আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- চাৰফৰাজ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
51 : 30

وَلَىِٕنْ اَرْسَلْنَا رِیْحًا فَرَاَوْهُ مُصْفَرًّا لَّظَلُّوْا مِنْ بَعْدِهٖ یَكْفُرُوْنَ ۟

او قسم دی که مونږ پرې باد راوالوزوو او هغوی خپل کښت تک زیړ وچ بخن ولید،نو خامخا له دی پيښي وروسته ټول ورکړي نعمتونه هیروي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 30

فَاِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟

نو ای پيغمبره! ته مړي نشي اورولې اونه هغو کڼو ته غږ اورولې شې چې مخ اړولي شا کړې روان وي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 30

وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِ الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟۠

او نه ته ړانده په لار کولای شي ته یوازی هغو ته خبره اورولای شي چې زمونږ په ایتونو ایمان راوړي او غاړه ایښوونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 30

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ ضُؔعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضُؔعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضُؔعْفًا وَّشَیْبَةً ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیْمُ الْقَدِیْرُ ۟

الله هغه ذات دی چې تاسې يې کمزوري او بوډاوالې ته ورسولئ.هغه چې هر څه وغواړي پیدا کوي یې.او پر هر څه پوه او په هر څه توانا دی. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 30

وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُقْسِمُ الْمُجْرِمُوْنَ ۙ۬— مَا لَبِثُوْا غَیْرَ سَاعَةٍ ؕ— كَذٰلِكَ كَانُوْا یُؤْفَكُوْنَ ۟

د قیامت په ورځ به مجرمان قسمونه خوري چې په دنیا کې یې پرته له یوه ساعت نه نور وخت نه دی تیر کړی. هو!په همدی توګه هغوی په دنیا کې هم له حقیقت څخه اړولي چلیدل. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 30

وَقَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَالْاِیْمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ اِلٰى یَوْمِ الْبَعْثِ ؗ— فَهٰذَا یَوْمُ الْبَعْثِ وَلٰكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

او هغه کسان به چې له علم او ایمان نه برخه من شوي و دوی ته وايې چې د الله په لیکنه کې تاسې د بیرته ژوندون تر ورځې ځنډولي یاست. او همدا د بیا ژوندون ورځ ده خو تاسې هلته نه پوهیدئ. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 30

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟

په دی ورځ به ظالمانو ته نه د هغوی عذر غوښتنه څه ګټه وکړي.او نه به ترې غوښتنه وشي چې بښنه وغواړي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 30

وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؕ— وَلَىِٕنْ جِئْتَهُمْ بِاٰیَةٍ لَّیَقُوْلَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا مُبْطِلُوْنَ ۟

مونږ د خلکو لپاره په دی قران کې هر ډول مثالونه وړاندی کړي دي.او قسم دی که ته ورته هر ډول نښه وړاندی کړی انکار کوونکي به هرو،مرو ووايې:چې همدا تاسې پر باطله یې. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 30

كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰى قُلُوْبِ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

په همدی توګه الله پاک د هغو خلکو پر زړونو ټاپه وهې چې په خبره نه پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 30

فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلَا یَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِیْنَ لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠

نو ای محمده!صبر وکړه.په باوري توګه د الله وعده رښتیانی ده او باید چې باور نه کوونکي خلک تابي ثباته او غمونه ماته کړی ونه مومي. info
التفاسير: