আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- আবু যাকাৰিয়্যা

قصص

external-link copy
1 : 28

طٰسٓمّٓ ۟

28-1 طا، سين، ميم info
التفاسير:

external-link copy
2 : 28

تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟

28-2 دا د څرګند كتاب ایتونه دي info
التفاسير:

external-link copy
3 : 28

نَتْلُوْا عَلَیْكَ مِنْ نَّبَاِ مُوْسٰی وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

28-3 مونږ تا ته لولو د موسٰى او فرعون له خبرونو ځنې په حقه سره د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 28

اِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِی الْاَرْضِ وَجَعَلَ اَهْلَهَا شِیَعًا یَّسْتَضْعِفُ طَآىِٕفَةً مِّنْهُمْ یُذَبِّحُ اَبْنَآءَهُمْ وَیَسْتَحْیٖ نِسَآءَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

28-4 بېشكه فرعون په ځمكه كې لويي راخيستې وه او د دې اوسېدونكې يې ډلې ډلې كړي وو، په دوى كې يې یوه ډله ډېره ضعیفه كوله، د دوى زامن به يې حلالول او د دوى ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې، بېشكه هغه له فساد كوونكو ځنې و info
التفاسير:

external-link copy
5 : 28

وَنُرِیْدُ اَنْ نَّمُنَّ عَلَی الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا فِی الْاَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ اَىِٕمَّةً وَّنَجْعَلَهُمُ الْوٰرِثِیْنَ ۟ۙ

28-5 او مونږ اراده وكړه چې په هغو كسانو احسان وكړو چې په ځمكه كې ډېر ضعیف كړى شوي دي او چې دوى امامان وګرځوو او چې مونږ دوى (د فرعون د ملك) وارثان وګرځوو info
التفاسير: