আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- চাৰফৰাজ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
55 : 36

اِنَّ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ الْیَوْمَ فِیْ شُغُلٍ فٰكِهُوْنَ ۟ۚ

نن به جنتیان په خوندونو اخیستلو بوخت وي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 36

هُمْ وَاَزْوَاجُهُمْ فِیْ ظِلٰلٍ عَلَی الْاَرَآىِٕكِ مُتَّكِـُٔوْنَ ۟ۚ

هغوی او میرمني به يې په کڼو سیورو کې پرتختونو تکیه کوونکي وي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 36

لَهُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّلَهُمْ مَّا یَدَّعُوْنَ ۟ۚ

په جنت کې به يې هر ډول میوې په برخه او د څه هیله چې وکړي ورته به حاضر وي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 36

سَلٰمٌ ۫— قَوْلًا مِّنْ رَّبٍّ رَّحِیْمٍ ۟

د مهربان رب له لورې به ورته سلام وي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 36

وَامْتَازُوا الْیَوْمَ اَیُّهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟

او ای مجرمانو! نن تاسې جلا شئ. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 36

اَلَمْ اَعْهَدْ اِلَیْكُمْ یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اَنْ لَّا تَعْبُدُوا الشَّیْطٰنَ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

ای د ادم اولادې! ایا تاسې ته مو نه وو ویلي چې د شیطان مننه مه کوئ؟ بې له شکه چې هغه ستاسې ډاګیز دښمن دی. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 36

وَّاَنِ اعْبُدُوْنِیْ ؔؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

او یوازې زما بندګي وکړئ! بس همدغه روغه لار ده. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 36

وَلَقَدْ اَضَلَّ مِنْكُمْ جِبِلًّا كَثِیْرًا ؕ— اَفَلَمْ تَكُوْنُوْا تَعْقِلُوْنَ ۟

شیطان ستاسې سخت ډیر خلک بې لارې کړي وو ایا تاسې له عقل څخه کار نه اخیست؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 36

هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟

او دا هغه دوزخ دی چې له تاسې سره يي وعده شوې وه. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 36

اِصْلَوْهَا الْیَوْمَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟

د هغو کفري کارونو په بدل کې چې تاسو به کول نن همدغه دوزخ ته ورننوځئ! info
التفاسير:

external-link copy
65 : 36

اَلْیَوْمَ نَخْتِمُ عَلٰۤی اَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَاۤ اَیْدِیْهِمْ وَتَشْهَدُ اَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

نن به مونږ د هغوی خولې بندې کړو او لاسونه به يې له مونږ سره خبرې وکړي او پښې به يې په هغه څه شهادت ووايې چې دوی کول. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 36

وَلَوْ نَشَآءُ لَطَمَسْنَا عَلٰۤی اَعْیُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَاَنّٰی یُبْصِرُوْنَ ۟

او که مونږ غوښتي وای نو د هغوی سترګې به مو له مخ سره اوارې کړې وای نو چې لارې ته وړاندې شوي وای نو څرنګه به يې لیدلې وای؟ info
التفاسير:

external-link copy
67 : 36

وَلَوْ نَشَآءُ لَمَسَخْنٰهُمْ عَلٰی مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوْا مُضِیًّا وَّلَا یَرْجِعُوْنَ ۟۠

او که مونږ غوښتې وای نو ځای په ځای به مو مسخ کړي وای بیا به نه د وړاندې تګ توان ورسره وو او نه به بیرته ګرځیدای شو. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 36

وَمَنْ نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِی الْخَلْقِ ؕ— اَفَلَا یَعْقِلُوْنَ ۟

او چې چاته مونږ اوږد عمر ورکووو نو جوړښت يې په بل مخ اړوو[۵] ایا دوی له عقل نه کار نه اخلي؟ info

[۵] ورو، ورو په همغه شان کیږي چې په اول پیدایښت کې ؤ( فتح القدیر د امام الشوکاني)

التفاسير:

external-link copy
69 : 36

وَمَا عَلَّمْنٰهُ الشِّعْرَ وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهٗ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ وَّقُرْاٰنٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

مونږ محمد ته نه شعر ښوولی او نه له هغه سره شعر او شاعري وړ ده. مونږ هغه ته پند ورکوونکی روښانه قران ورکړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 36

لِّیُنْذِرَ مَنْ كَانَ حَیًّا وَّیَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟

تر څو ژوندي خلک وډاروي. او پر کافرانو اخرنۍ خبره پخه شي. info
التفاسير: