتُ نَعِیْمٍ ۟

56-89 نو (د ده لپاره) راحت او ښه رزق او له نعمتونو ډك جنت دى info
التفاسير:

external-link copy
90 : 56

وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ۙ

56-90 او كه د ښي اړخ والاو ځنې وي info
التفاسير:

external-link copy
91 : 56

فَسَلٰمٌ لَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟

56-91 نو (ورته ویلى به شي:) تا ته سلام دى (اى) له ښي اړخ والاو ځنې! info
التفاسير:

external-link copy
92 : 56

وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِیْنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ۙ

56-92 او كه چېرې (دا مړى) د تكذیب كوونكو ګمراهانو ځنې وي info
التفاسير:

external-link copy
93 : 56

فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۙ

56-93 نو (د ده لپاره) د ډېرو اېشېدلو اوبو مېلمستیا ده info
التفاسير:

external-link copy
94 : 56

وَّتَصْلِیَةُ جَحِیْمٍ ۟

56-94 او دوزخ ته ننه اېستل دي info
التفاسير:

external-link copy
95 : 56

اِنَّ هٰذَا لَهُوَ حَقُّ الْیَقِیْنِ ۟ۚ

56-95 بېشكه دا خبره یقینًا هم دا حقه یقیني ده info
التفاسير:

external-link copy
96 : 56

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠

56-96 پس ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه info
التفاسير: