আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- চাৰফৰাজ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
23 : 33

مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ رِجَالٌ صَدَقُوْا مَا عَاهَدُوا اللّٰهَ عَلَیْهِ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ قَضٰی نَحْبَهٗ وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّنْتَظِرُ ۖؗ— وَمَا بَدَّلُوْا تَبْدِیْلًا ۟ۙ

په مؤمنانو کې داسې سړي شته چې له الله سره یې خپله وعده پوره کړه.ځینو يي خپل نذر پوره او ځیني یي په انتظار کط دی.او خپله لار یې نه ده بدله کړې. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 33

لِّیَجْزِیَ اللّٰهُ الصّٰدِقِیْنَ بِصِدْقِهِمْ وَیُعَذِّبَ الْمُنٰفِقِیْنَ اِنْ شَآءَ اَوْ یَتُوْبَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟ۚ

تر څو الله رښتینو ته د هغوی د رښتینولۍ بدل ور پوره او که خوښه یې شوه نو منافقان وربړوی او یا يي توبه ومني.بې له شکه چې الله ښه بښونکی ډير مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 33

وَرَدَّ اللّٰهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِغَیْظِهِمْ لَمْ یَنَالُوْا خَیْرًا ؕ— وَكَفَی اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ الْقِتَالَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ قَوِیًّا عَزِیْزًا ۟ۚ

الله پاک کافران له غصې نه خوټیدونکي په داسې حال کې په ستنه کړل چې هیڅ ګټه یې نه وه ترلاسه کړې.او مؤمنانو ته په جنګ کې یوازې یو الله بس دی.او الله پیاوړی او برلاسۍ دی. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 33

وَاَنْزَلَ الَّذِیْنَ ظَاهَرُوْهُمْ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مِنْ صَیَاصِیْهِمْ وَقَذَفَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِیْقًا تَقْتُلُوْنَ وَتَاْسِرُوْنَ فَرِیْقًا ۟ۚ

او الله هغه اهل کتاب چې د کافرانو ملاتړ یې کړی و له خپلو لویو کلاګانو څخه راوښکل او په زړونو کې یې ډار ور واچاو چې دادی نن یي تاسې ځیني وژنئ او ځیني نور یې لاس تړلي وړئ. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 33

وَاَوْرَثَكُمْ اَرْضَهُمْ وَدِیَارَهُمْ وَاَمْوَالَهُمْ وَاَرْضًا لَّمْ تَطَـُٔوْهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرًا ۟۠

د هغوی ځمکه،کورونه او مالونه یي ستاسې په برخه او هغه ځمکه یې هم درکړه چې لا تر اوسه ستاسې قدمونه هلته نه دی رسیدلي.او الله پر هر شي پیاوړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 33

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِّاَزْوَاجِكَ اِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا وَزِیْنَتَهَا فَتَعَالَیْنَ اُمَتِّعْكُنَّ وَاُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِیْلًا ۟

ای پیغمبره!خپلو ښځو ته ووایه:که تاسي دنیوي ژوند او ښایست غواړئ؟نو راشئ چې ښه څوري درکړم او بیا مو په ښه وضعیت سره خوشې کړم. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 33

وَاِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَالدَّارَ الْاٰخِرَةَ فَاِنَّ اللّٰهَ اَعَدَّ لِلْمُحْسِنٰتِ مِنْكُنَّ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟

او که الله،د هغه رسول او د اخرت کور غواړئ نو پوه شئ چې الله پاک ستاسې نیک عملو ته ډیر لوی اجر تیار کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 33

یٰنِسَآءَ النَّبِیِّ مَنْ یَّاْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ یُّضٰعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَیْنِ ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟

ای د پیغمبر میرمنو!که ستاسې هره یوه ښکاره بد کار وکړي،نو دوه برخې عذاب به ور کړای شي.او دا کار الله ته ډیر اسان دی. info
التفاسير: