আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- আবু যাকাৰিয়্যা

ذاریات

external-link copy
1 : 51

وَالذّٰرِیٰتِ ذَرْوًا ۟ۙ

51-1 قسم دى په الوځوونكو بادونو، الوځول info
التفاسير:

external-link copy
2 : 51

فَالْحٰمِلٰتِ وِقْرًا ۟ۙ

51-2 بیا د (اوبو د) بار په اوچتوونكو ورېځو (قسم دى) info
التفاسير:

external-link copy
3 : 51

فَالْجٰرِیٰتِ یُسْرًا ۟ۙ

51-3 بیا په اسانۍ سره تلونكو كشتیو (قسم دى) info
التفاسير:

external-link copy
4 : 51

فَالْمُقَسِّمٰتِ اَمْرًا ۟ۙ

51-4 بیا د كار په تقسیموونكو ملايكو(قسم دى) info
التفاسير:

external-link copy
5 : 51

اِنَّمَا تُوْعَدُوْنَ لَصَادِقٌ ۟ۙ

51-5 چې بېشكه هغه څه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي یقینًا رښتینې (وعده) ده info
التفاسير:

external-link copy
6 : 51

وَّاِنَّ الدِّیْنَ لَوَاقِعٌ ۟ؕ

51-6 او بېشكه (د عمل) بدله خامخا واقع كېدونكې ده info
التفاسير:

external-link copy
7 : 51

وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الْحُبُكِ ۟ۙ

51-7 قسم دى په اسمان چې د لارو والا دى info
التفاسير:

external-link copy
8 : 51

اِنَّكُمْ لَفِیْ قَوْلٍ مُّخْتَلِفٍ ۟ۙ

51-8 چې بېشكه تاسو یقینًا په ګده وډه (مختلفه) خبره كې يئ info
التفاسير:

external-link copy
9 : 51

یُّؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ اُفِكَ ۟ؕ

51-9 ګرځولى شي له دغه (قرآن، نبي) نه هغه څوك چې (د الله په علم كې مخكې) ګرځول شوى دى info
التفاسير:

external-link copy
10 : 51

قُتِلَ الْخَرّٰصُوْنَ ۟ۙ

51-10 اټكل كوونكي دې هلاك كړى شي info
التفاسير:

external-link copy
11 : 51

الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ غَمْرَةٍ سَاهُوْنَ ۟ۙ

51-11 هغه كسان چې دوى په ډېر غفلت كې دي، هېروونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
12 : 51

یَسْـَٔلُوْنَ اَیَّانَ یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ؕ

51-12 دوى پوښتنه كوي چې د بدلې ورځ به كله وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
13 : 51

یَوْمَ هُمْ عَلَی النَّارِ یُفْتَنُوْنَ ۟

51-13 په هغې ورځ كې چې دوى به په اور سره په عذاب كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
14 : 51

ذُوْقُوْا فِتْنَتَكُمْ ؕ— هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

51-14 (وبه ویل شي!) تاسو خپل عذاب وڅَكئ، دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا جلت غوښته info
التفاسير:

external-link copy
15 : 51

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

51-15 بېشكه متقیان (پرهېزګاران) به په جنتونو او چینو كې وي info
التفاسير:

external-link copy
16 : 51

اٰخِذِیْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُحْسِنِیْنَ ۟ؕ

51-16 په داسې حال كې چې هغه څه لره به نیوونكي وي چې دوى ته يې د دوى رب وركوي، بېشكه دوى له دې نه مخكې نېكي كوونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
17 : 51

كَانُوْا قَلِیْلًا مِّنَ الَّیْلِ مَا یَهْجَعُوْنَ ۟

51-17 دوى به د شپې په لږه برخه كې ویده كېدل info
التفاسير:

external-link copy
18 : 51

وَبِالْاَسْحَارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ ۟

51-18 او په چرګ بانګونو كې به دوى استغفار كاوه info
التفاسير:

external-link copy
19 : 51

وَفِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّآىِٕلِ وَالْمَحْرُوْمِ ۟

51-19 او د دوى په مالونو كې به د سوالګري او د محروم (مسكین) حق و info
التفاسير:

external-link copy
20 : 51

وَفِی الْاَرْضِ اٰیٰتٌ لِّلْمُوْقِنِیْنَ ۟ۙ

51-20 او په ځمكه كې د یقین كوونكو لپاره ډېرې نښې دي info
التفاسير:

external-link copy
21 : 51

وَفِیْۤ اَنْفُسِكُمْ ؕ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟

51-21 او ستاسو په ځانونو كې هم، ایا نو تاسو نه وینئ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 51

وَفِی السَّمَآءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوْعَدُوْنَ ۟

51-22 او په اسمان كې ستاسو روزي ده او هغه څه چې تاسو سره يې وعده كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
23 : 51

فَوَرَبِّ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِنَّهٗ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَاۤ اَنَّكُمْ تَنْطِقُوْنَ ۟۠

51-23 نو د اسمان او ځمكې په رب مې قسم دى چې بېشكه دا (خبره) یقینًا حق ده، چې د هغې په شان ده چې تاسو خبرې كوئ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 51

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟ۘ

51-24 ایا تا ته د ابراهیم د عزتمنو مېلمنو خبر رارسېدلى دى info
التفاسير:

external-link copy
25 : 51

اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ سَلٰمٌ ۚ— قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟

51-25 كله چې دوى په ده ورننوتل، نو ويې ويل:(مونږ په تا سلام اچوو) سلام اچول، ده وویل: (په تاسو دې) سلام (وي او په زړه كې يې تېر شول چې دا) نا اشنا خلق دي info
التفاسير:

external-link copy
26 : 51

فَرَاغَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ فَجَآءَ بِعِجْلٍ سَمِیْنٍ ۟ۙ

51-26 نو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ info
التفاسير:

external-link copy
27 : 51

فَقَرَّبَهٗۤ اِلَیْهِمْ قَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ؗ

51-27 نو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل:تاسو ولې نه خورئ! info
التفاسير:

external-link copy
28 : 51

فَاَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً ؕ— قَالُوْا لَا تَخَفْ ؕ— وَبَشَّرُوْهُ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟

51-28 نو له دوى نه يې په زړه كې وېره وموندله، دوى وویل: ته مه وېرېږه او دوى ته يې د ډېر پوه هلك زېرى وركړ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 51

فَاَقْبَلَتِ امْرَاَتُهٗ فِیْ صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوْزٌ عَقِیْمٌ ۟

51-29 نو د ده ښځې په چغې كولو سره مخ ورواړوه، پس خپل مخ يې وواهه او ويې ويل:(زه) زړه شنډه بوډۍ (یم) info
التفاسير:

external-link copy
30 : 51

قَالُوْا كَذٰلِكِ ۙ— قَالَ رَبُّكِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟

51-30 دوى وویل: همداسې ستا رب ویلي دي، بېشكه هم هغه ښه حكمت والا، ښه پوه دى info
التفاسير:

external-link copy
31 : 51

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟

51-31 ده وویل: نو ستاسو څه كار (او مقصد) دى اى رالېږل شویو (ملايكو)؟ info
التفاسير:

external-link copy
32 : 51

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ

51-32 دوى وویل: بېشكه مونږ د یو مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو info
التفاسير:

external-link copy
33 : 51

لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ طِیْنٍ ۟ۙ

51-33 د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې د خټو كاڼي راوورو info
التفاسير:

external-link copy
34 : 51

مُّسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِیْنَ ۟

51-34 چې ستا د رب په نیز له حده وتونكو لپاره نشان داره كړى شوي دي info
التفاسير:

external-link copy
35 : 51

فَاَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِیْهَا مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

51-35 نو مونږ هغه څوك راووېستل چې په دغه (كلي) كې له مومنانو ځنې وو info
التفاسير:

external-link copy
36 : 51

فَمَا وَجَدْنَا فِیْهَا غَیْرَ بَیْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۚ

51-36 پس مونږ په دغه (كلي) كې د مسلمانانو له یو كور نه غیر ونه مونده info
التفاسير:

external-link copy
37 : 51

وَتَرَكْنَا فِیْهَاۤ اٰیَةً لِّلَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ؕ

51-37 او مونږ په دغه (كلي) كې د هغو كسانو لپاره یوه لویه نښه پرېښوده چې د ډېر دردوونكي عذاب نه وېرېږي info
التفاسير:

external-link copy
38 : 51

وَفِیْ مُوْسٰۤی اِذْ اَرْسَلْنٰهُ اِلٰی فِرْعَوْنَ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

51-38 او په (قصه د) موسٰى كې، كله چې مونږ هغه فرعون ته په ښكاره دلیل سره ولېږه info
التفاسير:

external-link copy
39 : 51

فَتَوَلّٰی بِرُكْنِهٖ وَقَالَ سٰحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟

51-39 نو هغه (فرعون) د خپل قوت (اولښكر) سره مخ واړوه او ويې ويل:(دا موسٰى) كوډګر (جادوګر) دى، یا لېونى دى info
التفاسير:

external-link copy
40 : 51

فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟ؕ

51-40 نو مونږ هغه او د هغه لښكرې راونیولې، نو مونږه دوى ټول په دریاب كې وغورځول، په داسې حال كې چې هغه د ملامتۍ كار كوونكى و info
التفاسير:

external-link copy
41 : 51

وَفِیْ عَادٍ اِذْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الرِّیْحَ الْعَقِیْمَ ۟ۚ

51-41 او په عادیانو كې، كله چې مونږ په دوى باندې (له خير نه) شنډ باد راخوشې كړ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 51

مَا تَذَرُ مِنْ شَیْءٍ اَتَتْ عَلَیْهِ اِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِیْمِ ۟ؕ

51-42 ده به هېڅ داسې شى نه پرېښوده چې دا به پرې راغلى و مګر خو هغه به يې وچ زوړ رژېدلي واښه (يا هډوكي) وګرځاوه info
التفاسير:

external-link copy
43 : 51

وَفِیْ ثَمُوْدَ اِذْ قِیْلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوْا حَتّٰی حِیْنٍ ۟

51-43 او په ثمودیانو كې، كله چې دوى ته وويل شو چې تاسو تر یو وخته پورې نفع واخلئ info
التفاسير:

external-link copy
44 : 51

فَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ وَهُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟

51-44 نو دوى د خپل رب له حكم نه سركشي وكړه، نو دوى (د) تندر (عذاب) ونیول، په دې حال كې چې دوى كتل info
التفاسير:

external-link copy
45 : 51

فَمَا اسْتَطَاعُوْا مِنْ قِیَامٍ وَّمَا كَانُوْا مُنْتَصِرِیْنَ ۟ۙ

51-45 بیا نه دوى د ودرېدلو طاقت لاره او نه دوى بدل اخيستونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
46 : 51

وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟۠

51-46 او له دوى نه مخكې د نوح قوم لره (مونږ هلاك كړى و) بېشكه هغوى یو فاسق قوم و info
التفاسير:

external-link copy
47 : 51

وَالسَّمَآءَ بَنَیْنٰهَا بِاَیْىدٍ وَّاِنَّا لَمُوْسِعُوْنَ ۟

51-47 او اسمان مونږ هغه په قوت سره جوړ كړى دى او بېشكه مونږ خامخا پراخوونكي/ پراخه قدرت لرونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
48 : 51

وَالْاَرْضَ فَرَشْنٰهَا فَنِعْمَ الْمٰهِدُوْنَ ۟

51-48 او ځمكه، مونږ هغه غوړولې ده، نو (مونږ) ښه غوړوونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
49 : 51

وَمِنْ كُلِّ شَیْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَیْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟

51-49 او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ info
التفاسير:

external-link copy
50 : 51

فَفِرُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ

51-50 نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم info
التفاسير:

external-link copy
51 : 51

وَلَا تَجْعَلُوْا مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

51-51 او تاسو له الله سره بل معبود مه شریكوئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم info
التفاسير:

external-link copy
52 : 51

كَذٰلِكَ مَاۤ اَتَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا قَالُوْا سَاحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟۫

51-52 همداسې، هغو كسانو ته چې له دوى نه مخكې وو، هېڅ یو رسول نه و راغلى مګر دوى به ویل: (دا) جادوګر دى، یا لېونى دى info
التفاسير:

external-link copy
53 : 51

اَتَوَاصَوْا بِهٖ ۚ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ

51-53 ایا دوى په دې (خبرې) سره یو بل ته وصیت كړى دى، بلكې دوى سركشه قوم دى info
التفاسير:

external-link copy
54 : 51

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَاۤ اَنْتَ بِمَلُوْمٍ ۟ؗ

51-54 نو ته له دوى نه مخ واړوه، پس ته هېڅ ملامت كړى شوى نه يې info
التفاسير:

external-link copy
55 : 51

وَّذَكِّرْ فَاِنَّ الذِّكْرٰی تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

51-55 او ته نصیحت كوه، پس بېشكه نصیحت كول مومنانو ته نفع رسوي info
التفاسير:

external-link copy
56 : 51

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ ۟

51-56 او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي info
التفاسير:

external-link copy
57 : 51

مَاۤ اُرِیْدُ مِنْهُمْ مِّنْ رِّزْقٍ وَّمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ یُّطْعِمُوْنِ ۟

51-57 زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي info
التفاسير:

external-link copy
58 : 51

اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِیْنُ ۟

51-58 بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى info
التفاسير:

external-link copy
59 : 51

فَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذَنُوْبًا مِّثْلَ ذَنُوْبِ اَصْحٰبِهِمْ فَلَا یَسْتَعْجِلُوْنِ ۟

51-59 د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، یقینًا د دوى د ملګرو (د عذاب) د حصې په شان حصه ده، نو دوى دې په ما تلوار نه كوي info
التفاسير:

external-link copy
60 : 51

فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ یَّوْمِهِمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟۠

51-60 پس د كافران شویو خلقو لپاره هلاكت دى، د دوى له هغې ورځې نه چې دوى سره يې وعده كولى شي info
التفاسير: