আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- চাৰফৰাজ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
13 : 67

وَاَسِرُّوْا قَوْلَكُمْ اَوِ اجْهَرُوْا بِهٖ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

او که تاسې خپله خبره پټه کړئ که ښکاره بیشکه چې الله ته د سینوپټ څيزونه ټول معلوم دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 67

اَلَا یَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ ؕ— وَهُوَ اللَّطِیْفُ الْخَبِیْرُ ۟۠

ایا هغه څوک نه پوهیږي چې پیدایښټ یې کړی؟او هغه له ډيرو پټو او باریکو شیانو څخه خبر دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 67

هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ ذَلُوْلًا فَامْشُوْا فِیْ مَنَاكِبِهَا وَكُلُوْا مِنْ رِّزْقِهٖ ؕ— وَاِلَیْهِ النُّشُوْرُ ۟

الله هغه ذات دی چې:ځمکه ئې ستاسې په واک کې در کړې.نو په کونجونو او اړخونو کې یي وګرځئ او د الله روزي وخورئ.بیرته همغه ته ورتګ دی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 67

ءَاَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یَّخْسِفَ بِكُمُ الْاَرْضَ فَاِذَا هِیَ تَمُوْرُ ۟ۙ

ایا لدې څخه بي غمه یاست چې:هغه ذات چې په اسمان کې دی په ځمکه کې موښخ او ناببره درباندې ځمکه ولړزیږي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 67

اَمْ اَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یُّرْسِلَ عَلَیْكُمْ حَاصِبًا ؕ— فَسَتَعْلَمُوْنَ كَیْفَ نَذِیْرِ ۟

او لدې څخه ډاډمن یي چې هغه ذات چې په اسمان کې دی درباندې ډبرې وروونکی توپان راولیږي.بیا به ښه پوه شئ چې زما ډارول څرنګه دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 67

وَلَقَدْ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟

له دوی څخه وړاندې خلکو هم زما ښونې درواغ ګڼلې وي نو ګوره چې دنه منلو پای څه ؤ؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 67

اَوَلَمْ یَرَوْا اِلَی الطَّیْرِ فَوْقَهُمْ صٰٓفّٰتٍ وَّیَقْبِضْنَ ؕۘؔ— مَا یُمْسِكُهُنَّ اِلَّا الرَّحْمٰنُ ؕ— اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ بَصِیْرٌ ۟

ایا د خپلو سرونو له پاسه مارغانو ته نه ګوري چې خپل وزرونه خوروي او ټولوي يي.په هوا کې یوازې هغه مهربان الله ساتلی دي چې هر څه ښه ګوري. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 67

اَمَّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ جُنْدٌ لَّكُمْ یَنْصُرُكُمْ مِّنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ ؕ— اِنِ الْكٰفِرُوْنَ اِلَّا فِیْ غُرُوْرٍ ۟ۚ

څوک دی هغه ځواک چې پرته له رحمان الله څخه ستاسې ملاتړ وکړی شي؟ خبره همداده چې کافران دوکه شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 67

اَمَّنْ هٰذَا الَّذِیْ یَرْزُقُكُمْ اِنْ اَمْسَكَ رِزْقَهٗ ۚ— بَلْ لَّجُّوْا فِیْ عُتُوٍّ وَّنُفُوْرٍ ۟

او څوک دی چې تاسې ته روزي در کړي که رحمان ذات در باندې خپله روزي بنده کړي؟بلکې پخه خبره همداده چې کافران په سرغړونه او له حق څخه په تیښته کې خورا ژور شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 67

اَفَمَنْ یَّمْشِیْ مُكِبًّا عَلٰی وَجْهِهٖۤ اَهْدٰۤی اَمَّنْ یَّمْشِیْ سَوِیًّا عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

ایا هغه څوک چې سر نسکور،پړمخ روان وي ښه لار میندلی شي او که هغه څوک چې په روغه لار سم روان وي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 67

قُلْ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟

ای محمده!ووایه چې الله هغه ذات دی چې تاسې یي پیدا کړئ د اوریدنې او لیدنې توان يي درکړ او د زړونو خاوندان یي وګرځولئ.خو بیا هم تاسې ډیر لږ شکر کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 67

قُلْ هُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَاِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

ووایه:الله هغه ذات دی چې تاسې یي په ځمکه کې خواره کړي یاست او بیا به بیرته همغه ته راټول کړای شئ. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 67

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

دوی وايي:که تاسې رښتیني یاست نو دا وعده کله ده؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 67

قُلْ اِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّٰهِ ۪— وَاِنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

ورته ووایه:د خبرې پوره معلومات یوازې له الله سره دی.زه یوازې یو ښکاره ډاروونکی یم. info
التفاسير: