আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- আবু যাকাৰিয়্যা

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
154 : 37

مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟

37-154 په تاسو څه شوي دي، څرنګه تاسو (دا) فیصله (او حكم) كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
155 : 37

اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟ۚ

37-155 ایا تاسو نصیحت نه اخلئ info
التفاسير:

external-link copy
156 : 37

اَمْ لَكُمْ سُلْطٰنٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

37-156 ایا تاسو لپاره څه واضحه دلیل شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
157 : 37

فَاْتُوْا بِكِتٰبِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

37-157 نو تاسو خپل كتاب راوړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ info
التفاسير:

external-link copy
158 : 37

وَجَعَلُوْا بَیْنَهٗ وَبَیْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا ؕ— وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ اِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ

37-158 او دوى د هغه (الله) په مینځ كې او د پېریانو په مینځ كې نسب ( د خپلوۍ نسبت) مقرر كړ، او يقینًا یقینًا پېریان په دې پوه شوي دي چې بېشكه دوى به خامخا حاضر كړى شي info
التفاسير:

external-link copy
159 : 37

سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۙ

37-159 الله لپاره پاكي ده له هغو (خبرو) نه چې دوى يې وايي info
التفاسير:

external-link copy
160 : 37

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

37-160 لېكن د الله خالص (غوره) كړى شوي بنده ګان (له دغو خبرو نه بچ دي) info
التفاسير:

external-link copy
161 : 37

فَاِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

37-161 پس بېشكه تاسو او هغه چې تاسو يې عبادت كوئ info
التفاسير:

external-link copy
162 : 37

مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ بِفٰتِنِیْنَ ۟ۙ

37-162 نه یئ تاسو په دې (بت پرستۍ) سره ګمراه كوونكي (په فتنه كې اچوونكي د هیچا) info
التفاسير:

external-link copy
163 : 37

اِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِیْمِ ۟

37-163 غیر له هغه چا نه چې هغه په دوزخ كې ننوتونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
164 : 37

وَمَا مِنَّاۤ اِلَّا لَهٗ مَقَامٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ

37-164 او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى info
التفاسير:

external-link copy
165 : 37

وَّاِنَّا لَنَحْنُ الصَّآفُّوْنَ ۟ۚ

37-165 او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
166 : 37

وَاِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُوْنَ ۟

37-166 او بېشكه مونږ خامخا تسبیح ویونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
167 : 37

وَاِنْ كَانُوْا لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ

37-167 او بېشكه چې خامخا دوى به ویل info
التفاسير:

external-link copy
168 : 37

لَوْ اَنَّ عِنْدَنَا ذِكْرًا مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

37-168 كه چېرې مونږ سره د پخوانیو خلقو (له كتابونو) نه كوم ذكر (كتاب) وى info
التفاسير:

external-link copy
169 : 37

لَكُنَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

37-169 (نو) خامخا مونږ به د الله خالص (او غوره) كړى شوي بنده ګان وو info
التفاسير:

external-link copy
170 : 37

فَكَفَرُوْا بِهٖ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

37-170 نو دوى په دغه (قرآن) سره كافر شول، نو ژر ده چې دوى به پوه شي info
التفاسير:

external-link copy
171 : 37

وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

37-171 او یقینًا یقینًا زمونږ خبره زمونږ د لېږل شویو (رسولانو) بنده ګانو لپاره صادر شوې ده info
التفاسير:

external-link copy
172 : 37

اِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُوْرُوْنَ ۪۟

37-172 چې بېشكه دوى، خامخا هم دوى مدد كړى شوي دي info
التفاسير:

external-link copy
173 : 37

وَاِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟

37-173 او بېشكه زمونږ لښكر، خامخا هم دوى غالب راتلونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
174 : 37

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟ۙ

37-174 نو ته له دوى نه مخ وګرځوه، تر یو وخته پورې info
التفاسير:

external-link copy
175 : 37

وَّاَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ ۟

37-175 او دوى ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به (خپل انجام) وویني info
التفاسير:

external-link copy
176 : 37

اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

37-176 ایا نو دوى زمونږ د عذاب تلوار كوي info
التفاسير:

external-link copy
177 : 37

فَاِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَآءَ صَبَاحُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟

37-177 نو كله چې هغه د دوى په مېدان كې نازل شي، نو د وېرول شویو سبا به بد وي info
التفاسير:

external-link copy
178 : 37

وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟ۙ

37-178 او ته له دوى نه مخ وګرځوه تر یو وخته پورې info
التفاسير:

external-link copy
179 : 37

وَّاَبْصِرْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ ۟

37-179 او ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به وویني info
التفاسير:

external-link copy
180 : 37

سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۚ

37-180 ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي info
التفاسير:

external-link copy
181 : 37

وَسَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚ

37-181 او سلام دې وي په رسولانو باندې info
التفاسير:

external-link copy
182 : 37

وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠

37-182 او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى info
التفاسير: